مسلمان ځوان، معاصرې ستونزې او دعوت

اسلامي دعوت له آره د انسان د لارښوونې او د دنیا او اخرت د کامیابۍ لپاره د وحی د دستوراتو مطابق د پیغمبرانو پواسطه د کار لړۍ ده. په همدې خاطر د دعوت د كارونو بريا ته پاملرنه له ډیرو لومړنيو او اړینو ټكو څخه ده.
كه چيرې یوه هر اړخیزه کتنه وكړو، نو د اسلامي دعوت او تربیت مسئولي د لاندې ځانګړتياوو درلودونكو انسانانو د روزنې لپاره موكه برابرول دي
•    د الله (ج) سره په ټولو په معاملاتو کې مؤحد او مخلص اوسي.
•    د مخلوقاتو سره په معامله کې عادل اوسي.
•    په فردي ژوند کې د قرآني اخلاقو درلودونکی وي.
•    د نړۍ او انسانانو لپاره مفيد او ګټور وي.
اوس نو اړينه ده چې ټولې اسلامي ډلې په خپلو تربيتې چارو كې په دغو څلور ګونو ځانګړتياوو باندې د محلينو او متعلمينو روزنې ته ډيره پاملرنه وكړي. چې له بده مرغه تر اوسه پدې ډګر كې د پام وړ كار ندى شوى.
پوه او مدبر مربيان هماغه دي چې په ډیره ځیرکتیا او جدیت سره د روزنې په لاره کې همدې هدف ته د رسیدلو لپاره نظري او عملي پلان جوړ كړي او د مصلحو، زړه سوانده او باخبره دعوتګرانو په څير اسلام تنها په څو ظاهري کارونو کې منحصر ونه بولي او په همدې ظاهري چارو اکتفأ ونه کړي؛ بلکه په پرلپسې توګه او د صادقانه هڅو له لارې خپلې برنامې د اسلام عملي ژباړې معرفي کړي.
هغه ځوانان چې ځانونه د ټولنې د راتلونکو کارپوهانو او د اسلامي امت وارثین ګڼي نو دوى بايد په ريښتيني توګه پورتني مواصفات په ځان كې وروزي. البته دې لوړ هدف ته لاسری يوازې د تعلیم او نصیحت له مخې شونی نه دی بلكه دا پوره هڅو او لوړ همت ته اړتيا لري.
هیره باید نه کړو چې انسان د نقص او كمزورۍ تر څنګ وړتياوې او کرامت هم لري او د همدې په خاطر د الله (ج) د خطاب په ترلاسه کولو او د کایناتو له توان نه د وتلي بار په اوچتولو کې د ملایکو نه وړاندې شوى.
د دغه وړتیاوو او امکاناتو څخه سترګې پټول او په تربیت کې د هغه څخه استفاده نه کول، نه د اسلامي انسانیت پیژندنې سره جوړیږي او نه د دعوت له لارې سره، بلکه د اسلامي جامعې په زړه کې د آفتونو د پیدایښت سبب ګرځي؛ همدا ده چې مونږ تکلیف قبلوونکو ته په حق غوښتونکو باندې ترجیح ورکوو او د خلكو د اخلاقو په باره کې د هغوی د حقونو په نسبت زیات حساسیت ښیو. انسان ته د ډاډ وړ او د دین د حرمت ساتونکي روزنیز مسایل زمونږ په ټولنه کې څه چې د دعوت او روزنې په ساحه کې هم په کمه اندازه پیداکيږي، نو زمونږ داعیان باید د دین مقاصد هم د هغه د احکامو سره په څنګ کې جدي ونیسي او هیره باید نکړي چې دین د انسان د بندګۍ نه د انسانانو د خلاصون، د الله (ج) بندګۍ ته د هغه د بلنې، د اسلامي عدالت د ټینګولو، د تیري او تعصب د منځه وړلو او د انسانانو د دید د ساحې د پراخوالي لپاره راغلی او دیني عقاید او احکام د شریعت د موخو په چوپړ کې دي.
اسلامي روزنه د یو پاک او سوچه محیط څخه پرته مطلوبه نتیجه نه ورکوي؛ او هیڅ بڼوال نه شي کولای په یوه كلكه ځمکه کې بوټي وروزي.

په همدې ترتیب د با نشاطه او تكړه ځوانانو په نشت كې كه څومره با تجربه او تکړه روزونکي هم ولرو، خو متاسفانه زموږ كاربه ښه پرمختګ نلري. په هره اندازه چې د اسلامي روزنې په لوړوالي او مهم والي باندې باور لرو په هماغه اندازه باید د دې کار لپاره په زمینه سازۍ کې هڅه وکړو چې همدا په حقيقت كې د سالمو ځوانانو راغونډول او روزل دي.
عصبي او روحي ناروغ، انتقام اخیستونکی،عصباني، عجله کوونکی، بي صبره، کینه کښ، ناهيلى،مذبذب او کم عقله انسان نه شي کولای د قراني فضایلو او نبوي سنتو درانه بار ته اوږه ورکړی.

د مسلمانانو د اوسني دردوونکي حالت د درك په څنګ کې باید د هغه په حل کې واقع بینه اوسي او د اصلاح د پاره د شرایطو په برابرولو كې بايد له پوره دقت نه كار واخلي او دا باید ووایي چې د کلونو کلونو داخلي كميو او د دښمنانو د چالاکیو جبران څه د منډې كار ندى او په هماغه اندازه وقت ته اړتیا لري چې زمونږ پكې ويده وو.

یو دینداره او با فهم زده کوونکی هغه ندی چې ځان په دردونو، ویرونو، کمیو او رنځونو کې پټ کړي او د زده کړې او په خپله رشته کې د مهارت د لاس ته راوړلو لپاره اړین نشاط او شوق له لاسه ورکړي، غذا ونه خوري، تفریح ونکړي، خوشالي په ځان او په نورو حرامه کړي، خپل ځان او ټولنه د یوه مؤمن د خدماتو او نیکیو څخه محرومه کړي او خپله دی هم د د‎ې په ځای چې د مشکل د حل یوه برخه وي، د مشکل یو جز وي؛ بلکه یو با فهمه او زړه سواند زده کړیال هغه څوک دی چې د ټولنې د پوهاوي ترڅنګ په خپله مؤمنانه وظیفه کې کار او په خپله رشته کې پایښت مسلمانانو ته د کار ښه وسیله بولي او د یوې ښې نمونې په حیث نور هم په ټولنه کې د خپل ټولنیز رول د ادا په لور رابولي تر څو ټول د نړۍ په اړه په فکر او محلي کار کړلو په واسطه د پس پاتې کاروان په وړاندې تګ او پراختیا کې برخه واخلو.

سرچينه: نوگرا
ژباړه: روح الله ساحل.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب