موږ مسلمانان…!!

زمونږ په اړه د شام له ټاټوبي او دهغه له چمنونونه وپوښتئ،دهغه د زرخيزو او شنو باغونو او ځمكو څخه معلومات لاس ته راوړئ ، د اندلس او دهغه له ګل بڼونو او چمنونو ، د مصر او دهغه د درو ،جزيرۀ عرب او دهغې له پراخيو ، نړئ او نړيوالو څخه معلومه كړئ ، افريقا او له ميدانو يي، د عجمو له شنې خاورې ، د قفقاز له لوړو څوكو ، د ګنګا له څنډو ، د لوار له ساحلونو، د ډنيوب له سردرو نه وپوښتئ او د ځمكې له هر برخې ، د شنه اسمان لاندې له هر يو ساكښ څخه معلومه كړئ ، دوئ ټولو ته زمونږ د سرتيريو ، ښه ځوانيو ، سرښندنو ، د علم او فن د ستاينې وړ او د وياړلو كارنامو په اړه پته ده ــــــ مونږ مسلمانان يو

مونږ مسلمانان !
دشرافت او كامرانۍ كومې باغچې زمونږ په وينو نه دي خړوب شوي ؟ د زړورتيا او اتلولۍ كومې كوڅې زمونږ شهيدانو نه دي ښكلې كړي؟ ايا نړئ كله او چيرته هم زمونږ نه زيات د پراخه زړه لرونكي ، نرم مزاجه، زغم لرونكي  ، مينه ناك ، شفقت لرونكي او زړه سواند، له مونږ نه ډير لوړ ، او په لويه كچه پرمختللي ، علم دوست او باخبره قوم ليدلې دې؟
مونږه وو چې د هدايت ، لارښونې او رڼاګانو ډيوه او د روښنائ مينار مو ودراوه .كله چې انساني چم د ناپوهئ او نالوستئ په تورتم او بې سروسامانه تيارو كې تيندكونه وهل ، نو همدا مونږ وو چې ځمكه والو ته مو غږ وكړ چې : دلته راوګورئ ! لاره داده.
هاغه مهال چې نورو قومونو د تيري او سرغړونې توغونه پورته كړي وو دا مونږ وو چې  عدل او انصاف مو پلي كړى وو.
هو مونږ وو چې د علم او پوهې پوهنځايونه مو هاغه مهال اباد وو كله چې نورو خلكو دغه توكي ( علم او پوهه) له خپلو ښارونو ويستلي وو.مونږ وو چې د ټولنيزې برابرئ او مساوات اعلان مو وكړ په داسې حال كې چې نورانسانان خپلو بادشاهانو ته سرپه سجده شوي وو او له خپلو بادارانو نه يي خدايان جوړكړي وو.
مونږ وو چې د ايمان په تودوخه مو په زړونو كې ژوند وچلاوه ، د علم په رڼا مو عقلونه روښانه كړل او انساني عالم ته مو د ازادئ ، خپلواكئ ، پرمختګ او سوكالئ لار وښوده.

مونږ مسلمانان!
كوفه ، بصره، قاهره، او بغداد مونږ جوړ كړي ، د شام ، عراق ، مصر او اندلس تهذيب همدا مونږه رامنځ ته كړې هاغه مونږ يو چاچې بئت الحكمۀ ، مدرسة نظاميه ، دقرطبې پوهنتون او د ازهر جامعه جوړه كړې. همدا مونږ يو چې مسجد اموي ، ګنبد صخرا، سرمن رائ ( سامره) ، زهرا،الحمرا، مسجد سلطان احمد اوتاج محل مو جوړ كړي دي.
مونږ د نړئ اوسيدونكي د علم او پوهنې سره اشنا كړل ــــــــــ  مونږ عالمان وو او خلك طالب علمان!

 مونږ مسلمانان!
ابوبكر ، عمر، نورالدين ، صلاح الدين او اورنګزيب زمونږ د قوم وګړي وو.خالد ، طارق ، قتيبه ، ابن قاسم او  ملك ظاهر زمونږه دي.
بخاري ، طبري ، ابن تيميه ، ابن قيم ، ابن حزم  او ابن خلدون زمونږ له ډلې نه وو.غزالي ، ابن رشد، رازي او ابن سينا زمونږ پوهان وو. د خليل ، جاخظ او ابو حيان تړاو زمونږ سره دې، ابو تمام ، متنبي او معرى زمونږ د امت نوماند شاعران وو. معبد ، اسحاق او ارياب هم زمونږ سره تړلي دي.
زمونږ هر مشر او خليفه د لوړو انساني  كردارونو نمونې وې . هر سرلښكر مو دالله د تورو نه يوه بربنډه توره وه. هر عالم د انسانيت لپاره په وجود كې د عقل ځائ لرلو. همدا مونږ كې په لكونو برتر او لوي انسانان وو.

مونږ مسلمانان!
زمونږ څواك زمونږ ايمان وو، زمونږ عزت زمونږ دين وو ، او زمونږ ريښتونې سهارا  زمونږ پالونكې و، زمونږ قانون زمونږ قران و، زمونږ لارښود زمونږ نبي عربي  و،زمونږ مشر زمونږ چوپړ كونكې و.زمونږ كمزورې حق لرونكې پياوړې و او زمونږ زورور د كمزوري مرسته كونكې  و،مونږ ټول د الله لار كې سره يو شې  او ددين په سترګو كې برابر وو.

مونږ مسلمانان!
ايا زمونږ په امت كې د نمونئ انسانانو انځورونه  ونه پړكيدل؟ او ايا د تاريخ سترګو او د نړئ كتنو زمونږ د ټولنې پرته  كومه بله ټولنه هم داسې ليدلې ده  چې دسپيڅلو اخلاقو ، ريښتينولئ او سرښندنې نمونې او بيلګې يي وړاندې كړي وي؟
ايا د صدر اسلام نه پرته  كله  او چيرته هم د ژوندانه حقيقت ، د سمون پالو هيلې او د فلسفيانو خوبونه  ريښتينې شوي دي؟
زخمي مسلمان خپلو اخري سلګيو كې داوبو يو ګوټ غواړي ، په لاس كې يي داوبو پياله وركول كيږي دبل زحمي زږيروې اوري ، هغه ته په ځان لومړيتوب وركوي او پياله هغه ته وړاندې كوي او خپله په تږي ځان د مرګ سره غاړه كيږي .
هغه هم يو ورځ وه كله چې مسلمانې ميرمن ته د ميړه ، ورور او پلار د شهادت خبر را غې نو دهغه ژبه ګويانه شوه چې: رسول الله ( ص) څنګه دې ؟ او كله چې ورته وويل شو هغه (ص) روغ دې نو وايي چې بيا خو له دې وروسته ټول غمونه ټكور شو.
هغه ورځ هم د يادولو ده كله چې يوه زړه ښځه په حضرت عمر ( رض) په حكومتي حيثيت انتقاد كوي په داسې حال كې چې حضرت عمر په هغه وخت كې  داوسني مهال د يوولسو لويو لويو هيوادونو مشر وو.
هغه ورځ هم د يادولو ده كله چي زمونږ هر ساه لرونكي د خپل ورور لپاره هغه څه خوښول چْې د ځان لپاره يي خوښول  او خپل ورور ته يي په ځان لومړيتوب وركاوه كه څه هم د هغه سره به كم ارزښته شيان وو.زمونږ جسم او روح په مادي او معنوي بڼو كې پاك او سپيڅلي وو.مونږ كه څه كول يا مو پريښودل ، كه كيناستو كه ودريدو ، كه تلو راتلو په هر حالت كې مو الله او د هغه حكم په سترګو سترګو كې وو.مونږ د خپل ځان څخه خواهشات داسې لرې كړي وو چې زمونږ هر كار د قران سره سم وو.مونږ د انسانيت غورچاڼ وو. مونږ هغه ټولو هيلو او ارزوګانو ته د حقيقت جامې واغوستې چې فلسفيانو ، پوهانو او سمون پالو خوب او سراب كڼلې وې.
مونږ مسلمانان!
زمونږ د ستاينې او وياړنو لپاره په سلګونو  شاهنامې او  الياذه  نظم شوې خو بيا هم زمونږ د كارنامو لپاره كمې وې او داځكه چې زمونږ كارنامې نه شميرل كيږي او نه حسابيږي .زمونږ سوبې او فتوحات څوك شميرلې شي !  دعلم او ادب ، فن او ثقافت په لار كې زمونږ په خدمتونو ځوك احاطه كولائ شي .ايا څوك زمونږ پوهان ،  صف شلونكې سرلښكر ، څوانان  او نابغه شخصيتونه شميرلې شي.
ددې كار همت يواځې هغه خلك كولائ شي چاچې داسمان ستوري شميرلي وي ، او چاچې د بطحا د ميدان تيږي حساب كړي وي .( د سيرت په حواشيو باندې) زرګونه كتابونه وليكئ ، د تاريخ په پاڼو د ليكنو انبارونه جوړكړئ او د هر عظيم شخصيت په اړه په سلګونو كتابونه او قصيدې وليكئ ، بيا به هم سيرت او تاريخ داسې تږى پاتې شي لكه څرنګه چې محفوظ معدن او كان پاتې وي.

مونږ مسلمانان!
مونږ دهغه ولسونو په څير نه يو چې يواځې ژبې سره يو ځائ كړي وي . مونږ هغه ملت هم نه يو چې دچا تر منځ  چې يواځې د ويني اړيكي وي په هر ملت كې ښه او بد خلك وي خو مونږ داسې يو مرستدوندويه خيريه ټولنه يو چې  د هر ملت او هر ولس نيك ، مهذب ، سپيڅلي او پرهيزګار خلك په كې راغونډدي. كه د ويني اړيكه وشليږي نو د تقوىٰ اړيكې مونږ يو ځائ ساتي ، كه ژبې بيلې بيلې وي نو ګروهه او عقيده مونږ يوځائ ساتي .زمونږ د هستوګنځايونو ترمنځ واټنونه كعبه شريفه كموي او مونږ نږدې كوي. هره ورځ كعبې ته مخ كول او هركال په عرفات ودريدل ددې خبرې روښانه نښه ده چې اسلام يو متحده ملت دي چې مركز يي عربي  حجاز ، لارښود يي نبي عربي او قانون يي عربي قرآن دى .

مونږ مسلمانان !
زمونږ دين په بشپړ ډول سره  فضيلت ، نيكي او په خلاص ډول سره حق او انصاف دى . نه كومه پرده ده ،نه كوم خنډ ،نه كوم راز او نه كوم پټ شې . دا د منارې په څير لوړ او روښانه دى.ايا په دې كې دا معنا او حقيقت نه پيدا كيږي ؟ ايا په نړئ كې كوم بل داسې مذهب يا ډله شته چې د هغوئ اصول د ورځې لس ۱۰ ځلې نشر او خپاره شي لكه څرنګه چې زمونږ د مسلمانانو مذهبي اصول تكراريږي ،او مؤذن په لوړ غږ سره وايي چې :
اشهدان لا اله الا الله و اشهد ان محمد رسول الله
زه ګواهي وركوم چې له الله پرته بل د بندګئ وړ څوك نشته او محمد (ص) د الله راليږل شوې پيغمبر دى.
مونږ مسلمانان!
مونږ نه خو كمزوري يو او نه هم غمځپلي ځكه چې الله زمونږ سره دى ، مونږ هره ورځ دغه سپيڅلې او بركتناك غږ او پياوړې ترانه ۳۰ ځلې اورو چې : الله اكبر
اتلولي او اوللعزمي زمونږ فطرت دى ، سرښندنه او قرباني زمونږ په وينو كې ځي راځي .د زماني اوښتل رااوښتل هغه كمزورى كولائ نه شي او د شپو او ورځو بدلون هغه زمونږ د زړونو نه لرې كولائ نه شي.
زمونږ جزيره جزيره عرب ده چيرته چې د طاغوت پل كيښودل شي نو سوځي ليكن اوسيدونكي يي د هغي د ګرموالي او تيزوالي نه هم  د جنت په څير خوند اخلي .
د شام ټاټوبى او د هغه باغونه زمونږ دي كوم چې مونږ په خپلو وينو پاللي دي .د هغه لوړ او پلن غرونه زمونږ دي او زمونږ د خوښئ وړ دي . عراق زمونږ دى ، رميثه زمونږ ه ابادي ده ،د فرات  د سيند درې په مونږ باندې ابادې دي.
په فلسطين كې جبل النار دى چې د هغه سره هم زمونږ اړيكي دي،مصر چې دعلم ، پوهې اوفنونو زانګو او د اسلام كلا ده هم زمونږ دى. ټول مغرب ( شمالي افريقا ) زمونږ ده .الريف د سرتيرو او ځوانانو ځاي هم زمونږ سره تړلى دى
د منارو او ګنبدونو ښار  قسطنطنيه (استنبول) هم زمونږ دى. فارس ، افغانستان ، هندوستان او جاوا( اندونيزيا) هم په مونږ اباد دي .د ځمكې هره هغه برخه زمونږ ده چې هلته د قران پاك تلاوت كيږي او د منارو نه يي اذانونه پورته كيږي .
راتلونكى سبا زمونږ دى ــــــــــــــــــــ!!
راتلونكى زمونږ دی، خو كه چيرته مونږ خپل دين ته بيرته راوګرځو.!!!

ليکوال: استاد علې طنطاوي (رح)
ژباړه: ډاکټر سيد خالد راشد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب