ولي بايد عصباني نشو؟
کله چې يو شخص عصباني کېږي په بدن کې يې ځانګړې غُدې فعاليت پیلوي او آندرنالین او نورو عکس العمل زېږونکو هورمونونو د ترشح سبب کېږي، چې د پام وړ فزيکي پايلي له ځان سره لري. بڼه يې سور رنګ ځانته غوره کوي، د ويني فشار لوړېږي، غږ اوچتېږي، نفس هم په خپل حال نه پاتي کېږي( زياتېږي او کمېږي)، د پښو او لاسونو عضلې منقبضي کېږي او د زړه ضربې هم ګړندۍ کېږي. په داسي حالت کې بدن د هيجان مرحلې ته داخلېږي.
که انسان خپل ځان غوسې ته وسپاري، څو- څو واره دغه نښي تکرارېږي او د جسماني روغتيا په جدي ستونزو اخته کېږي. د هغه هورمونونو اغېز چې د غوسې پر مهال ترشح کېږي، کولای شي د خطر په احتمال سره شرياني ناروغۍ او نوري مرګونې ناروغۍ لکه: مغزي سکته، د معدې زخم او د ويني لوړ فشار له ځان سره ولري يا رامنځته کړي. سربېره پر دې دا ستاسو په ګټه ده چې پر خپل نفس کنترول ولرئ يا په هر ډول چې کېدای شي خپله غوسه کمه کړئ. وروستيو څېړنو ثابته کړې، هغه خلک چې په اسانۍ سره غوسه کېږي، له هغه کسانو څخه زيات چې په اسانۍ سره نه غوسه کېږي، د زړه په حملو اخته کېږي.
مخکې تر دې چې غوسه تاسو وسوځوي؛ تاسو يې وسوځوئ!
له دې سره په څنګ کې ثابته شوې چې کله کوم کس هوسا، خوښ او خوشحاله وي، په هغه کې د هضم عمل په عادي ډول صورت نيسي. کله چې کوم کس د غوسې تر نفوذ لاندي راشي؛ هضمي سيستم فلج کېږي. سربېره پر دې ډاکټران توصيه کوي چې د غذا خوړلو پر وخت بايد خوشحاله، د ښه ذوق لرونکي او خوښ ياست. که مو رواني حالت ښه نه وي، غوره ده له خوړلو لاس واخلئ.
د معدې زخمونه له عصباني کېدو څخه پيدا کېږي. حتی که د جراحي له عمل څخه وروسته هم عصباني کېدل دوام وکړي، دغه ناروغي دوهم ځل بيا رامنځته کېږي. نو د دې لپاره چې روغتيايي حالت مو د تشويش وړ نه وي؛ بايد چې د کارونو په اجرا کې له حوصلې څخه کار واخلو او ځانته دا اجازه ور نه کړو تر څو داسي کارونه سرته ورسوو چې په سرخوږي مو اخته کړي.
صبغت الله وحید