ولې واحد اسلامي نړیوال خوځښت ؟!
اسلامي ډلې(جماعت تبلیغ، حزب التحریر او اخوان المسلمین) په یوه څیړنه کې!!
درنو لوستونکو!:
دوکتور فتحی يکن رحمه الله د لبنان د اسلامي حرکت مشر او يو پياوړی دعوتګر و چې سږ کال وفات شو هغه د اسلامی دعوت او مبارزې په برخه کې په لسګونو کتابونه ليکلي دي ، چې دغه بحث هم د هغه يوه په زړه پورې ليکنه ده ، نوموړي د اسلامي دعوت او مبارزې په ډګر کې په کار بوختو تجربو (جماعت تبليغ، حزب التحرير او اخوان السلمين) څېړلي دي او بيا يې د یوه نړيوال اسلامي حرکت د جوړېدو خبره کړېده او د هغه ځانګړنې يې هم په ګوته کړي دي ، مونږ دلته ددغه بحث لومړۍ برخه خپروو، چې نورې برخې هم لري او په راتلونکي کې به هغه هم خپرې شي.
نن سبا په نړۍ کې ګڼې او بیلابیلې ډلې اسلام ته پرکار کولو لګیادي او دا ویره یې رامینځته کړې ده چې ددوی دغه ګڼوالی او ویش به د اسلامي کار دطبیعیت او ځانګړتیا اصلي او سوچه انځور پیکه او بدرنګ کړي او اسلامي قوتونه او فعالیتونه (ډلې) به په لفظي شخړو او بې ګټې ګوندي کشمکشونو کې اخته کړي، زما په اند نه یوازې داچې اسلام او اسلامي کار ته به خدمت ونکړي بلکې د خلکو ذهنونه او فکرونه به یې په اړه مغشوش او اغیړ کړي او ان داسلامي کار او فعالیت له صف او کتار به یې وباسي او ددښمن په لیکه کې به یې ودروي چې مونږ یې نن سبا ګڼې بیلګې هم لرو.
نو د شریعت او اسلام د منطق ترڅنګ د نوې زمانې دمقابلې او مبارزې منطق هم غوښتنه لري چې اسلامي قوتونه سره همغږي او د جاهلیت ځپلو او اسلامي نظام واکمنولو او دنړیوالو د سمې لارښوونې په پروسه کې سره یو لاس او یو موټی شي.

د نړیوال اسلامي خوځښت جوړیدلو ته اړتیا څه ده؟
ګڼ داسې دلایل چې څیړل یې ممکن ندي، شته چې دیوه نړیوال اسلامي خوځښت جوړیدل اړین ګڼي،داسلامي کار او فعالیت په ډګر کې بوخت خلک دنده لري چې هغه وڅیړي او چاڼ یې کړي، ترڅو دیوه مطلوب اسلامي خوځښت د جوړیدو هڅې په قناعت او ایمان بنا وي نه په کمزورې عاطفه او لنډ مهاله سطحي جذبه.
اسلام په اوسني عصر کې له ګڼو لوریو څخه د ځپونکو ګواښونو سره مخ دی، داسلامي شریعت نه استنباط شوي احکام او قوانین په ټوله اسلامي نړۍ کې معطل او ځندیدلي دي او په ځای یې د طاغوتي افکارو او وضعي مادي نظامونو چې له اسلام سره دښمني او مخالفت لري او له کوني فلسفو او اخلاقي بنسټونو سره یې په ټکر کې دي واکمني چلیږي، مادي افکارو او فلسفو د بشریت مازغه خراب کړي دي او د فساد ترټولو لویدلې درجې ته یې رسولی دی، د واکمنو نظامونو ظلم او حاکمو قوانینو تیري او دعدل او مساوات نشتوالي الحادي او مارکسي افکارو ته زمینه برابره کړه څو دعدالت تینګولو، مظلومانو لاس نیولو او وږو مړولو ترشعار لاندې په اسلامي امت یرغل وکړي.
نن هم چې داسلام او جاهلیت ترمینځ جګړه روانه ده نو د کامل علمي بحث او هدفمنې فکري مناقشې په حدودو کې نده پاتې بلکې دومره خونړۍ او خطرناکه شوې ده چې ددغو دواړه کلمو اصلي معناګانې یې له منځه وړې دي.
جاهلیت نن داسلام او دهغه دبلونکو پرضد هرډول بربادوونکې، وژونکې او خطرناکه وسله کاروي…هغوی وژني،په دار یې ځړوي،زندان ته یې اچوي،ربړوي یې،له خپل هیواد نه یې شړي،په اړه یې پروپاګند کوي،دخلکو په ذهنونو کې یې ټکوي،په خیانت یې تورنوي،تورونه ورپورې تړي او داسې نور… دغه ټول ددښمن(معاصرجاهلیت) وسایل دي چې په هرځای کې یې داسلام او اسلامپالو د ټکولو او ختمولو لپاره په کار لګوي.

بل پلو ته وینو چې نړۍ د تباهۍ په کنده ولاړه ده او د انحراف،اخلاقي فساد او بې کارۍ نه سرټکوي…هغه نړۍ چې نوي او معاصر تمدن مظاهرو یې سترګې ړندې کړې دي،دجنسي پاڅون اور سوځولی دی او وحشي کشمکشونو (وجودي،هیبي او…) له ګواښ سره مخ کړی دی، دهغوی انساني وجود،انساني اخلاق، انساني افکار او حتی هغوی چې له دغه هرڅه نه محروم هم دي یومخیزې تباهۍ ته سپارلي دي.
ددې ترڅنګ یوه بله اړتیا هم شته چې دیوه نړیوال اسلامي خوځښت جوړیدل حتمي کوي او هغه داچې کوم ګواښونه چې د اسلام په مقابل کې ولاړ دي په حقیقت کې نړیواله بڼه لري(نړیوال خوځښتونه دي) لکه د صهیونیزم نړیوال خوځښت،دماسونیت نړیوال خوځښت،دکمونیزم نړیوال خوځښت،دصلیبي تبشیر نړیوال خوځښت او دسیکولریزم نړیوال خوځښت…نو ددغه راز نړیوالو اسلامي خوځښتونوسره چې پراخه بشري، مادي اوفني امکانیات او وسایل لري،ناممکنه ده بلکې ناروا ده چې په کمو او له هغوی نه په ټیټو وسایلو یې مقابله وکړو او که نه نو له تباهي او ماتې پرته بله څه معنا لرلی شي؟.

دغه او دې ته ورته نورې اړتیاوې لازموي چې بې له شک، ځنډ او سستۍ نه داسې یو نړیوال اسلامي خوځښت جوړ شي چې دتفکیر،تنظیم،پلان او جمتووالي په لحاظ دمقابلې توان ولري او الله (ج) رښتیا ویلي دي چې(واعدوا لهم مااستطعتم من قوة ومن رباط الخیل ترهبون به عدوالله وعدوکم) الانفال.
ژباړه:تاسې دومره قوت او آسونه ورته چمتو کړئ چې دالله دښمنان او ستاسې دښمنان درنه وویریږي.
داسلامي کار او فعالیت په ډګر کې روانې تجربې:
پخوا تردې چې د یوه اسلامي نړیوال خوځښت لپاره اړینې او ضروري مواصفات او اساسي نښې تر څیړنې لاندې ونیسو اړینه ګڼو څو په هغو تجاربو راوګرځو چې په نوي عصر کې داسلامي کار او دعوت په ډګر په لاره اچول شوې دي ترڅو هریوه ته په کتلو سره ښه عبرت او پخه تجربه ترلاسه کړو او الله(ج) دښې لارې ښوونکی دی.

۱-دوعظ او لارښوونې لار(جماعت تبلیغ):
د تبلیغي ډلې اسلوب زیاتره مهال هماغه اسلوب دی چې واعظان او مرشدان یې په فردي توګه اما جماعت تبلیغ یې په ټولیزه توګه کاروي،دغه ډله په خپلو افرادو لازموي چې ځانګړی وخت تبلیغ ته وباسي یو ساعت په اونۍ کې،یوه ورځ په میاشت کې،یوه میاشت په کال کې …داسلامي نړۍ په بیلابیلو سیمو کې ګرځي او د اسلام لورته خلک رابلي.
دې کې هیڅ شک نشته چې دجماعت تبلیغ غړي ددعوت الی الله په لاره کې ډیر فعال دي، ښه جذبه،صدق، اخلاص او صفاء لري خو لدې سره سره نشي کولی په دغه موجوده اسلوب د خطرناک جاهلیت سره مقابله وکړي البته که دغه اسلوب ته په راتلونکي کې بدلون ورنکړي او یا دتل لپاره او په هرډول شرایطو کې همداسې پاتې شي.
الف:دغه اسلوب دیوې فعالې او منظمې ډلې په جوړولو کې ګټور ندی داسې ډله چې له جاهلیت او دهغه له زیاتیدونکو ګواښونو سره دجګړې کولو توان ولري او دیوې اسلامي ټولنې په جوړولو او اسلامي نظام په قایمولو او داسلامي ژوند په بیرته فعالولو قادره وي .
ب:ددغه اسلوب دکار ساحه ترجومات او هغه کسانو پورې چې جومات ته راځي تړلې پاتې کیږي معنا داچې په هغه نورو کسانو او دهغوی په ټولنو هیڅ اغیز نشي نلرلی چې د بشریت ستر اکثریت جوړوي .
ج:دغه اسلوب دمادي افکارو او فلسفو سره مقابله نشي کولی او نه خو د هغو دځوابولو دي ځکه چې د جماعت تبلیغ اسلوب زیاتره په موثر عاطفي وعظ او ترغیب او ترهیب ولاړ دی او دابه په هغه خلکو څه اغیز وکړي چې اصلا دین نه مني او متدین ندي؟.
د:ددغه اسلوب له ظاهر نه خو داسې بریښي چې په پلان کې یې دا نشته – والله اعلم ـ چې تخم ته وده ورکړي څو ونه او بوټی شي او بیا میوه ورکړي او ډیر د (طاهر جزایري) او (سیدجمال الدین افغاني) اسلوب ته ورته دی هغه چې په اړه یې سیدجمال الدین په خپله ویلي دي چې(خبره کوه نور ترې تیریږه) نو دغه طریقه خوندي پایله نلري او اغیز یې هم کم او میوه یې هم لږ وي.
داسلامي نړۍ مفکر مولانا سید ابو الاعلی مودودي وایي: وعظ او ارشاد شنډ اسلوب دی(دایو بې ګټې کاردی چې څوک اسلام ته د مسیحي تبشیر په طریقه دعوت کوي) که په ملیونونو پاڼې چاپ او په خلکو وویشو چې اسلام ته بلنه وکړي او هغوی ته ووایي چې هروخت دالله نه وویریږئ، نو دغه کار به دومره دپام وړ ګټه ونلري،پوښتنه داده چې که په ژبه او قلم ډیر ټینګار هم وکړو چې اسلام دهر زمان او مکان لپاره وړ دین دی او بې سارې ځانګړینې او ګټې لري نو دا به څومره ګټه ولري؟ ځکه چې نن سبا نړۍ له مونږ نه غواړي څو دغه ځانګړینې او ګټې په عملي ډګر کې ورته ثابتې کړو… د نننۍ مادي نړۍ ستونزې تش پدې خبره نه حل کیږي چې اسلام ورته ښه حل لري…داسلام ارزښت باید دیوه هراړخیز عملي نظام په بڼه خلکو ته څرګند شي چې هغوی یې اغیزې وویني او میوې یې ترلاسه کړي… مونږ نن سبا په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې په مقابله او کشمکشونو بناء ده او وعظ او ویناوې یې مخه نشي اړولی او ګرم کشمکش او هراړخیزه مقابله دغه څه کولی شي!

۲-دزور او وسلوال پاڅون لار(دعرفان،قسام او صفوي تجربه):
په معاصر تاریخ کې داسلام لپاره د کار څو تجربې داسې وشوې چې په زور او وسله یې دګواښونو سره دمقابلې او داسلامي ژوند د بیرته اعادې هڅې وکړې.
په دغو کې یوه په هند کې د ((شهید احمدبن عرفان)) تجربه وه چې ډیر خلک ورسره یوځای شول ، وسله یې ورکړه او دی یې ترمخ شو او دجهاد بیرغ یې پورته کړ او پدې هم وتوانیدل چې دپاکستان په پیښور سیمه کې اسلامي حکومت جوړ کړي،خو انګریزانو په ډیره چالاکۍ ورته دسیسه جوړه کړه او یوشمیر مسلمانان په ځانګړي توګه دقبایلو او قومونو خلک یې ورپسې را پاڅول،د امام احمدبن عرفان سره یې سخته جګړه وکړه چې نوموړی او ملګري یې پکې په ۱۸۲۵ م کال شهیدان شول او حکومت یې هم نسکور شو.
بله تجربه په فلسطین کې د ((شهید عزالدین القسام )) تجربه وه هغه چې له الله (ج) نه حیاء کوله چې شاګردانو ته دجهاد احکام وروښیي خو په خپله ورسره د انګریزانو پرضد چې دغه مهال یې فلسطین ښکیل کړی وو جهاد ته ونه وزي، نو خپل ملګري یې راټول کړل او پوځي روزنه یې ورکړه او بیا یې د انګریز پرضد جهاد اعلان کړ تردې چې په ۱۹۳۶م کال په شهادت ورسید.
دغه راز بله تجربه په ایران کې د مسلمانو فدائیانو د حرکت دمشر ((شهید نواب صفوي)) تجربه وه دغه جریان باور درلود چې قوت چمتو کول او اعداد له یهودو او ښکیلاکګرو څخه داسلامي نړۍ دپاکولو او اسلامي نظام واکمنولو یوازینۍ لاره ده … په ایران کې یې داسلام له دښمنانو سره په اتلولۍ مقاومت وکړ تردې چې په ۱۹۵۶ م کال نواب صفوي له خپلو څو ملګرو سره د مجرمانو په لاس ترور شو.

مونږ نه غواړو دلته په تفصیل سره هغه اسلوب وڅیړو چې دغو ډلو او خوځښتونو د خپل دښمن پرضد کارولی دی اما دېته باید اشاره وکړو چې که دعصر منطق،دمقابلې منطق او اسلام د وسلې او قوت لاسته راوړل او اسباب کارول لازمي کوي خو شرط یې دادی چې قوت ته لاس اچول او وسله کارول باید دستراتیژي یوه برخه وي نه ټوله ستراتیژي.
دلته د امام حسن البنا خبره را اخلو چې هغه داسلام لپاره د زور او قوت کارونې په اړه دمناقشې او بحث پرمهال کړې وه (( زیات خلک پوښتنه کوي چې اخوان المسلمین به کله خپلو مقاصدو او موخو ته درسیدو لپاره وسله او زور کاروي؟ آیا اخوان المسلمین دسیاسي او ټولنیز نظام پر اساس دعام پاڅون په اړه فکر کوي؟ زه نه غواړم چې دغه پوښتونکي په حیرانتیا کې پریږدم بلکې زه لدې فرصت نه په استفادې سره غوڅ ځواب ورکوم او هر څوک دې واوري چې قوت په ټولو قوانینو او نظامونو کې داسلام شعار دی، قرآن کریم فرمایي(و اعدوا لهم مااستطعتم من قوة ومن رباط الخیل ترهبون به عدوالله وعدوکم) خو اخوان المسلمین ژور فکر او لیرې نظر لري، چې سطحي کړنې او سطحي افکار یې دیوې قضیې تل ته له کوزيدلو،پایلوسنجولو، په موخه او هدف ځان پوهولو څخه نشي اړویستلی، هغوی پوهیږي چې دقوت په درجو کې لومړۍ درجه قوت د ایمان او عقیدې قوت دی،بیا د وحدت او ارتباط قوت دی او ترهغه وروسته بیا دمټ او وسلې قوت دی او ترهغه یوې ډلې ته قوي نشو ویلی څو دغه درې واړه درجې قوت ولري ځکه چې که هغه د مټ او وسلې زور کاروي خو بې ارتباطه،بې نظمه، ضعیف العقیده او ضعیف الایمان وي نو خامخا به دتباهي او بربادي په برخلیک اخته کیږي، دا یو نظر دی او بل نظر دادی چې ایا اسلام ـ چې قوت یې شعار دی ـ په هر راز ظروفو او شرایطو کې د قوت په استعمال توصیه کوي؟ او که ددغه کار لپاره یې حدود او شرایط ټاکلي او د قوت کارول یې توجیه کړي دي؟ دریم نظر دادی چې آیا قوت لومړنی علاج دی او که نه وروستی؟ او آیا واجب ده چې انسان دقوت کارونې ګټورې پایلې له هغه زیان لرونکو پایلو سره پرتله کړي او دقوت کارولو پرمهال ظروف وسنجوي؟ او که نه دا واجب دي چې ګوزار وکړي بیا نو چې څه پیښیدل، پیښيږي به؟ دغه هغه کتنې دي چې اخوان المسلمین یې دقوت د استعمالولو اسلوب په اړه پخوا لدې چې وکارول شي لري.(دپنځم کنفرانس رساله ۱۳۵۷ ه ق).
…نوربیا(حزب التحریر )!

لیکنه:دوکتورفتحي یکن (رح)
ژباړه:عبدالفتاح جواد