ورېځ‌ څه ته وايي؟

هوا څه شی دی؟

• زمونږ په شاوخوا هوا ، آب هوا سره تړاو لري.
• اتموسفیر یوه ګازلرونکې کره ده چې د ځمکې د کرې شاوخویې نیولي ده.
• څلور اصلي طبیعي پدیدې ده چې پر هوا باندې اغیزه کوي.  باد، وریځې ، اورښت ، تودوخه.

میترولوجست د ټولې جوي ښکارندي او پیښی اصلي بڼه ارزیابي، اندازه او راجستر کوي.

باد څه شی دی؟

بادونه د ټیټ فشار د مرکزونو د تو پیر له امله را منځته کیږي. د هوا تودیدوله امله د ټیټ فشار د مرکزونو هوا پورته خواته ځي، د لوړ فشار مرکز هوا چې سړه وي، د هغې ځای نیسي، په پایله کې هوا بیځایه سیمه ییز، منطقوي او قاره یي او یا هم د ټولې ځمکې پر سر مخ بادونه را لګیږي.
هغه بادونه چي د ځمکی پر مخ را لګیژي او سرعتی لږ ده هغه د مالیم باد په نوم یادیږي. هغه بادونه چټکوالی یي په یوه ساعت کې د ۵۳۰-۵۴۰ کیلومترو تر منځ دي سترم ، توپان ویل کیږي.

آیا تاسو پوهیږي چې ګرمه هوا پورته ځي؟

بادونه د ټیټ فشار د مرکزونو د تو پیر له امله را منځته کیږي.
هغه بادونه چي په ساحل کي په سیمه ییز بنه رامنځته کیږي، اصلي علت یي د ټیټ او لوړ فشار د مرکزونو توپیر دي چي په ساحل کې د اوړي په وخت رامنځته کیږي.

ورېځ څه شی دی؟

وریځې په هوا کې د اوبو د بړاسونو د سره نژدي کیدلو له امله جوړیږي چي د لمر د وړانګو او بړاس کیدو عملیې له امله د سمندرونو، سمندرګیو، والړو اوبو، هواته پورته کیږي. له بلي خوا د هوا د سړیدو له کبله چې د اوبو د بړاس ذرات سړیږي او د تکاثف د عمل په پایله کې د هایذرسکوبی هستې پر شاوخوا راټولیږي، نوبه په پایله کې یې ډول ډول وریځې جوړیږي.

د وریځو ډولونه:

وریځي د خپلي بڼې او لوړوالي له مخې رقم رقم ډولونه لري. باد ډول ډول وریځې جوړوی.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب