هېموګلوبين څه شی دي؟

 

لکه څنګه چې د هېموګلوبين ماليکول د وينې د سرو حجراتو په نامه هم يادېږي د تنفسي سيسټم د غړو څخه نسجونو ته د اوکسيجن او د نسجونو څخه د کاربن دای اکسايد او يو هايډروجن اټوم  د لیږد دنده لري او په همدې وخت کې وينې ته د سره رنګ وربښونکی هم همدا هېموګلوبين دي.

هېموګلوبين د وينې په سرو کوروياتو کې موجود وي خو د توليد اصلي ځاي يي د هډوکو مغز او ځګر دی، د هېموګلوبین ترټولو مهمه دنده دا ده چې د اوکسيجن د سږو سره راتلو سره سم د هېموګلوبين سره تړل کېږي او د وينې ددوران د سيستم په مټ د بدن ټولو حجرو ته رسول کېږي.

د نورمال انسان په وينه کې د هېموګلوبين نورماله سويه ۱۲-۱۶ g/dl ده، دوينې د توليد لپاره تر ټولو مهم عنصر اوسپنه ده د نورمال انسان په بدن کې د ۳-۵g اوسپنه شتون لري.

د هېموګلوبین د کمي صورت کې د بدن غړو او حجراتو ته په پوره ډول اوکسيجن نه رسېږي نو دلته په بدن کې د کم خونی د علامو ليدل پيل کېږي، د انسان بدن بې حاله، ستړی، د سر ګرځېدل، د پاملرنې او درک کموالی، د وېښتو تويېدل، په اساني مريض کېدل او د مريضيو په وړاندې د مقاومت کمېدل ليدل کېږي.

د خپل بدن د هېموګلوبين د سويې د پوهېدلو لپاره تاسې د خپلې وينې ټېسټ (ازموينې) کولو ته اړتيا لرۍ که چېرته مو د وينې د هېموګلوبين سويه تر ۱۲g/dl کمه وه نو لازمه ده چې د اوسپنې او ويټامينونو تقويه و کړي.

لاندې خواړه او مېوې کولي شي ستاسې د کم خوني مشکل سره مرسته وکړي:

۱- غوښه

۲- دچرګ سينه

۳- غني حبوبات

۴- لوبيا

۵- پالک

۶- نخود

۷- روميان او د روميانو روب

۸- د ماهي غوښه او داسې نور

ژباړن : منيب الرحمٰن رحماني

Atomic Habits
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب