میوې د هغو رنګ او خاصیتونه.

 ړومبنی څیز چې د میوې د رانیولو پر وخت ستاسو توجو جذبوي هغه د میوې رنګ او ظاهره جلوه دی.
ایا پوهیږئ چې، د میوو مختلفه رنګونه همداسې په خواصو کې توپیر لري؟

تر هرڅه د مخه باید ووایم چې، همدا د هر څیز یا شې رنګ دی چې په اول قدم کې تاسو د هغه شې پلو یا جذب کړي او یا مو ورڅخه لیرې کوي.
په حقیقت کې، سوله، ارامي، رحتې، خوند، لذت، دوستي او …. او هر څه د رنګونو پورې تړاو لري. رنګونو زمونږ او تاسو چاپیریال او حتې مونږ او زمونږ ذهن یې هم تسخیر کړی دی، او د مونږ په جسم، ځان او روح تاثیرات لري.

شین/ زرغون رنګ

زرغون رنګ د ارامش رنګ دی، په لیدو یې انسان د خوشحالی او ارامش احساس کوي. په زړه پورې دا دی چې همدا ښکلی رنګ څنګه چې ستاسو توجو ځان ته اړوي همداسې ډير درمانې خواص هم لري چې ستاسو جسم ته ګټور دي.
دغه زرغون رنګ د هغه کسانو لپاره چې اعصاب یې ارم نه وي، ډیر ارام ورکوي. هغه سبزیجات او میوې چې زرغون رنګ لري، د زړه ناروغیو، د عصبې رشتو، د هاضمې سیستم، ادرار نا راحتې او تنفسې ستونزو ته ډیر ګټورې دي.
همداسې سوځیدلو ډيرو ژورو زخمونو ته هم ډير ګټور دي. ناروغ پالان هر وخت دغه د زرغون رنګ لرونکو میوو او سبزیانو توصیه هغه ناروغانو ته کوي چې د زړه او اعصابو په ناروغیو مبتلا وي.
شنه انګور د اعصابو د ناروغی لپار توصیه کیږي.
کاهو د زړه درزا او د ټوخې د ستونزو سره مرسته کوي.

سور رنګې میوې او سبزیانې:

اشتها زیاتوي لکه ګیلاس، سترابیري، انار، سره انګوران او همداسې نور.

نارنجې رنګه میوې او سبزیانې:

د هغو میندو چې ماشوم ته شیدو ورکوي، د شیدو په زیاتوالې کې ډیره مرسته کوي
لکه نارنج، مالتې او همداسې نور.

د ژیړ رنګ لرونکې میوي

هم معمولآ اشتها اورې دي، او ضمن کې د هضمې سیستم سره ډیره مرسته کوي.
لکه زرد الو، ګازرې او همداسې نور.

ژباړه او راټولونکی عزیزالله هوتک

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب