هغه وخت د یوه شي په قدر پوهېږئ چې هغه له لاسه ورکړئ!
په ریښتیا سره چې یو څوک تر هغه وخته پورې د یوه شی په قدر نه پوهېږی، چې تر څو هغه یې له لاسه نوی ورکړی. د مور او پلار په قدر هغه څوک ښه پوهېږی، چې مور او پلار یې لدې فاني دنیا څخه پخواه سترګې پټې کړي وی. اوس چې هر څومره لاسونه ټکوي، په درد نه خوري او ګټه نلري. هغه وروڼه او خویندې چې تر اوسه پورې دوی د مور او پلار له ښکلي نعمته محروم ندي، باید د الله(ج) شکرانه اداء کړي، او شپه او ورځ د خپلې مور او پلار په خدمت کې تېر کړي. کوښښ وکړي چې د دوی د لیدلو زیارت وکړي، او د امکان په صورت کې کوښښ وکړي، چې د دوی خدمت پخپل لاس وکړي. له دوی سره وخت تېر کړي، او کوښښ وکړي چې د دوی زړونو ته لاره پیدا کړي، او د دوی زړونه لاسته راوړي. اولادونه باید د خپل پلار او مور له ارمانونو څخه ځان خبر کړي، او له دوی څخه پوښتنه وکړي، چې دوی په ژوند کې څه ارمان لري، او بیا کوښښ وکړی چې د دوی ارمان د امکان په صورت کې د دوی په ژوند کې عملي کړي. هغه وروڼه او خویندې چې له خپلو میندو او پلرونو څخه لرې ژوند کوي، هغه باید د امکان په صورت کې د خپل پلار او مور د لیدلو د پاره لږ تر لږه په کال کې یو وار وطن ته ولاړ شي، او هلته دوی له خپلو ملګرو سره په بنډارو خپل وخت تېر نکړي، او کوښښ وکړي چې زیات وخت له خپلو میندو او پلرونو سره تېر کړي. پلرونه او میندې د خپلو اولادو په لیدلو سره ډېر خوښحاله کېږي.
یوه نقطه باید په ډېره واضح توګه ذکر شي چه باید مونږه او تاسې داسې ونکړو چه حلال او حرام سره غونډ کړو او هغه بیا د خپل پلار او مور د خدمت د پاره پکار واچوو. نه، نه، داسې باالکل ونشي، په دغه ترتیب د خپل پلار او مور خدمت کول په حقیقت کې د دوی مقام ته لویه بې احترامي او سپکاوۍ دی. په هېڅ صورت کې حرامې پیسې د خپل پلار او مور په خدمت کې استعمال نشي. دغه نقطه خو باید ټولو ته د لمر په شان واضح وی چې باید مونږه او تاسې خپله روزي او پیسې د حلالې لارې لاسته راوړو. حرام نه پخپله وخورو، نه یې په خپلو اولادونو او دوستانو وخورو. له حرامو څخه خو باالکل ځانونه پاک وساتو. ښه مور او ښه پلار به هېڅکله د اولاد په حرامو پیسو خوښحاله نشي، او که خدای ناخواسته، د چا په پلار او مور حرام او حلال فرق نکوي، نو بیا په دغه پلار او مور کې څه کار شته. د یادولو وړ ده چې د پلار او مور خدمت باید د اسلام په چوکات کې د ننه اداء شی، په هېڅ صورت کې د الله(ج) احکام تر پښو لاندې نشي. اولادونه باید په یاد ولري، چې د هغوی مور او پلار په هېڅ صورت کې په دغه نه خوښحاله کېږي، او نه باید خوښحاله شي چې په هغوی حرام وخوړل شي.
ځنې وروڼه او خویندې له بانکونو څخه په سود قرضه اخلي او بیا په هغه خپل پلار او مور حج او یا عمرې ته لېږي، چې دا نو باالکل داسې غلط کار دی چې هر هوښیار سړی باید ورته حیران شي. ځنې خو بیا دومره خپل ځانونه هوښیار او چالاکه بولي، چې وایي زه حلالې روپۍ له حرامو څخه جدا ساتم، او دغه پاکې روپۍ بیا د خپل پلار او مور د حج او نور خدمت د پاره پکاروم. دغه شانته فکرونه ټول شیطاني فکرونه دي، او له دغه ډول غلطو او شیطاني فکرونو څخه باید خپل ځانونه لرې وساتو. ځنې وروڼه او خویندې به مو لیدلي وی چې وایي فلاني سړی ماته بازي راکړه او له هغه سړي څخه ډېر خفه هم معلومېږي، او له هغو سړي څخه ګیله هم لري، لیکن دغه سړی له خپله ځانه نه خفه وي، او نه له خپله ځانه ګیله کوي، چه هر وخت دغه سړی خپل ځان ته بازی ورکوي، او د ډېر خفګان خبره خو داده چې دغه محترم هر وخت خپل ځان ته بازي ورکوي او پرې پوه هم نه وي.
راځی په آخر کې ټول د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله(ج) بښونکي او مهربان دربارته پورته کړو، او د خپل پلار او مور او د ټولو مسلمانانو د پاره د زړه له کومي د مغفرت دعا وکړو. همدارنګه، یو ځل بیا د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کړو، چه الله(ج) د په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه شانته صلحه راولي چې الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین.
تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان. والسلام. عبدالله وردک.