معاملات په رضأ، پرته له خوښۍ

(عَن تَرَاضٖ مِّنكُمۡۚ) هغه تجارت او معاملات چې په خوښه،رضأ ،انصاف او د سوداګرۍ دنېکو اصولو برابر وي عبادت دی که څه هم دزړه خوشحالي ورسره هم نه وي،خو هغه توافق چې تر شائې جبر او ظلم وي فاسد ناروا او ګناه دی.

لومړی:ځينې داسې معاملات مخې ته راشي چې په تر سره کولو ئې نه یواځي زړه خوشحاله نه وي بلکي خفګان ورسره وي، خو په تر سره کولو ئې رضایت وي، داسي معاملات په اقرار اوعمل تر سره کيږي، خو په هر حال که انصاف لمن پرې نه ښودل شي بیا هم ثواب او اجر پکې نغښتی وي د بیلګې په توګه یو تن پوروړی دی او یا دا چې ضرورت لري خپله زمکه، کور، موټر اویا هر وسایل چې لري، پلوري په دې خاطر چې خپل ضرورت پرې مرفوع کړي په پلورلو کې راضي وي ولې قلباً خوشحاله نه وي په دې ټولو صورتونو کې معامله تحقق پیدا کوي، ستونزه او مشکل نشته، دلته نه زور شته او نه جبر په دې صورت کې یواځي رضایت او د خولې اقرار شرط دی نه د زړه خوشحالي.

داسي معاملات په اقرار او رضایت د جانبینو تر سره کیږي، له پرېکړې او تصرف وروسته فیصله نافذيږي.
په داسې پرېکړو وروسته له نفاذه څوک اعتراض نه شي کولی(نه پلورنکی اونه پېرېدونکی )، تر هغه چې شرعي دلیل نه وي موجود شوی لکه د مال عیب چې پټ شوی وي او یا ورته نور دلایل.

دویم: هغه چې په ښکاره رضأ وي خو په حقیت کې جبر،ظلم او اکراه ،داسي معاملات شرعاً ناروا،ممنوع، باطل، فاسد او ګناه وي.
لکه یو مظلوم دخپل حق تر لاسه کولو، یا دځان خلاصون په خاطر په رشوت ورکولو مجبور کړی شي،پرته له رشوت ورکولوپه ناحقه توګه بندي کېدلو اونور زیانونو اوښتو له وېرې په ښکاره توافق وشي، خو په حقیقت کې معامله دجبراواکراه وي چې داسي معامله باطل، ظلم اوجابر ته په دنیا کې رسوايي او په اخرت کې عذاب وي.

دریم: په ښکاره د جانبینو تر منځ توافق اوهم معامله په خوشحالي تر سره شي خو دواړه لوري دلعنت او عذاب مستحق وي ځکه دوی حق پټوي، داسي معامله فاسد، باطل او حرام وي لکه په قضايي چارو کې دمال او جایداد غضب ته لار برابرول.
عنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عَمْرٍو بن عاص رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ الرَّاشِي وَالْمُرْتَشِي. (رَوَاهُ: أَبُو دَاوُدَ، وَالتِّرْمِذِيُّ وَصَحَّحَهُ).
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : لَعَن رسول الله (صلى الله عليه وسلم) الرَّاشِي والمُرْتَشِي في الحُكْم.(رواه: ترمذي ، احمد و…)
ژباړه: له حضرت أبي هريرة (رضي الله عنه) نه روایت دی چې فرمايي: حضرت رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په رشوت ورکوني او رشوت اخستونکي لعنت ویلي.
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : الرَّاشِي وَالْمُرْتَشِي فِي النَّارِ.( رواه:ابو داود، ترمذي و ابن ماجه و…)
ژباړه: حضرت عبدالله بن عمرو بن عاص(رضی الله عنهما) فرمايي: وفرمایل حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم): رشوت ورکونکی او رشوت اخستونی(دواړه) په اور کې دي.

رشوت باطل او ناروا آمر تحمیلول دي، ځکه داسي چاري دټولني بنیادونه ړنګوي او دقضا حیثیت له منځه وړي،په ورکونکي او اخستونکي لعنت ویل شوي.
د رشوت په ورکولواخستلو، مرسته او لار برابرولو کې که دا سي چاري په شخصي ملکیت او معاملاتو کې وي اویا په دولتي او بیت المال کي ټول حرام او نا روا دي، په ټولو اړخونو لعنت دی.

څلورم: رشوت دتحفي او هبې په شکل هم ناروا دی که څه هم چې د دواړو لورو ترمنځ رضأ او توافق وي.
حتی داسي هدیه ورکول او اخستل هم ناروا دی چې په قضايي او حقوقي پرېکړو په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه اغیز ولري.
وَعَنْ أَبِي أُمَامَةَ(رضی الله عنه) عَنِ النَّبِيِّ ﷺ قَالَ :مَنْ شَفَعَ لِأَخِيهِ شَفَاعَةً، فَأَهْدَى لَهُ هَدِيَّةً، فَقَبِلَهَا، فَقَدْ أَتَى بَابًا عَظِيمًا مِنْ أَبْوَابِ الرِّبَا.( رَوَاهُ أَحْمَدُ، وَأَبُو دَاوُدَ)
ژباړه: حضرت أَبِي أُمَامَةَ(رضی الله عنه)فرمايي: وفرمایل حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) : چا چې د خپل ورولپاره شفاعت وکړ، اوهدیه ئې ورکړه، منونکي ومنله، یقیناً راتګ دی سترې دروازي ته دربأ له دروازونه.

ربا له  خپل حقه زیات مال اخستو ته وايي .
علمأ  د دې مبارک کلام په شرحه کې فرمايي: نیک شفاعت ثواب، مستحب بلکي ځينې واجب بولي،په داسي شفاعت په هر نوم هر څه واخستل شي اجر او ثواب له منځه وړي، او هغه چې ناروا شفاعت وي دهغې په اړوند هر څه ورکول او اخستل رشوت دی.
قال الله تعالى: مَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُنْ لَهُ نَصِيبٌ مِنْهَا وَمَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُنْ لَهُ كِفْلٌ مِنْهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُقِيتًا.(النسأ:۸۵)
ژباړه:څوک چي دښایسته سپارښتني سپارښتنه وکړي، هغه ته به د دې ځانګړې برخه وي اوچاچي دناوړې سپارښتنې سپارښتنه وکړه، هغه ته به د دې ځانګړی دګناه پیټي وي او الله په هرڅه ښه څارونکی دی.
(مَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُنْ لَهُ نَصِيبٌ مِنْهَا: څوک چي دښایسته سپارښتني سپارښتنه وکړي، هغه ته به د دې ځانګړې برخه وي)
په داسي مندوب یا واجب عمل هدیه اخستل  دشفاعت شرعي حکم ارزښت، ثواب او اجر له منځه وړي لکه څنګه چې ربا حلال مال ارزښت حراموي.(عون المعبود: ۹/۳۳۱)
(وَمَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُنْ لَهُ كِفْلٌ مِنْهَا: اوچاچي دناوړې سپارښتنې سپارښتنه وکړه،هغه ته به د دې ځانګړی دګناه پیټي وي)
دا چي هر بنده د غدر، خیانت او ناروا طمعي په بنأ چاته تحفه ورکړه او منونکي قبوله کړه، چې دا په اصل کې رشوت دی د تحفې په نوم، درشوت حکم خو معلوم دی چې پورته ذکر شو.

پنځم:یو سوداګریا اداره خپل مال او یاله بازاره داسي مال ټول او په دې نیت ئې (احتکار) ګودام کړي چې ورسته په بازار کې د قلت په سبب خلک مجبور شي زیاته بیه ورکړي، پداسي صورت کې د پلورنکي او اخستونکي تر منځ یو ډول توافق راشي چې په حقیقت کې د اخستونکی مجبوریت وي نه رضایت.
احتکار په شریعت کې ناروا فعل دی او مرتکب ئې په دنیا او اخرت کې د سزا مستحق ګرځي.

لیکوال: احمد الله عاطفي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب