مسلمانو نجونو ته څو د زړه خبرې
خورکۍ:
- لمونځ پر خپل وخت ادا کوه، الله جل جلا له تل یاد ساته، توبه او استغفارمه هېروه، د قران عظیم الشان تلاوت کوه ځکه د قران تلاوت د زړه نور زیاتوی
او غمونه له منځه وړی - له نامحرمو خلکو سره ټيلیفوني اړیکې مه ساته ځکه داسې اړیکی ورو ورو د فساد او فتنې سبب کیږی
- غیبت کول، د یوه خبر و بل ته وړل، ناوړه خبرې، او بد رد ویل د دوزخ د اور سبب ګرځي
- د لنډو او نريو جامو اغوستل ناروا دي او د دوزخ د اور سبب کېږي
- د ښکلو او رنګینو جامو اغوستل دعلماوو له خوا منع شوي. دا ډول جامې د فتنی او فساد اصلي لامل ګڼل کیږی
- کورته د نامحرمه کس رواستل د کورنۍ د ویجاړۍ سبب ګرځي
- د ناروا سندرو د اوریدلو او بې ځایه خبرو له کولو څخه ځان ساته او ټول غړی دی له هغه څه نه چه الله تعالی حرام کړی دي وساته
ځکه همدا غړي به د قیامت په ورځ کې پر تا شاهدی وايي - د هغو مجلو له مطالعی ځان ساته چې د ټولنې د ارزښتونو پر ضد خپرونې کوي
- د بدو ملګرو له ملګرتیا ځخه ځان ساته ځکه په دې کې نه د دنیا او نه آخرت ګټه نغښتې اویواځی د انسان د ګناه د زیاتوالی سبب کیږي او بس
- په ناروا مراسمو اوجشنو کې ګډون مه کوه چې د الله تعالی د نافرمانۍ سبب ګرځي
- د نارینه ووپه شان د ځان ښودلو څخه ډډه کوه اوویښتان مه لنډوه
- څو چې دالله نافرمانی پکی نه وی د میړه اطاعت کوه
- کوښښ کوه چې د میړه په نشتوالی که د کورښه ساتنه وکړې
- په بازار او نورو ځایونو کې له ناشرعي اختلاطه ډډه کوه
- د خاوند او کورنی پټ رازونه مه افشاء کوه
- د لویوالي، فخر اوغرور څخه ځان ساته
- د میړه له اجازې پرته له کوره مه ووځه اوله زنا ځنی ځان ساته ځکه زنا د کبیره ګناهونو له ډلې څخه ده
- کوډګر اوفالبین ته له ورتلو ځان وساته
-
له کوره د باندې عطر وهل حرام دي. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایلي دي:
(د حديث مفهوم) هغه ښځه چې له کوره د باندې عطر وهي او بوی يی نامحرمو کسانو ته ورشي نو په حقیقت کی دغې ښځې زنا کړې - د الله ج په خلقت کی تغيیر مه راوله ځکه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پر هغو ښځو لعنت ویلی چی د ښایست په موخه
د غاښونو ترمنځ جلاوالی راولی او وروځی نرۍ کوي - داسی مواد مه کاروه چې د بدن پوست ته د اوبو له رسیدو څخه مخه نيسي لکه د نوکانو رنګول اونور
ګرانی ایماندارې خوری !
- لمونځ پر خپل وخت ادا کوه
- الله ج تل یاد ساته، توبه او استغفارمه هیروه
- دقران عظیم الشان تلاوت کوه ځکه د قران تلاوت د زړه نور زیاتوی او غمونه له منځه وړی
- د اسلامی کتابونو مطالعه د خپل ژوند عادت کړه
- په هرځای کی داسلامی جامو اغوستل خپل عادت کړه
- د سهاراو ماښام ذکر له یاده مه باسه
- رښتیا ویل او د حق منل خپل عادت کړه
- د اولاد روزنه دی د اسلامی تعليماتو سره سمه کوه چې په دنيا او آخرت کې دې په کار شي
- د میړه اطاعت اودهغه د پټو رازونو ساتنه دالله ج په وړاندې لوی اجر او ثواب لري
- د یتیمو کوچینیانو روزنه، د خپلوانو سره ښه سلوک او رویه خپل عادت کړه.
دا مضمون له www.sunni-news.com سايټ څخه ژباړل شوی دی.
اصلاح انلاین