مونږ او افغانستان
په افغانستان کې د ځوانانو د یو نړیوال کنفرانس خبره روانه وه، د غونډې ویاند، چې کله کنفرانس ته د نورو هیوادونو د وګړو د بللو یادونه وکړه، په کوټه کې د ناستو ډیرو ګډون کوونکو پام ناببره د ویاند لور ته واوښت او ورسره جوخت څو لاسونه پورته شول. اندیښنه دا وه، چې جګړه ځپلي افغانستان ته، چې اوس هم د جګړې، وژنې، ناامنۍ، تښتونې او ورانۍ لپاره مشهور دی، څنګه د نورو هیوادونو وګړي زړه ښه کړي.
د خپل هیواد په اړه مې دا ډول خبرې په هیواد کې دننه او بهر له هیوادوالو او بهرنیانو اوریدلي، خو داسې نظرونو مې اراده کمزورې کړې نده. پداسې حال کې، چې د وطن واقعیتونه منم او ځینې یې راته د اندیښنې وړ دي، تل مې هڅه دا وي، چې د هیواد په اړه د نورو نظر بدل کړم. زما هیواد ډیرې داسې ښیګڼې هم لري، چې په یادولو ارزي. د دې پر ځای، چې د افغانانو په اړه په رسنیو کې خپره شوې ویره لا ډیره کړو، د وطنوالو په اړه ښه تصور وړاندې کولی شو. پدې برخه کې زما تجربه دا ده، چې هر چا ته مې د وطن د ښیګڼو ویلي د خلکو په اړه یې نظر بدل شوی.
هغه نسل، چې په جګړو کې یې ځواني خاورې شوه، د داسې څرګندونو پوره حق لري، ځکه د ژوند د رنګینیو په ځای یې یواځې د بمونو او مرمیو لمبې او لوخړې لیدلي. زما او ستا دنده بله ده، زه او ته د راتلونکي په اړه د امیدونو شمع بلولی شو. زه او ته د نن په سختیو کې د سبا اساني لټولی شو. زما او ستا مسئولیت دی، چې نړیوالو ته د افغانستان نوې څیره وړاندې کړو، د پوهې، مسلکي والي، پرمختګ او ارامۍ څیره. دا بدلون له مونږ کار غواړي، منظم او دوامداره کار؛ داسې کار، چې موخه یې یواځې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د وطن او وطنوالو وده وي؛ داسې هڅې بیا هیڅ ډول ستړیا او ناامیدي نه مني؛ همدا د ریښتیني مسلمان ځوان ځانګړنه ده.
دې کې هم شک نشته، چې زمونږ هڅې به بار راوړي؛ وطن به د ارامۍ کور شي؛ سوله به مو میلمنه شي؛ ځوانان به مو د پوهې او تخصص سرلاري شي؛ د وطن شاړې به ورغیږي؛ دشتې به زرغونې شي؛ خپلواکي او ازادي به مو تګلاره شي؛ او ….
د داسې شاهکار پیل د فکر له بدلونه کیږي. مونږ که دا فکر پریښود، چې “هیواد نه جوړیږي“ د پرمختګ په لور مو لومړی ګام ایښی. د فکر بدلون له زړه سرچینه اخلي؛ زړه کې مو که له وطن او وطنوالو سره مینه په شور راغله، د فکر بدلون ته به مو وهڅوي. د فکر بدلون به مو پښې او اوږې وتخنوي او خوځښت ته به مو وپاروي. بیا به لوی لوی ډګرونه ستاسو د کارنامو انتظار باسي او یواځې افغانستان نه، بلکې نړۍ به ستاسې د ښیګڼو پوروړي شي.