نری رنځ (توبرکلوز)

د روغتیا نړیواله موسسه وايي، نری رنځ له ایچ آی وي ایډز سره یو ځای په نړۍ کې تر ټولو زیاتې وژونکې ناروغۍ دي.

د ملګرو ملتو دې روغتیايي ادارې ویلي، سره له دې چې له تېرو ۲۵ کلونو راهیسي د نري رنځ د مخنیوي او وقایې لپاره ډېرې هلې ځلې شوي، په نري رنځ تېر کال په نړۍ کې یو نیم ملیون انسانان مړه شوي دي.

دې ادارې د نري رنځ د درملو په وړاندې د دې ناروغۍ د ویروسو د مقاومت زیاتېدا د اندېښنې وړ وبلله او د نویو درملو او هغو کسانو ته چې درملنې ته اړتیا لري، د ښو روغتیايې خدماتو د رسولو پر ضرورت ټینګار کړی دی.
د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور پر اساس تېر کال په نړۍ کې ۹ ملیونه او ۶ لکه تنه په نري رنځ اخته شوي او په سلو کې د ۱۲ یې (ایچ آی وي) مثبت و.
په نړۍ کې په نري رنځ نیمايي اخته کسان په چین، هند، اندونیزیا، نایجریا او پاکستان کې اوسي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب