مېتابولیزم څپرکي لنډیز
مېتابولېزم له يو لړ منظمو کېمياوي تعاملونو او د انرژۍ له توليد څخه عبارت دی چې د ژونديو موجوداتو د پاي+ت لامل کېږي او په دوو بڼو سرته رسېږي:
۱-انابولېزم: په بدن )حجره( کې له ټولو کيمياوي بدلونونو څخه عبارت دی چې د عضوي توکو د ترکيب لامل ګرځي.
۲-کټابولېزم: په بدن )حجره( کې د هغه کيمياوي بدلونونو څخه عبارت دی چې پېچلي عضوي توکي په ساده توکو تجزيه کوي.
د حجرو د جوړښت زياته برخه اوبو جوړه کړې ده. د اوبو د ځانګړتياوو څخه يوه ځانګړتيا د ژونديو موجوداتو د بدن د تودوخې د ناڅاپي بدلونونو مخنيوی دی.
د انسان بدن د ژوندي پاتې کېدو لپاره منرالونو )معدني مالګو( ته اړتيا لري.
عناصر د بدن د اړتيا له مخې کولی شو په دوو ډلو وويشو: ډېر مصرفه عناصر او کم مصرفه عناصر.
اوبو د ژونديو اجسامو د بدن د جوړښت زياته برخه جوړه کړې ده. همدارنګه د نباتاتو لپاره د ډېرو ارزښتناکه غيرعضوي خوړو په ډله کې راځي.
اوبه په نباتي مېتابولېزم کې د هايدروجن او اکسېجن يوه ارزښتناکه سرچينه ده.
سره له دې چې منرالونه په لږه اندازه لازم دي، خو د ژوندۍ مادې مهم جزء دی.
صافی