هیڅکله له نورو خلکو دغه پنځه تمې مه کوئ!

۱. کله چې نور خلک ستا له نظریو، خبرو او اعمالو سره موافق نه وي، نو په غوسه کیږه مه، ځکه چې همدا غوسه هم بې مانا ده او هم له خطره ډکه ده. نو هیڅکله له خلکو د دې تمه مه کوه چې باید له تاسره په هره خبره، نظریه، او عمل کې موافق واوسي.

۲. له نورو خلکو د دې تمه مه کوه چې باید تا له هرې لویدنې بیرته پورته کړي. ځکه هر څوک خپلې ستونزې لري او دا چې یو څوک نه شي کولای ستا له اوږو بار کم کړي، په دې مانا نه ده چې ستا پروا نه ساتي. ښايي چې هغه به له تا هم زیاتې او سترې ستونزې لري.

۳. دا چې ستا ملګري او یا هم نور خلک تا نه شي درک کولای، په دې مانا نه ده چې ګوندې تا نه به کوم څه کم شي. نو له نورو خلکو د دې تمه مه کوه چې باید تل تا درک کړي.

۴. ښايي چې له ځینو خلکو سره به ته ښه چلند او خواخوږي کوې، خو په مقابل کې به هغوی په خپل چلند او خواخوږي کې درته پاتې راځي. نو له نورو د دې تمه مه کوه چې باید هغسې چلند درسره وکړي، کوم ډول چې ته یې ورسره کوې.

۵. له ملګرو دې تل دا تمه مه کوه چې باید تل سره یوځای و اوسئ. ځکه ځینې وخت شرایط دومره سختیږي، چې هرڅوک یې په عین شکل نه شي کابو کولی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب