موږ او مسلماني!
اسلام د امن دین دی، خو موږ د نا امنۍ سره ګرېوان وشکاوه!
اسلام د محبت دین دی، خو موږ د نفرت په دایره کي هلاکت ته رسیدلي یو!
اسلام د سکون دین دی، خو موږ بیا د ذهني سرګردانیو د لاسه ټول په روحي ناروغیو اخته یو!
اسلام د عدالت دین دی، خو موږ بیا یو بل ته د بې باوري له اسیته د خپل ژوند حال لا نه وایو او په بې عدالتۍ مو باور دې حد ته رسیدلی، چي د معاملې پر وخت اصل شي ته دکم اصل او کم اصل شي ته د اصل په سترګه ګورو او عدي دوکاندار ته لا واسطې کوو!
اسلام د رښتینولۍ دین دی، خو په موږ کښي د درواغو کچه دومره لوړه شوې، چي تر دروغجن رښتیا ویونکی ستړی وي، چي خپل رښتیا ثابت کړي!
اسلام د ورولۍ دین دی، خو موږ له دښمنۍ څخه بغیر بل کار نه لرو!
اسلام د عاجزۍ دین دی، خو موږ د تکبر خیالو په طبقو ویشلي یو!
اسلام د اسوده ګلوۍ (هوسايي) دین دی، خو موږ د سرګردانه مخلوقاتو بهترینه نمونه یو!
دې او دې ته په کتو سره داسي ډېر صفات شته، چي لرو یې نه، خو افتخار یې را په برخه دی
موږ مسلمانان یو، خو علمان نه یو، اسلام منو، خو زده کوو یې نه، موږ ښه ټینګ مسلمانان یو، خو په اسلام ځان نه پوه کوو، چي څنګه او څه کول په کار دي.
تېر کال دا شپې زموږ د یوه همسایه په کور کي تر نیمو شپو ځکه د ساز الې غږیدې، چي زوی یې په دارالحفاظ کي قران شریف حفظ کړی و او دا یې د ختم مراسم ول!
دې ته ورته دوه کاله وړاندي یو کلي ته تللی وم چي په مسجد کي یو ځوان د لمر ختو طرفته نیت تړلی او لمونځ کړي، کله چي مي پوښتنه ځیني وکړه چي څنګه دي د لمر ختو طرفته مخ ګرځولی، جواب یې دا و، چي د سهار لمونځ را ګرځوم!
دي ته په کتو سره نو داسي ډېر اعمال دي، چي د عقیدې په زور یې د اسلام په نامه په منحرفه لاره ټېل وهو!!!