مه وایه چې …
مه وایه ؛ چې دروغ یې وویل،
ووایه ؛ چې رښتیا نـه پټیږي.
مه وایه ؛ چې خلګ بـه څـه وایي،
ووایه ؛ چې نیت مي پاک دی.
مه وایه ؛ چې هـیلـه لرم،
ووایه ؛ چې هـدف مي دی.
مه وایه ؛ چې تـه بیخي نـه پـوهیږې،
ووایه ؛ چې هر سړی د جـدا زاویې نـه غږیږي.
مه وایه ؛ چې ولي مي ټـولي دروازې پـر مخ بندي شوې،
ووایه ؛ چې شاید بـهر بـه توپان وي.
مه وایه ؛ چې مننه ښـه یـم،
ووایه ؛ چې الحمدلله ښـه یـم.