مسلمانانو! اخر به څه کیږي؟
یادونه: دا لیکنه (د مسلمان امت ماضي، حال او راتلونکی) تر عنوان لاندې لیکنې وروستۍ برخه ده، جې نورې لیکنې يې د اړوندو لیکنو په برخه کې کتلی شئ.
د مسلمانانو ویش په څلورو ډلو
د امریکا ځینې څیړنیزې ادارې چې د هغوي کار د حالاتو او د سیمې ژوره مطالعه ده او د امریکا د بهرنیو چارو وزات او نور وزارتونه د هغوي په مشورو ډیر ټینګ عمل کوي، په خپل اخرني راپور کې مسلمانان په څلورو ډلو ویشلي دي.
لومړی، هغه مسلمانان چې اسلام خپل د ژوند نظام، سیاسي او اقتصادي چارو لپاره یو سیستم ګڼي او دې نه پرته ورته ژوند کول بې معنی ښکاري، هغوي وایې چې همدوې زمونږ لومړۍ درجه دښمنان دي، مونږ باید دوې زر تر زره ختم کړو او ویې ځپو په هرې طریقې چې امکان ولري. ځکه چې هغوي د خپل نظام په وړاندې د نورو نظامونو ګواښونه نشي زغملی، او په دې ښه پوه شوي دي چې اسلامي نظام زمونږ د نظام لپاره لومړنی ګواښ دی. او هغوي دې خلکو ته پنسټ پاله (Fundamentalists) وایې.
دوهم، روایاتي علماء، دوې په خپلو مدرسو او جوماتونو کې په قال الله او قال الرسول باندې بوخت دي او خلکو ته زده کړي ورکوي، هغوي وایې چې دوې في نفسه خطرناک ندي، مګر که چیري د بنسټ پالو سره یو ځاي شول، نو بیا بې حده خطرناک دي، ځکه چې دوې همشه او هر وخت د عامو خلکو سره نیغ په نیغه رابطې کې دي، د هر جمعه دوې ته خلک راځي او عامه غونډه روانه وي، د دې نه پرته که څوک کومه وړه غونډه هم غواړي جوړه کړي نو د هغه لپاره به ډیر مصارف په نظر کې نیسې، اعلانونه او اشتهارات به چاپوي او ځاي به ورته په کرایه نیسي او داسې نور، مګر د دوې لپاره په خپله هر کس را روان وي، پاک کالي یې اغوستي او عطرونه یې په ځانونو وهلي وي، نو د دې لپاره په هرې طریقې چې کیږي دوې باید د بنسټ پالو نه لیري وساتل شي او خپل منځي اختلافات یې زیات کړل شي، تر څو دوې د بنسټ پالو سره متحد ځواک جوړ نه کړي.
دریم، مډرن خلک (Modernist)، دوې د اسلام داسې تعبیر کوي چې غربي تهذیب سره توافق لري، د مثال په توګه په پاکستان کې ډاکټر جاوید اقبال وایې چې شراب څښل حرام ندي په شرابو نشه کیدل یا مدهوش کیدل حرام دي، بل کس راپیدا شوی او اوس د تلویزون په پرده هم ډیر را ښکاره کیږي، وایې چې په اسلام کې حجاب یا پرده نشته دی، دا خو د هماغه وخت یو کلتور وو او اوس یې کول ضروري ندي، نو دا هغه خلک دي چې د اسلامي احکامو او تعلیماتو څرګندونه د خپلو خواهشاتو په رڼا کې کوي، نو د امریکا مفکرین وایې چې همدوې د کار خلک دي، د دې خلکو سره مرسته کول ضروري ده، د دوې ملاتړ کول پکار دي، رسنیو او میډیا کې ورته د ښکاره کیدو لاره هوارول په کار دي.
څلورم، خالص سیکولار (Secularist) مسلمانان، هغوي وایې چې دا خو زمونږ خپل خلک دي، دوې یوازې لمونځ، روژه، واده کې ایجاب او قبول، عقیقه او د مړي کفن او دفن او نور دودونو ته د اسلام نوم ورکوي او د اسلام سیاسي، اجتماعي او اقتصادي نظام هیڅ نه مني.
د دې پالیسۍ جوړونکي بیا امریکایې دولت ته مشوره ورکوي چې لومړني دوه وو ډلو په خلاف پاڅون وکړﺉ او د هغوي په خلاف جهاد وکړﺉ او اخرنۍ دوه ډلو مرسته او ملاتړ وکړﺉ، دا د امریکایې مفکرینو تازه تګلاره ده چې امریکایې دولت ته یې سپارلي ده.
لا مخ په ځوړ روان یو
مخکې ما ویلي وو چې دوه پروسې څنګ په څنګ روانې دي، یوه د احیاء پروسه ده او بله د زوال، د احیاء د پروسې په اړه ما خپله څیړنه تاسې ته څرګنده کړه، اوس به د زوال په پروسې خبرې وکړم.
مونږ نور هم مخ په ښکته روان یو او لا پسې نور هم ښکته ځو، په 1967 میلادي کال کې عربو ته له شرمه ډکه ماته ورکړل شوه، چې د شرم دا داغ پرته د مصریانو نه چې 1973 کال کې خپل بدل واخیست، نور هیچا د دې داغ د مینځلو هڅه ونه کړه، کوچني اسرایل خو ټولې عربي نړۍ ته ګواښونه کول، اوس دا دی مشرقي فلسطین هم زمونږ له واکه ووت، دا وو د عربو حال.
بل پاکستان د اسلام په نوم د هندوستان نه بیل شو، په 1971 میلادي کال کې په دوه برخو وویشل شو، چې دا هم پاکستان ته له زغمه وتلی شرم او ماتې وه، او نور چې کومې عامې وژنې روانې دي په بوسنیا کې، چیچنیا کې، فلسطین کې، دا د همدې زوال کرښې دې چې مونږ یې په خپلو سترګو ګورو.
د حال په وخت کې د ازادۍ تحریکونه بریالي شول، مګر اسلامي تحریکونه ناکام شول، او اوس چې کوم ځواک د مسلمانانو په خلاف را پورته شوی، هغه د یهودو ځواک دی او همدوې د اسلام بد ترین دښمنان دي، او اوس وخت کې یې ټوله غربی نړۍ په خپل واک کې نیولي ده، ټول عیسویان یې د خپل لاس اله ګرځولي دي، په عیسویانو کې کاتولیکان څه نا څه د هغوې تر اغیزې لاندې ندي، خو بیا هم هغوي ماتې منلي ده او پاپ دا فتوه ورکړي چې د عیسی علیه السلام په دار راځړول د یهودو له امله نه وو او هغوي پرې ملامت ندي، د همدې لپاره یې یو فلم (The Passion) په نوم جوړ کړ چې دا حقایق پکې پټ کړي. او پروټیسټنټان خو د یهودو په حکمونو چلند کوي او (White Anglo Sexen Protestants) WASP جوړ شو. چې اوس وخت کې انګلستان او امریکا په پوره ډول د یهودو تر واکمنۍ لاندې ده.
همدا خبره یوه پیړۍ مخکې علامه اقبال رحمة الله علیه چې کله په 1905 میلادي کال کې اورپا ته تللی وو کړي وه، او هغه دا اورپایې ټولنه ښه ژوره څیړلي وه. او ویې ویل:
فرنگ کی رگ جاں پنجۂ یہود میں ہے
په هغه وخت کې د فرنګیانو امام او لارښود برطانیه وه او اوس د دې فرنګیانو امام او لارښود امریکا ده.
اوس به د راتلونکي په اړه خبرې وکړو، زه راتلونکی په دوه برخو ویشم، یو لیري راتلونکی او بل نږدي راتلونکی.
لومړی لیري راتلونکی، چې زما په نظر دا ډیر لیري ندی، او قران کریم د وړو او لویو نښو نه او همدارنګه د نبوي احادیثو نه دا معلومیږي چې د دې نړۍ د پاي نه مخکې به په ټوله نړۍ اسلامي نظام واکمن کیږي، په قران کریم دري ځلي ویل شویدي چې مونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې لپاره لیږلی دی چې ترڅو د اسلام حق دین په نورو ټولو ادیانو بریالی شي، او پنځه ځلي دا ویل شویدي چې مونږ محمد صلی الله علیه وسلم د ټولو عالمیانو لپاره لیږلی دی، لکه د سباء په سورة کې:
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلا كَافَّةً لِلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ (٢٨)
ژباړه: او ای محمده (صلی الله علیه وسلم)، ته مونږ ټولو خلکو ته زیری ورکوونکی او ډاروونکی لیږلی یې خو ډیر خلک نه پوهیږي.
که په دې ټوله نړۍ د اسلام دین واکمن نه شي لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې په عربي جزیره کې واکمن شوی وو، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت هدف به نیمکړی وي، او دا هیڅ امکان نه لري چې دا نړۍ پاي ته ورسیږي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم هدف همداسې نیمګړی پاتي شي.
همدارنګه په احادیثو کې هم دا خبره راغلي ده، هغه حدیث چې مخکې مې هم تاسې ته واوروه، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي وو:
تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا عَاضًّا، فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ الله ُأَنْ يَرْفَعَهَا ، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيّاً ، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ، ثُمَّ سَكَت- مشکاة المصابیح، مجمع الزواید
ژباړه: په تاسې به د نبوت واکمني وي تر هغه پورې چې د الله تعالی خوښه وي، بیا یې چې کله خوښه شي هغه به پورته کړي، بیا به د نبوت په تګلاره برابر خلافت واکمن شي ترهغه چې د الله تعالی خوښه وي او کله چې د هغه لرې کول وغواړي لرې به یې کړي، بیا به ظالمه پاچاهي وي تر هغه چې الله تعالی یې لرې کول وغواړي، بیا به له هغه نه وروسته استبدادي پاچاهي وي تر هغه چې الله تعالی یې دوام وغواړي، بیا به د نبوت په تګلاره برابر خلافت وي، د هغه نه وروسته بیا چوپ شو.
اوس وخت کې دا دی مونږ پوهیږو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ملکا جبریا په یادولو اشاره چا ته کړي وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم اشاره د اورپا استبدادي ځواکونو خواته وه چې مونږ به د ملکه ویکتوریا غلامان جوړیږو، مونږ او تاسې لپاره ښه زیری همدا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي چې ثم تکون خلافة علی منهاج النبوة، یعني بیا به د راشده خلافت دور را تازه کیږي، دا هغه دور دی چې په راتلونکي کې به راځي او حتماً به راځي.
دا اوس چې کومه نږدي راتلونکي ده، دا به د مسلمانانو لپاره ډیره دردناکه او له زغمه وتلي وي، د الله تعالی د عذاب ګوزارونه به پرې لا سختیږي، لږ مخکې ما د مسلمانانو او اسرایلو ترمنځ ورته والی پوره بیان کړ او په دواړو امتونو د الله تعالی د عذاب ګوزارونه په یو انډول نازل شوي وو، نو اوس په مسلمانانو د کوم عذاب خبره پاتي ده؟
د یهودو له سرنوشت سره به مخ کیږو
تاسې پوهیږﺉ چې په تیره پیړۍ کې هټلر شپږ میلیونه یهودیان ووژل، د یهودو د دغه عذاب مثال به په مسلمانانو هم راځي، او دا ځل به دا عذاب په عربانو نازلیږي، ځکه چې د الله تعالی د دین تر ټولو لوی مجرمین عرب دي، ولي؟ دا ځکه چې الله تعالی عربو ته ډیره لویه مرتبه ورکړي وه، الله تعالی د عربو له ډلې نه محمد صلی الله علیه وسلم ته د اخرني رسالت د رسولو مقام ور په برخه کړ او د ټولو نه لوي فضلیت خو دا دی چې الله تعالی د هغوي په مورنۍ ژبه کې قران کریم نازل کړ، هغوي ته د قران کریم په پوهیدو کې خو کومه ستونزه نشته، د دې هر څه سره بیا هم کله چې د اورپایې ځواکونو د امپریالیزم ټغر ټول شو، نو عربي هیوادونو کې ځینو خپله مخه ماسکو خواته کړه او ځینو واشنګټن خواته واړوله، نو د دې نه بل لوی جرم څه کیدای شي؟
ډیره لویه تباهي را روانه ده، او د دې بربادۍ د پیل ټکی له فلسطین نه شروع شو، په فلسطین کې چې څه حال روان دی، هغه ټول عرب هم ګوري او پاتې نور مسلمانان یې هم ګوري، خو هیڅوک د پاڅون جرائت نشي کولای، په دې کې امریکا لا شارون ته (Man of the Peace) خطاب هم کوي، ډیره مهمه خبره دا ده چې یهودو او واسپ پر لاندې پنځو ټکو خپلو کې سره جوړه کړیده او هغه خبرې دا دي:
باید زر تر زره هغه جنګ ترسره شي، د کوم په اړه چې په بایبل کې خبر راغلی دی(Armageddon) . د بایبل اخري کتاب د (Revelations) په نامه دی او په هغه کې راغلي دي چې د نړۍ د پاي نه مخکې به د انسانانو ترمنځ یو ډیر ستر جنګ نښلي، یهود او واسپ وایې چې باید ارمګادون زر تر زره ترسره شي، ځکه چې هغوي فکر کوي مونږ په حقه یو او باطل ته به ماتې ورکوو، او د دې لپاره دوې پیل د عراق نه وکړ، او دا لړۍ به تر کومه ځي، هغه به په خپلو ګورو.
باید لوی اسرایل (The greater Israel) جوړ شي، ځکه چې په دې کوچني اسرایل کې خو د نړۍ ټول یهود نه شي ځاي کیدلای، او د فلسطین خاوره باید د فلسطینیانانو نه پاکه شي، یا یې سمندر کې ورغورځوﺉ او یا یې اردن ته دننه کړﺉ.
باید مسجد الاقصی او قبة الصخرة وران او را وغورځول شي.
باید نوی معبد یا هغوي ورته (Third Temple) وایې، جوړ شي، او هغوي د دې معبد نقشې او ډیزاینونه مخکې تر مخکې جوړي کړي دي.
کله چې دا نوی معبد (Third Temple) جوړ شو، د دواد علیه السلام تخت (Throne of David) باید راوړل شي او دې معبد کې کیښودل شي، زه خو خبر نه وم چې ایا د دواد علیه السلام تخت تر اوسه پورې چیرته ساتل شوی دی؟ خو وروسته د یوې امریکایې پروټیسټنټ خپرونې له مخې خبر شوم چې د یوې هوارې تیږې د پاسه دواد علیه السلام ته تاج په سر شوی وو، بیا په هماغه تیږې د پاسه سلیمان علیه السلام ته هم تاج په سر شوی او وروسته د هغوي ټول واکمنو ته تاجونه په سر شوي وو، کله چې طیطوس (Titus) د هغوي دوهم معبد (Second Temple) وران کړ، نو دا تیږه یې له ځان سره روم ته راوړله، بیا د روم نه ایرلنډ ته یوړل شوه، بیا سکاټلنډ ته او اخر کې انګلستان ته راوړل شوه، او په هغه ځاي کې په ۱۴۰۰ عیسوي پیړۍ کې دا تیږه له د یوې څوکۍ سیټ سره جوړه شوه، او تخت یې ترې جوړ کړ، د انګریزانو څومره واکمن چې ول په همدې تخت هغوي ته تاجونه په سر کیښودل کیدل، اوس دوې خپلو کې پریکړه کړې ده چې دا کرسۍ به له هاغه ځاي نه دغه دریم معبد ته راوړل کیږي.
د دې نه وروسته د یهودو او عیسویانو اجنډاوې یا تګلارې سره بیلیږي، یهود وایې چې زمونږ مسیحا به راځي او په دې تخت به کینې او په ټوله نړۍ به حکومت کوي، د یهودو په کتابونو کې دا وړاندوینې کیدلي چې تاسې لپاره به یو مسیحا راځي او تاسې به د عظمت درجې ته رسوي، د یهودو مسیحا عیسی علیه السلام راغی او یهودو ونه منلو، هغوي تر اوسه پورې د خپل مسیحا انتظار کوي، هغوي لپاره خو بل مسیحا نه راځي، عیسویان وایې چې زمونږ مسیحا یعنی عیسی علیه السلام به یو ځل بیا را ځي (Second Coming) او په دې تخت به کینې.
ایا تراوسه پورې کوم سبب معلوم شویدی چې په عراق ولي حمله وشوه؟ 11/9 یا د سبتمبر په یوولسمې چې کومه پیښه شوې وه، تر اوسه پورې د دې پیښې د پلټنې هیڅ کومه هڅه نه ده شوي، کومې پلټنې چې پیل شوې وي سمدلاسه ودرول شوي، په هر صورت د مسجد الاقصی او قبة الصخرة د غورځولو نه وروسته د څومره عربي ځوانانو وینې به چې تویږې د هغه تاسې اټکل نشی کولای، په عربي ځوانانو کې تراوسه پورې ډیر جوش او جذبه شته دی، د دې کار نه وروسته به په عربي ځوانانو کې جذبه را ولاړیږي او دغه عربي چارواکي چې د غرب په اشاروو ټوپونه وهي همدوې به اول دغه ځوانان ځپي، د مسلمانانو، او یهودو او عیسویانو ترمنځ دغه نښتې را روانې دي، زه به یې نور تفصیل ته نه ښکته کیږم، خو دا خبره یقیني ده چې په عربو د الله تعالی ډیر لوی عذاب را روان دی.
په پاتي مسلمان امت کې دوهمه درجه مجرمین د پاکستان مسلمانان دي، هغوي د اسلام په نوم هند وویشه، او دا دی ۵۷ کاله تیر شوي دي او هلته د اسلام کوم څرک نه ښکاري، هاغه اسلام چې په پاکستان کې دی هغه خو هر چیرته شته، هغه خو په هند کې هم دی، هلته هم خلک جوماتونو ته ځي دلته هم ځي، هغوي خو د اسلامي نظام چیغې وهلي، هاغه اسلام چیرته دی؟ هغوي خو چیغې وهلي چې مونږ د اسلامي نظام یوه بیلګه ټولې نړۍ ته ښکاره کوو، خو له بده مرغه داسې یې ونه کړل.
په عربو چې د الله تعالی کوم عذاب نازلیږي، په هغه خو زما یقین دی، او د پاتي امت خبره بیله ده، کیدای شي الله تعالی مونږ ته هدایت وکړي او یا شاید الله تعالی مونږ د اجتماعي توبې توفیق راکړي لکه څنګه یې چې د یونس علیه السلام قوم ته دا توفیق ورکړی وو، مونږ د الله تعالی د رحمت نه مایوسه نه یوو، دا وه زما څیړنه د راتلونکي په اړه.
الله تعالی دي مونږ او تاسې ته د همت توفیق راکړي تر څو له دغه ګردابه ځان را وباسو، او د اسلامي نظام د ټینګولو لپاره هلې ځلې جاري وساتو.
و ما توفیقي الا بالله العلي العظیم.
وینا: ډاکټر اسرار احمد
ژباړه: محسن امين