هغه څه چې تعصب نه شمېرل کېږي
خو د تعصب د منع کولو معنی هېڅکله دا نه ده چې څوک باید د خپل هېواد، خپلې کورنۍ، خپل ملت او قوم سره مینه او محبت ونه لري، دا محبت یو فطري کار دی، ددې محبت غوښتنه دا ده چې انسان د هغه د ترقي، پرمختګ، په هغه کې د خیر د خپرولو هڅه وکړي، بلکې دا د یو مسلمان لومړی مسؤولیت هم دی له همدې امله رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ته چې کوم حکم په دې آیت کې ورکړل شوی وو، چې {وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ} [الشعراء: 214] چې خپل نږدې خپلوان ووېروه، همدا حکم ټولو مسلمانانو ته هم دی، ځکه د خیر خواهۍ لومړی حق داران همدغه نږدې خلک دي.
له همدې امله کله چې واثله بن الاسقع له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه پوښتنه وکړه چې (أَمن الْمعْصِيَة أَن يحب الرجل قومه؟) ایا دا ګناه ده چې یو انسان خپل قوم سره محبت او مینه ولري، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته داسې روښانه ځواب ورکړ چې د تعصب او درستې مینې فرق یې په بشپړه توګه څرګند کړ ویې فرمایل: (لَا وَلَكِن من الْمعْصِيَة أَن يعين الرجل قومه على الظُّلم) نه دا خوګناه نه ده، مګر دا ګناه ده چې یو انسان د خپل قوم سره د ظلم په کار کې ودریږي، نو د خپل قوم، ملت، قبېلې، خپلو خپلوانو، خپل هېواد سره مینه درلودل دا یو فطري کار دی، شریعت دې ته مسلمانان هڅولي دي، مګر په دې شرط چې ددې په نتیجه کې انسان په ظلم کې واقع نه شي، ددې له امله د نورو خلکو حقوق ضائع نه شي، ددې له امله په نورو خلکو ځان برتر ونه ګڼي، د دې له امله نور خلک د نفرت او کر کې مستحق ونه ګڼي، که دا کارونه یې وکړل نو دا ډول مینه بیا په تعصب بدلیږي، او ناجایز او حرامه ګرځي.
همدا راز د یو قوم هغه ملي عنعنات چې هغه مثبت او د اسلام سره برابر وي لکه شهامت، د حق سره درېدل، حیا او شرم، سخاوت او کرم، ښه ګاونډیتوب، د مظلوم سره مرسته، د ښو اخلاقو ساتنه، د داسې مثبتو عنعناتو ساتل هم په هغه منفی تعصب کې نه داخلیږي، مګر خپل هر دود او دستور چې هغه د حق سره موافق وي او که مخالف، د هغه نه دفاع او د هغه ساتنه په نادرست تعصب کې شامل دي.
ددې ترڅنګ د خپلو خپلوان د نکاح لپاره د کفاءت (سیال) لټول هم په منفي تعصب کې شامل نه دی ځکه د دوو کورنیو ترمنځ په اجتماعي لحاظ نږدې والی، د عادتونو نږدې والی ددې لامل ګرځي چې د نکاح تړون دوامداره او دائمي پاتې شي، نو بناء دا د نورو په سپکاوي او د نورو څخه په نفرت او کر کې ولاړ نه دی.
لنډه دا چې داسې دریځ چې د هغه په نتیجه کې ظلم، تېری، په ناحقه د نورو سره درېدل، د حق دارانو حقوق ضایع کېدل، بې له کوم موجه دلیل څخه د خلکو سره نفرت او کرکه، د اسلامی اخوت او ورورلۍ آداب نه مراعت کول مرتب شي دا هغه تعصب او نا درست دریځ دی او مسلمان باید ترې ځان وساتي، او داسې مینه او محبت، او هم داسې نفرت او کرکه چې هغه په حقه وي هغه جایز او درست کار دی او تعصب نه شمېرل کېږي .
د الله تعالی نه دعا ده چې موږ د تعصب له دې ناروغۍ څخه، چې په ټولنه کې د فساد، ظلم، وژنو، جنګونو او وینو تویولو، او ډول ډول ستونزو او مشکلاتو لامل ګرځي وساتي، تر څو د اسلام تر سیوري لاندې آرام، ډاډمن او هوسا ژوند ولرو. انه علی ذلک قدیر وبالاجابة جدیر.