واده کول عمر زیاتوي

نوې څېړنې ښيي، چې په ځوانۍ کې واده کول د اوږد عمر سبب کیږي او انسان د ناروغیو څخه ژغوري.
دا خبره په امریکا کې په یوې نوې تازه ترسره شوې څېړنه کې شوې ده.
د امریکا د( نارت کیرو لانتا ) پوهنتون لخوا په یوه تازه ترسره شوې څېړنه کې څرګنده شوې ، هغه کسان چې واده يې نه وي کړی یا يې نه کوي هغوی تر واده شوو کسانو ژر مري او د ډول ډول نارغیو په اسانه ښکار کیږي.
څېړنه کاږي په ځوانۍ کې واده کول تر بل هر وخت ډېره ګټه لري او هغه کسان چې تر ۴۰ کلنې ورسته واده کوي هغوی هم د ورته ستونزې سره مخ کیږي یانې تر واده شوو کسانو يې عمر لنډ وي.
د څېړنې له مخې د مجردانو یا ناواده شوو کسانو په پرتله که چېرته واده شوي کسان د ځينو نشه يي توکو روږدي هم وي تر ناواده شوو يې د عمر د اوږدیدو چانس ۲ فیصده زیات وي.
د څېړنیزې ډلې مشر ډاکتر (ایلینا سیګلر) وايي واده یا د ژوند ملګرې درلودل د انسان په روح ژور او مثبت اغېز لري او انسان په ځان باوري کوي.
په وینا يې د ملګرې له لاسه ورکول یا واده نه درلودل انسان ته روانې او نورې ګڼې ستونزې او نارغۍ پیدا کوي، چې له امله يې ډېر ژر د مرګ ښکار کیږي.
هغه وايي د دوی څېړنيزې ډلې د څو کلونو په اوږدو کې په ځوانۍ کې د مرګ ګواښونو او د واده ترمنځ په اړیکه یوه اوږده څېړنه ترسره کړې ده او یادې پایلې ته رسیدلي دي.
د څېړنې له مخې په یوازیتوب کې ژوند تېرول له انسانه د نورمال ژوند لاره او طریکه خرابوي او د بدو عدتونو ښکار کيږي چې همدا لاملونو بیا د ګڼو نارغیو لامل ګرځي.
خو واده شوي کسان بیا د نا واده شویو په پرتله په خپل ورځيني ژوند کې ډېر محطاط وي او د زندګې طرز او تګلاره يې منظمه وي.
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب