ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي، عربان يې د جحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني.

ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سره سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي .

د ملا نصرالدين پلار خواجه عبد الله نو مید چې هم يې ديني علو م زده ول اوهم یې خلکو ته ديني لوستونه ورکول او هم په هماغه ښار کې دجمعې دلمانځه خطيب او امام و٠ ملا نصر الدين په کو چنيوالي کې ليک لوست دخپل پلاره زده کړ. دی له هماغه کو چنيوالي نه يو ځيرک ،هو ښيار او حاضر جوابه ماشوم و.

ملا نصرالدين وروسته بيا د علومو دزده کړې لپاره د قونيې ښار ته لاړ او تر زده کړو وروسته دکار دموندلو په تلاش کې يې دقو نيې ښار پر ېښوداو (اق شهر) ته چې دتر کيې يو بل ښار ګوټی و ولاړ او هلته يې دديني زده کړو دښوونکي،مدرس او امام په توګه یې خپله دنده سر ته رسو له٠

دده د ټوکو ټکالو، لطيفو او کيسو نه جوتيږي چې نو موړی د میرمنې او اولادونو څښتن و٠ دده زياتره ټوکې ټکالې،لطيفې او کيسې په مجازي او حقيقي ډول يو له بل سره اوبدل شوي چې لوستونکي ورته اريان پاتې کيږي چې ملا نصرالدين څومره هوښيار او ځيرک انسان و٠

دملا نصرالدين د ټوکو ټکالو او لطيفو سره نه يوازې دتر کيې،ايران او افغا نستان خلک اشنايي لري، بلکې دده دټوکو ټکالو او لطيفو سره دتاجيکستان، ازبکستان، اذربايجان، پا کستان، هندوستان اوعربي هيوادونو خلک هم اشنا يي لري.

همداسبب دی چې دده ټو کې ټکالې او فکاهۍ په ترکي، البا نيايي،عربي، ارمني،اذري، بنګالي،بوسنيايي،بلغاريايي،کوردي،چينايي،روسي،هندي،ايټالوي،يوناني،پښتو، پاړسي، رومانيايي،سربيايي او اردو ژبو کې شته.

همداراز يو نسکو١٩٩٦-١٩٩٧ کال دملا نصرالدين دنړيوال کال په نامه سره اعلان کړی و٠ ترکانو په اق شهر کې دده په نامه يو پارک هم جوړ کړی دی.

ويل کيږي چې ملا نصر الدين په ١٢٧٥ او په بل روايت په ١٢٨٥عيسوي کال کې په اق شهر کې له دې نړۍ ستر ګې پټې کړي دي٠هرکال دملا نصرالدين مقبرې ته دنړۍ دګوټ ګوټ نه خلک ورځي او هم داق شهر خلک ورته ډېر درناوی کوي٠

داهم ګرانو لوستونکو ته دده یوه ټوکه.

خپلې لورته دملا نصرالدين نصيحت:

ملا نصرالدين خپله لور يوه کليوال سړي ته ورکړه اوکله چې دهغې دواده شپه راورسيدله دزوم کورنۍ او خپلوان راغلل او دملا نصرالدين لور يې پر يوه خره باندې سپره کړه او له ځانه سره يې بوتله٠

دزوم کورنۍ او خپلوانو لا ډېر واټن نه و وهلی چې ملا نصر الدين په ځغا سته په داسې حال کې چې ساه يې لنډه لنډه کېدله ځان هغوی ته ور ورساوه.

دزوم کورنۍ او خپلوان هک پک شول چې څه پېښه شوې ده چې ملا داسې ساه نيولی راغی نو يې ترې وپو ښتل چې خيريت خو به وي چې په دومره منډو دې ځان تردې ځايه راورساوه؟ ملا نصرالدين ورته ويل چې بايد خپلې لور ته مې يو نصيحت کړای وای خو له بده مر غه رانه هېر شوی و،نو اوس مې چې راپه ياد شو نو دلته مې رامنډې کړې.

نو دايې وخت دی چې زه بايد هغه نصيحت خپلې لور ته وکړم.

ملا خپلې لور ته ورنږدې شو او دخپلې لور په غوږ کې يې وويل: لور جانې! کله چې په ستنه کې تار اچوي نو له ياده دې ونه وځي چې دتار په اخر کې به غو ټه وراچوي، که دا کار دې ونکړ نو تار به دستنې نه ووزي او ته به سر ګردانه شي.

شمشاد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب