مه وېرېږه!

مصطفی امین په (۱۹۹۴/۶/۱۸م)نیټه د مصر په «اخبار الیوم»ورځپاڼه کې ولیکل: (لاتخف!)مه ویریږه! که څومره تکلیفونه او مصیبتونه درباندې انبار شي نو ته کولی شې چې د هغو په وړاندې په ایماني کلکوالي او ثبات سره برلاسی شې.

ای ناتوانه! داسې مه انګیره چې یو ځواکمن به پرتا برلاسی شي او تا به خاوري کړي او یا به یو زورور وکولی شي چې تا په پښو کې دل کړي، په دې باوري اوسه چې الله تعالی درسره دی هغه جل جلاله به ستا په خوا وي او ډېر زر به ستا مرسته وکړي، که څه هم چې ګرد خلک له تا لاس اخلي.

زما په ژبوند کې پر ما ډېرې بدې ورځې راغلې دي، چې تیاره یې له رڼا ډېره وه او شپه یې تر ورځو ډېره اوږده وه، ناکامي تر بریالیتوب ډېره زیاته وه، خو زه د دې سره سره ناهیلی نه وم.

کله به چې په ځمکه لویدم د بیا پورته کیدو هڅه مې کوله، او د ژوند په ډېرو بدو شرایطو کې پدې ډاډه وم چې لمر نوی راخیژي.

په الله تعالی ایمان زما د بریالیتوب یواځنی راز و، هغه مې د فقري هډ په څیر و، هغه مې هغه امسا وه چې پر هغه مې تکیه کوله او د ژوند پر غره ختلم، هغه غر چې اغزي او غنې تر ګلاب او ریحان ډیر و، خو ما چې کله ریحان وموندل تر اخري سلګۍ مې بویول او چې ازغیو سره به مخ شوم د ښمنانو ته مې دا فرصت نه ورکاوه چې زما له درده خوند واخلي بلکې په چوپتیا مې خپل درد اوړه کوه.

ژباړه: مولوي محمد امان رسولي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب