وطن
مونږ دا ادعا ښه پخه او په ویاړ کوو چې وطن زمونږ مور ده او مونږ افغانانو ته له خپل ځان څخه ډېر ګران دی خو زما په نظر زمونږ دا ادعا ډېر له مبالغې او تناقض څخه ډکه ده. که چېرته د بهاوالدین مجروح د مور شعر واورئ په ژړه به مو سترګې له اوښکو ډکې شي چې له وطن مور سره مو څومره غداري کړې ده!
که چا ته وطن د مور حیثیت لري نو د مور بچي خو ډېر خواږه وي ولو که له یو بل سره خفه هم وي، خو بیا یې هم مرګ نه پرې پېرزو کیږي، په درد او غم یې نه خوشالیږي او که باعزته او ښه ژوند هم ولري نو د مور په بچو سړی ویاړ هم کوي.
که زمونږ دا ادعا سمه وي چې وطن مونږ ته د مور حیثیت لري نو د وطن خلک هم باید مونږ ته بې له استثنا، ژبې او قام باید ګران وي.
دا نه شي کېدلای چې وطن درته ګران دی خو د وطن د بچو په مرګ، توهین، تحقیر او زلت باندې خوشاله کېږې. ځکه وطن بې له خلکو وطن ندی بلکې هسې غرونه، سیندونه، دښتې او ځنګلونه دي وطن د وطن په خلکو ښایسته ښکاري.
ړو راځئ چې له یوه بل سره مینه وکړو او نفرت او کرکه ونه کړو.
له تعصب څخه هېڅ څه لاسته نه راځي که راتلای نو افغانستان به اوس پدې حال نه وای.
نو راځئ لاسونه سره ورکړو او دا ویجاړ افغانستان د آبادۍ په لور کړو.
د یوه آباد، بااتحاد، سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله!