میرویس نيکه څوک وو؟
داسي اټکل کېږي چي میرویس خان په ۱۰۸۴هـق / ۱۶۷۳ م کال کې زېږیدلی دی.
پلار یی سالم خان نومیده چي د هوتکو د قـوم يـو منلی مشر و. مور يې نازو انا د سلطان ملخي د غرو (غلجو) د خپلواک مشر لور وه.
هغې په پښتونولي د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه او تل به يې په اوداسه شيدې ورکولې.
کله چی میرویس نیکه پیدا کیده، نو نازو انا خوب ولید: “بېت نیکه ورته راغی او ورته ویې ویل زما لورې! دا زوی ښه وروزه ، کله چې دا لوی شي ستر کارونه به وکړي او حج ته به لاړ شي.
زما لورې! دده په روزنه کې غفلت ونکړې، دده له نسله به نېک شاهان پیدا شي چې دین به روښانه کړي، دده په پالنه
کې زیار باسه او پاملرنه کوه ، د ده په اوږو د لويو کارونو انجام پروت دی.
میرویس خان په زلميتوب کي د وخت زیاتره مروجه علوم لوستي و.
پښتو ، فارسي او عربي ژبې يې د اديبانو په درجه زده وې. “لـه زده کړو وروسته په سوداګري بوخت شو. له خراسانه به يي مالونه هندوستان او د هغه خایه به يې هيواد
ته راوړل ، ګټه به يې هم کوله او د نورو خلکو د حاله به هم خبرېده.
میرویس نیکه ځواني ته له رسیدلو و روسته د جعفرخان سدوزي (کامران خان سدوزي) لور خانزادۍ ځان ته وغوښته او واده يې کړه.
کله چي صفوي شاه حسین په ۱۱۰۶ هق /۱۶۹۴ ز کال په ایران کې پاچا سو، نو گورگین گرجی او د گرجستان اوسیدونکي يې په داسي حال کې چې نوي مسلمان سوي وو، کندهارته د خپل حکومت د استازي په توګه را ولېږه .
ګورکین ډېر ظالم او بې رحمـه انسان و و، پرافغانانو يې ظلمونه پیل کړل څوک نه وو چي د دې بی گناه خلکو ناره واوري. د خلكو غږ تر هيڅ ځایه نه رسیده او ډېر افغاني مشران د گورگین له خوا و وژل سول. د خلکو د امید سترگې يوازې او یوازې میرویس خان ته چې دهوتکومشرو؛ وې. همغه وو چې د هغه څخه يې غوښتنه و کړه.
میرویس خان هم د خلکو او هیواد خدمت تر هر څه ښه وباله،سوداګري يې پرېښوده او د هیواد خدمت ته یې ملا وتړله. لومړی يـې د خلكو تر منخ ملي یو والی مینځ ته راووست او بيا يې گورگین ته ځان نژدې کړ، خو گرگین به ده يې اعتباره شو، دی يې په ۱۷۰۷ز کال اصفهان ته ولپږه او شاه حسین ته یې په پټه حال و لېږه، ترخوی ی هلته نظر بند کړي. شاه حسین صفوي میرویس خان هلته نظربند کړ ،خو میرویس نیکه په خپل خدای ورکړی استعداد ، د اصفهان په دربار کې نفوذ وکړ، د میرویس خان پوهي او قوي منطق نه يوازي ډېر ژر دی له بنده خلاص کړ، بلکي په ډپردرناوي يې حج ته د تلو اجازه هم ورکره. تر حج وروسته بېرته د اصفهان دربارته راغی او د هغه خايه يې ګورګین ته د مشوره ورکو ونکي او کلاتنتر په توګه د مقررۍ رسمي فرمان واخیست او کندهار ته راغی.٬ کورگین پدی کار وار خطا سو او د میرویس خان څخه يې و غوښتل چي خپله لور د گورگین زوی ته په نکاح کړي.
میرویس خان دا خبره د قوم مشرانو ته وړاندي کړه مشرانو پرېکړه و کړه چي يوه بله ښځه به د میرویس خان د لور په نامه ورکړي، میرویس خان دا مشوره ومنله خو خبره دې ته و نه رسیده،ځيني مؤرخين و ايې چې دا کار وشو. ۱
۱- ظفر کاکاخيل ليکي: ګورګین میرویس خان ته پیغام وليږه او د ځان لپاره يې ورڅخه لور وغوښته،میرویس خان خپلې يوې وينزې ته ښكلې جامي ورو اغوستي او سينگار يې وروکړ او ګورګین ته د خپلي لور په نامه ور کره.
(پښتانه د تاریخ په رنا کی ۱۴۷-۱۴۸ مخونه)
د اولسي پاڅون لپاره يې يوه جرګه جوړه کړه او پرېکړه یې وکړه، چې لومړی دې د بلوڅو ، ترينو او ګاکړو خانان دې ته
وهڅول سي، چي صفوي حکومت ته د مـاليې ورکولو څخه ډډه وکړي، هغوی همداسي وکړل.
گورکین خپل شپږزره کسيز لښکر ژوب او بلوچستان ته ولېږه، پخپله هم ورپسې رهي سو او د میرویس خان څخه يې هم وغوښتل چې هلته ورسي. میرویس خان هم د اوو زرو پښتنو عسکرو سره هلته ځان ور ورساوه. د شپې يې پر گورگین حمله وکړه، هغه او د هغه ټول کنډک يې له منځه يوړ. پخپله يې د گورګین کالي واغوستل او د هغه د وژل سوو پوځيانو کالې یې په خپلو پو ځیانو واغوستل .
د کندهار ښار ساتوونکو چې کله خپل عسکر په راتلـو ولپدل ، د کندهار ښار دروازې يي ورته خلاصي کړې، میرویس خان په کندهار ښار ننوت او د ایراني پوځ په وژلو يي لاس پوري کړ، ښار يي ونيو او ملي جرکه یې راوبلله، ملي جرګې دی په ۱۱۱۹ هـ ق (۱۷۰۹ز)”کې دپاچا په توګه وټاکه.
میرویس نیکه له پاچا کېدلو وروسته:
د کندهار ښار ديوالونه ترميم كړل، په ښارکې يي غله او وسله را جمع کړه، د کندهار ښار خلک يي سره راټول کړل او ورته يې وويل: که چېري په تاسو کې داسي خلکوي چي دازادي په دې لوی نعمت چي موږ په ډپره اسانې سره ترلاسه کړی، خوښ نه وي. هغوی دې خان څرګند کړي او له همدې جركې څخه دي ووزي، هیخوک به په هغوی غرض نه کوي، داسي خلک بې شکه د دې ازاد رياست دپولې نه بهر ديوه نوي ظالم پادشاه تکل کولاى شي”.
د ایران صفوي دربار چي کله دمیرویس نیکه له پاخون او دګرگین له وژلسو خبر شو، په ۷۱۰ زکال يې محمد خان
د هرات حاکم ته امر وکړ ترڅو په کندهار حمله وکړي خو هغه
ماته وخوړه. بيا يې د خسرو خان چي د گرگین وراره و ، پسه
مشری د برش زره کسیز خواک د کندهار په لوري ولیږداوو.
خسرو خان له دپرش زره کسیز لښکر سره تر هرات راتیر
شو او فراه ته راغی ، میرویس خان له کندهار څخه ورو وت،
خپله دابداليانو خواته ورغي او د داود شاه په مشري ي ي يو
لښکر دخسرو خان مخ ته ودراو و، خسرو خان په داود شاه
حمله و کره، داودشاه دهلمند ترسیند و اونښست او ځان ي ي په
کندهار کي محاصره کړ،خسرو خان هم پسي راغی او
کندهارپي تر محاصره لاندي و نیو ۔
میرویس خان چي کله د هرات لسه محاصرې خبرشو،
د کلات ،مستونک ،چمن او بوري خواته ولانړ ، د هغه ځای له
مم
)و(
خلکو او بلوچانو يو مرسته وغوښته ، بلوچانو د مرستې
وعده ورسره وکړه او د خسرو خان په لښکرو يې سور آوریل
الم
میرویس خان چي کله خسرو د ماتې په حال کې ولید، له
شپاړس زره کسيز لښکر سره د کندهار له ښاره راووت ، په
خسروی ي حمله وکړه ، خسرو پر ۱۲۹اکتوبر ۱۷۱۱ز
)د ۱۲۳ ۱هق کال دروژې ۲۸ مـه(۳کال ماتې و خوړه ، دی
ووژل سو او لښکر يې د هرات په لوري وتښتېد.
میرویس خان خسرو ته له ماتي ورکولو و روسته بیرته
کندهار ته راوګرځېد، د کندهار چارې ي ي برابري کړې، له
ابداليانو سره يې دروغي جوړي تګلاره تعقيب کړه، بلوچیان
يې وستایل، د هند له ګورګانې دربار سره د نژدې اړیکو
لپاره يي د هغه هيواد سرحد تجارت راکړه ، ورکړه پیل کړه
صفوي دربار د خسرو له مـتې دوه کاله و روسته يو بل
لښکر د رستم خان په مشري د کندهار په لوري وليږداوو، خو
ميرويس خان نيکه دې لښكر ته په ۱۲۶ ۱ ه ق کال کې ماتي
ورکړه .۱۴
بمی
سعم
افغان غازي د هیواد له ازادولـو او د کنـدهار د چارو له
سمون وروسته په ۲۸ د ذوالحجه حرام ۱۲۷ ۱ هـ )۱۷۱۵ز(
کال له دې فاني نړۍ څخه سترکې پتې کړې، دتلپاتې دنيا
په لوري يي روح والوت او کندهار ښبار ته نژدی د کوکران په سيمه کې خښ کرای شو نال لهو انا اليه راجعون.
مشهوره وينايې ده: تاسو که سره یو نه شئ، د پرديو جعله خپلو اوږو لری کولای نشئ.
:تم
– دافغانستان لنه تاریخ، ۳۹۰ مغ اتوک، عبدالحی حبيبي لیکنه او عبد الرؤف
بینواژباړه ،۱۳۵۹ هل کال دکابل چاپ.
. په خزانه ۱۷۸ صفحه ،محمد هوتک بن داود دوهم چاپ ۳۹ ۱۳هش، دپوهني
وزارت ، د دار التألیف ریاست.
. هماغه ماخذ.
– دافغان ملي تاريیخ ۷۵۳ مخ لومړی توک،قدرت ال له حداد فرهاد، دساپي
دپښتو څېړنو او پراختیا مرکز ، ۱۳۸۳ هل لیندی چاپ.
– دافغانستان لند تاریخ ص ۳6۰.
پښتانه دتاریخ په رڼا کې ۱۴۳ مخ سید بهادر شاه ظفرکا کاخيل، یونیورستي
بک ایجنسي پور پیتونخوا ۰۹ ۲۰ ز کال چاپ .
– پورتنی ماخذ ، ۱۴۷ مخ.
– افغان ملي تاریخ ۷۵۶ مخ ۱ټوک، قدرت ال له حداد فرهاد.
– کن دهار مجله، ۱۳۷۷ هل کال لومړی گنه، په اتلسمه پیری کې ستر اروبجن
غورخنگ لیکوال م، ۱، ع.
– افغانستان در مسیر تاریخ ۳۰ ۳ مخ اترک، ميرغلام محمد غبار، مرکزنشر
انقلاب با همکاری جمهوری، ۹ ۱۳۶ ه چاپ.
پښستانه دتاريخ په رڼا کي ۵۰٪ مخ ، سید ظفرکا کاخېل.
– دانغانستان لند تاريخ، ۳٦۸ مخ.
پورتنۍ حواله.
– دافانستان لند تاريخ، ۳۶۹ مخ.
– افغان ملي تاریخ دت تمة البیان فی تاریخ الافان ،سید جمال الدين افغاني په حواله.