مسلمانو شخصیتونو غوره ویناوې ۸
له شرک څخه وروسته لويه ګناه د مور او پلار نافرماني ده.
( لقمان حکيم رحمه الله )
له ګناوو څخه توبه کوونکي له ګناوو څخه پاک بلل کېږي.
( محمد صلی الله علیه وسلم )
قناعت سړى بې پروا کوي.
( حسن بصري رحمه الله )
ښه اخلاق، اسلامي دعوت او د مسلمانانو خدمت خپل عادت جوړ کړئ.
( ابو عبيده بن جراح رضى الله تعالى عنه )
نادارو سره کينئ؛ خو د بدعتيانو سره له ناستې پاستې څخه ځان وژغورئ.
( عبدالله ابن مبارک رحمه الله )
چوپتيا خپل شعار جوړ کړه، چې د ژبې له شر څخه خوندي شي.
( لقمان حکيم رحمه الله)
که څوک د ژوند سره مينه لري نو د خپل ملت د ژوند لاره کې دې. مړ شي.
( علامه سيد جمال الدين افغان رحمه الله )
ځانونه د لوى عمل ( جهاد) لپاره تيار کړئ او مرګ په ځان قبول کړئ ترڅو د عزت او پت ژوند مو په برخه شي.
( حسن البناء رحمه الله )
پوه شئ، چې جنت د تورو د سيوري لاندې دى.
( محمد صلی الله علیه وسلم )
استقلال او ازادۍ ته په تشو ويناووڅوک نه شي رسيدلى.
( علامه سيد جمال الدين رحمه الله )
مطالعه د غم او پرېشانۍ غوره ملګرې ده.
( عمر رضى الله تعالى عنه)
د آخرت کار نن وکړه او د دنيا کار سبا ته پرېږده.
( مجدد الف ثاني رحمه الله )
حاسد ته هېڅ وخت راحت نه حاصلېږي.
( احنف بن قيس رضى الله تعالى عنه)
هر مهال له الله( څخه ويره کوئ.
( تهانوي رحمه الله )
د ايمان او يقين دا مانا نه ده، چې د دين د مشرانو او د روحانيونو عبادت وشي.
( علامه سيد جمال الدين رحمه الله )
دنيا ته راتلل په نوبت دي خو بېرته تګ بې نوبته دى.
( قلم الدين رحمه الله )
که تاسو له چاسره محبت نه شئ کولى نو له هغه څخه نفرت هم مه کوئ.
( لقمان حکيم رحمه الله )
د نيت د خاوند له منځه وړل د هغه نيت له منځه وړاى نه شي.
( علامه سيد جمال الدين رحمه الله )
که د خوښۍ او خوشحالۍ غوښتونکې ياست؛ نو تل په کار بوخت اوسئ او له آرام کولو ځان وژغورئ.
( امام غزالي رحمه الله )
لږې ويناوې کول پوهه او حکمت دى.
( عمر رضى الله تعالى عنه)
ډېر وخت انسان ته ستونزې له خپلو خبرو څخه پښېږي.
( ابوبکر صديق رضى الله تعالى عنه)
نرمه وينا غوسه سړه وي او تېزه وينا غوسه زياتوي.
( سليمان عليه السلام)
څوک، چې څومره خبرې کمي کوي هومره به له ملامتۍ څخه ژغورلى وي.
( علي رضى الله تعالى عنه)