ولې الوتکو ته سپین رنګ ورکوي؟

 په الوتکه کې به مو سفر کړی وي، مګر کله مو له ځان پوښتنه کړې چې ولې د ملکي الوتکو رنګونه سپین وي؟

لومړی خو دا چې سپین رنګ واضح او روښانه وي او هر ډول لیکل پرې له ورایه ښکاري، نو له دې کبله چې الوتکه مالومه شي چې د کوم هېواد یا کوم شرکت ده، سپین رنګ ورکول کېږي.

دویم دا چې سپین رنګ د تودوخې په مقابل کې حساس دی او نه یې جذبوي، دا چې الوتکه په هوا کې وي او لمر ته په نږدې کېدو د تودوخي درجه لوړېږي، نو ځکه سپین رنګ غوره شوی چې سپین رنګ د لمر تودوخه دفع کړي.

درېیم څه ډول چې ستاسې موټرونه داغي کېږي، همدا ډول الوتکه هم، مګر له سپین رنګ څخه داغونه ژر ښکاري او ژر یې د جوړېدو له‌پاره کار کېږي او څلورم سپین یوازېنی رنګ دی چې په کمه روښنايي او حتا تیارو کې ژر ښکاري، نو له دې کبله چې د تصادم مخه ونیول شي، د الوتکې له‌پاره سپین رنګ غوره شوی دی.

 

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب