مذموم اختلاف كوم دى؟ (قرضاوي)

یادونه:
دا لینکه د اسلامي نړی د پیاوړی عالم او دعوتګر دوکتور یوسف قرضاوي د ارزښتمن کتاب (الصحوة الإسلامية بين الاختلاف المشروع والتفرق المذموم) د پښتو ژباړې اوومه برخه ده چې د اصلاح آنلاین همکار، تکړه قلموال خلیل الرحمن حنیف صاحب پیل کړې ده.
اصلاح آنلاین په داسې حال کې چې له لوی خدای څخه  قدرمن لیکوال او درانده ژباړن ته د اوږده عمر، د اسلام د خدمت د لا توان او په آخرت کې د ستر اجر غوښتونکی دی، خپلو قدرمنو لوستونکو ته دغه ارزښتمنې مرغلرې په پرلپسې توګه پدې هیله ډالی کوي چې دا امت یو ځل بیا د تفرقې له ناولو لومو څخه د وحدت سپیڅلې کړۍ ته راووزي.
په همدې هیله

پوښتنه:

که چیرې اختلاف په فروعو او ځینې اصولو کې یو ضرورت او رحمت وي، نو بیا د هغه مذموم او ناوړه اختلاف معنا به څه وي چې په شرعي نصوصو کې یې یادونه شوې؟

ځواب:

مذموم او ناوړه اختلاف عبارت دی له هغه:

۱- کوم چې سبب یې سرکښي او د نفس او شهوت متابعت وي، د همدې اختلاف له مخې الله جل جلاله یهود او نصارا او نورې په دې مرض مبتلا ډلې بدې ګڼلې، ځکه دوی سره د دې چې د دې اختلاف په ناوړه پایلو ښه پوهیدل، د دنیا او شهوت په تلوسه یې دې اختلاف ته مخه کړې د دوی ترمنځ الله جل جلاله پیغمبران مبعوث کړي وو، دوی ته یې نیغه لاره ښودلې وه، رب تعالی وايي: (كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُواْ فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلاَّ الَّذِينَ أُوتُوهُ مِن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ) بقرة  .
په لمړي وخت کې ټول خلک په يوه لاره روان وو(بیا چې دې حالت دوام ونکړ او اختلافونه رامنځته شول) نو الله پیغمبران ولیږل چې په سم تګ زیري ورکوونکي او د انحراف له نتیجو څخه ویروونکي وو، او له هغه سره یو ځای یې حق کتاب ولیږه چې هغه اختلافونه چې د حق په باب د خلکو ترمنځ راغلي وو فیصله کړي. (او د دې اختلافونو د پیښیدو دلیل دا نه وو چې په ابتدا کې خلکو ته د حق ښودنه نه وه شوې، نه) اختلاف هغو کسانو را پیدا کړل چې د حق په برخه کې معلومات ورکړ شوی وو، هغو د روښانه لارښوونو له میندلو نه وروسته صرف په دې غرض حق پریښود او بیلابیلې لارې یې رامنځته کړې چې غوښتل یې په خپلو منځو کې یو پربل تیرۍ وکړي.
په بل ځای کې الله جل جلاله وايي: (إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ إِلاَّ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ) آل عمران ۱۹. د الله په وړاندې دین همدا اسلام دی. له دې دین نه پرته چې اهل کتابو کومې مختلفې لارې غوره کړې، د هغوی د دې چارچلن له دې پرته بل هیڅ دلیل نه وو چې هغوی له علم ورکول کیدو نه وروسته په خپلو منځو کې یو پر بل د تیري کولو په خاطر داسې وکړل.
همدارنګه وايي: (وَلَقَدْ آتَيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ 16 وَآتَيْنَاهُم بَيِّنَاتٍ مِّنَ الأَمْرِ فَمَا اخْتَلَفُوا إِلاَّ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمْ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ 17) الجاثیة. له دې نه مخکې بني اسراییلو ته موږ کتاب، حکم او نبوت ورکړي وو، هغوی ته موږ د ژوند غوره وسایل ورکړل د ټولې نړۍ پر خلکو مو هغوی ته فضیلت ورکړ. او د دین په چارو کې مو هغوی ته څرګندې لارښوونې ورکړې، بیا چې د هغوی په منځ کې کوم اختلاف را پیدا شو هغه (د نا خبرتیا له امله نه، بلکې) د علم له راتلونه وروسته وشو او په دې اساس وشو چې هغوی غوښتل په خپلو منځو کې یو پربل باندې تیری وکړي، ستا رب به د قیامت په ورځ د هغو چارو فیصله وکړي چې هغوی په کې اختلاف کوي.
۲- بل هغه اختلاف مذموم او نه منونکۍ دی کوم چې د اسلامي امت یووالۍ له منځه وړي او دا واحد امت سره جلا کوي، په ډلو ټپلو یې ویشي ترڅو ځینې ډلې د ځینو نورو لخوا عذابونه او کړاوونه وګالي.
دا رنګه اختلاف قرآن او نبوي احادیثو په سختو ټکو سره بد ګڼلۍ، قرآن وروسته تردې چې د الله نه په ریښتینې ویرې سره امر کوي، وایي په اسلام ثابت قدمه و اوسیږۍ ترمرګه مخ مه ترې ګرځوﺉ (وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا) ال عمران، ۱۰۳.  ټول سره یو ځای شۍ د الله په رسۍ منګولۍ ولګوۍ تیت پرک کیږۍ مه، د الله هغه پیرزوینه دریاده کړۍ چې په تاسې یې کړې ده، تاسې یو د بل دښمنان وۍ هغه ستاسې په زړونو کې مینه واچوله او د هغه د مهربانۍ او لورینې له کبله تاسې وروڼه وروڼه شوۍ.
د تیر شوي آیت معنا ته ورته الله جل جلاله په بل آیت کې د تفرقې او جلاوالي څخه منع ویلي او هغه یې د تیرو شوو هلاک شوو قومونو د هلاکت سبب ښودلۍ.
(وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَـئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ 105) پام کوﺉ تاسې د هغو خلکو غوندې نشۍ چې په ډلو وویشل شول او له روښانه څرګندو لارښوونو د میندلو نه وروسته بیرته په شخړو اخته شول، چا چې دا چلن غوره کړۍ دی هغوی به سخته سزا ومومي.
په بل ځای کې وايي: (وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ 46) انفال. د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړﺉ، شخړې مه کوﺉ چې په پایله کې به یې ناکام شۍ او شته قدرت به مو له منځه ولاړ شي، صبر وکړﺉ بیشکه الله د صابرانو سره دی.
(إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُواْ دِينَهُمْ وَكَانُواْ شِيَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ 159) انعام.
کومو خلکو چې خپل دین ټوټه کړی او ډلې ډلې شول، ستا د هغوی سره هیڅ اړیکه نشته، د هغوی برخلیک الله ته سپارل شوی همغه به یې خبر کړي چې دوی څه کول.
(فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ 30 مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَلاَ تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ 31 مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ 32) الروم.
نو (اې پیغمبره د خپلو پیروانو سره دې) په یوه لوري خپل مخ د دغه دین لوري ته ثابت وساته، پر هغه فطرت محکم شه چې په هغه باندې الله تعالی انسانان پیدا کړي دي، د الله جوړ کړی فطري دین نشي بدلیدای، همدغه سم سهي دین دی خو زیاتره خلک نه پوهیږي.(ټینګ اوسۍ په دې خبره باندې) د الله لوري ته رجوع کوونکي او له هغه نه ووریږﺉ، او لمونځ اداء کړﺉ او مه کیږﺉ له مشرکانو څخه. چې هغوی خپل خپل دین بیل کړی دی او په ډلو ویشل شوي دي، د هرې ډلې سره چې څه دي په همغه کې هغه خوشحاله ده.

ليكنه: دوكتور يوسف قرضاوي
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف 

منبع: اصلاح انلاین

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب