نړیوال متلونه او د کاڼې کرښې

1. زه سپوږمۍ ته اشاره کوم او احمق مي ګوتې ته ګوري (چینايي متل)
2. نننۍ هګۍ تر سبانۍ چرګې ښه ده (پولنډی متل)
3. د یوه خره یوه کته وي (منګولیايي متل)
4. پردۍ تېروتنه تل تر خپلې هغې ډېره ځلیږي (روسی متل)
5. مېلمه لومړی سره زر وي، بیا سپین زر شي او بیا اوسپنه ترې جوړه شي (روسي متل)
6. که رمه اتفاق وکړي، زمری به په لوږه ویده شي (کینايي متل)
7. راتلونکي ته خوشبین اوسه خو چمتووالی د سختۍ لپاره کوه (جاپانی متل)
8. مړو پیشانو ته موږکان هم نصحیت کوي (المانی متل)
9. تشویق نیمايي مرسته ده (ایټالوی متل)
10. څوک چي په جېب کې پیسې نه لري، ژبه یې باید د وریښمو وي (مالیزيایي متل)
11. ودانه خیمه تر کنډواله ماڼۍ غوره ده (جاپانی متل)
12. که چا له شا په لغته ووهلې نو پوه شه چې ته مخکې یې (فرانسوی متل)
13. له څاڅکو څاڅکو ویالې جوړیږي (جاپانی متل)
14. مینه او عطر نه پټیږي (چینايي متل)
15. یو رښتین بې عقل، تر سلو دروغژنو هوښیارانو غوره دی (چینايي متل)
16. خر د سرو زرو په کتې نه آس کیږي (جرمنی متل)
17. د لویې ونې سیوری تر مېوې زیات وي (ایټالوی متل)
18. د تیار پلاو ونه نشته (جاپانی متل)
19. انسانیت اسانه دي خو سړیتوب سخت دی (روسي متل)
20. که سړی موړ شي د ډوډۍ په خوند نه پوهیږي (سکاټلنډی متل)
21. مفلس له بازاره په منډه تیریږي (انګریزی متل)
22. تر اوو کالو پلټنو وروسته په یوې خبري باور کوه (جاپانی متل)
23. ژړا اړتیا ده خو چاره نه ده (چینايي متل)
24. د شپیلۍ اواز ځکه اوچت وي چي منځ یې تش دی (ترکی متل)
25. د شتمن ټوکه تل خندوونکې وي (ایټالوی متل)
26. د زړې ونې مېوه خوږه وي (نایجیریايي متل)
27. د ځنځیر قوت په کمزورې کړۍ کې وي (کاناډايي متل)
28. بې ملګرو سړی د بې ګوتو لاس په څېر وي (انګریزی متل)
29. څوک چي د مچیو ځاله ورانوي، منډه یې باید ښه زده وي (سینګالی متل)
30. مینه ډار نه پېژني (جرمنی متل)
31. مینه خرو ته ګډا ورښيئ (فرانسوی متل)
32. د دنګو ماڼیو ډېری لوړ منزلونه تش وي (جرمنی متل)
33. پر غلي خره دوه تنه سپریږي (ارمینیايي متل)
34. که لیوه قاضي وي نو د رمې دې خدای مل شي (ډنمارکی متل)
35. ډېر خلک بل ته ګواښیږي خو خپله له ډاره لړزیږي (ایټالوی متل)
36. قرض په خبرو نه خلاصیږي (انګریزی متل)
37. د چا څټ چي له خشاکو جوړ وي همیشه له اور څخه ډاریږي (فرانسوی متل)
38. څوک چي د پیشي د ګټلو لپاره محکمې ته ځي، غوا بایلي (چینايي متل)
39. ځینې خلک د بار په وچتولو کي ځکه مرسته کوي چې د بار اندازه معلومه کړي (افریقايي متل)
40. مړ زمری د خره هم نه خوښیږي (جرمنی متل)
41. څوک چې ړانده ته مېلمستیا کوي، دوه کسان به ورځې (هندی متل)
42. کوم چرګ چي اذان نه کوي هرومرو به یې مرۍ کې ستونزه وي (هسپانوی متل)
43. که کپس د سرو زرو هم شي مرغه نه شي مړولی (ایټالوی متل)
44. د قاضي په مخ کي ژړا د اوښکو له ضایع کولو پرته بله ګټه نه لري (ایټالوی متل)
45. په څاه کي ناوړې مه تو کوه یو وخت به دې اړتیا پیښه شي (روسی متل)
46. که ته تنها ځغلې نو څوک به درنه مخکې شي؟ (اثیوبیايي متل)
47. که د موسکا چل دې نه وي زده، دوکانداري مه کوه (چینايي متل)
48. خپل مزدور ته هیڅکله راز مه وایه (جاپانی متل)
49. که سوله غواړې نو جګړې ته ځان تیار کړه (لاتیني متل)
50. جګړه له لیرې ښایسته ښکاري (هسپانوی متل)
51. حقیقت چا ته په بربنډ شکل مه ورښیه، لومړی کمیس ورواغونده (هسپانوی متل)
52. پر ړانده یې اوږده لکړه نه لوریږي (مغربی متل)
53. ښځه له واده مخکې ژاړي او سړی له واده وروسته (اوکرایني متل)
54. ماهي مه راکوه د ښکار چل یې راوښیه (چینايي متل)
55. څوک چې پر مځکه ناست وي له رالوېدلو نه ډاریږي (چیکسلواکي متل)
56. که پيشي دې وتړله زمری ترې جوړیږي (هالنډی متل)
57. د نوکر له خولې د بادار صفتونه مه منه (روسی متل)
58. کله کله قیمتي شی ډېر نه ځلیږي (انګریزی متل)
59. له ماڼۍ سره نږدې کوډله مه جوړوه (هسپانوی متل)
60. زما ملګری هغه دی چې په ژرنده کې مې غنم اوړه کوي (هسپانوی متل)
61. څومره چي خبري لږ کوې هومره دي خلک خبرو ته ښه غوږ نیسي (جرمنی متل)
62. بندي خولې ته مچ نه ننوځي (چینايي متل)
63. درواغ پښې نه لري (چینايي متل)
64. حقیقت لکه سهار هرو مرو راخیژي (یوناني متل)
65. اصیل هیڅکله درواغ نه وايي (فرانسوی متل)
66. څوک چې پردۍ ډېوه وژني د هغه په څېر به دې هم په تیاره کې ژوند کوي (پولنډی متل)
67. څوک چې له احمق سره بحث کوي ځواب به یې هم اوري (جرمنی متل)
68. له ما پرته هیچا ته معلومات نه کیږي چې بوټان مې پښې ژوبلوي (انګریزی متل)
69. بې زخمونو قهرمان نشته (پرتګالی متل)
70. روغتیا د هګۍ په څېر ده، که ویې نه ساتې ماتیږي (مغربی متل)
71. څوک چې بې ضرورته شیان اخلي له خپله ځانه غلا کوي (سوېډنی متل)
72. ښایسته ګلان اغزي لري (هالنډی متل).

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب