مسجد الحرام – د نړۍ تر ټولو ستر مسجد
مسجد الحرام د نړۍ تر ټولو لوی او ستر مسجد دی، چي پر يوه وخت پکي يو نيم ميليون کسان عبادت کولای سي. د نړۍ دغه ستر او لوی مسجد د سعودي عربستان مکه ښار کي په ۳۵۶ زره متره مربع مځکه کي اعمار سوی او يوه برخه کي يې بيت الله شريف هم واقع ده، چي هرکال په ميليونو حاجيان هم ورځي.