همېشنی ملګری

کله چې په يوه سخته ستونزه کې راښکېل وم نو مور راته ويل: زويه! الله ج دې وژغوره
کله چې زما پلار په حق رسېدلى و نو ټولو خواخوږو مې ويل: الله ج دې د زړه صبر درکړي.
کله چې زما د تنګسيا په اړه يو چا زما وروڼو ته وويل، نو هغوى ځواب ورکړ: د بنده په ورکړه څوک نه مړېږي اللهج دې يې ورته ورکړي.
کله چې ما وطن پرېښوده او مسافرۍ ته روان وم نو مېرمن مې راپسې اوبه وشيندلې او و يې ويل: اللهج دې له مخې رڼا کړه.
کله چې بندي وم نو کوم خپلوان به مې چې کومه ورځ سر راښکاره کړ، د بېرته تلو پر وخت به يې وويل: اللهج دې پخير راخلاص کړه.
کله چې د ملګرو له محفل ځنې په تياره ماښام راوتلم ټولو راته په يوه خوله وويل: الله ج دې مل شه.
کله چې ناروغ وم او د سختې تبې او درد له امله مې داسې انګېرله، چې نور مې سر چوي او ژوند مې پاى ته رسېږي، نو ډاکتر راته نسخه وليکله، په سر يې راته لاس راکاږه او ويې ويل: الله ج دې جوړ کړه.
کله چې يو ګواښ راته مخامخ و، ټولو يارانو او دوستانو به مې ويل: د الله پام دې درباندې وي.
نو؛
اى الله ج! دا چې ټولو، ټول عمر تا ته سپارلى يم او له تا پرته راسره هېڅوک هر وخت او هر ځاى اړيکه پاللى نه شي، نو څرګنده ده، چې له تا پرته بل ښه او همېشنى ملګرى او دوست نه شته. زه ستا په دوستۍ او ملګرتيا وياړم او هيله کوم، چې ته مې د خپلې دوستۍ او ملګرتيا وړ وبولې.

لیکنه: شهزاده شيرين زوی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب