ماغزه (دماغ)
مطالعه او بحث
د زياترو نورو ژوو په څير د انسان مرکزي عصبي سيسټم هم په ماغزو کې دی. عصبي سيسټم د نړۍ معلومات دماغ ته انتقال او پروسس کوي، او له کبله يې په بدن کې غبرګون رامنځته کوي. په انسانانو کې زياتره معلومات د مرکزي عصبي سيسټم له لارې خپله لار پیدا کوي.
مرکزي عصبي سيسټم له دماغ او شوکي نخاع څخه جوړدی. دماغ هغه ځای دی چې معلومات پروسس او ذخيره کوي او همدا دماغ د بدن د وظایفو او افکارو مسئوليت پر غاړه لري. عصب پوهنه هغه علم دی چې د دماغ په ګډون مرکزي عصبي سيسټم مطالعه کوي.
په بالغو انسانانو کې دماغ درې پاونډه وزن لري. دماغ پخپله يو نرم نسج دی چې رنګ یې سپين او يا ګلاپی وي. دماغ له څو برخو څخه جوړ دی او هر يوه برخه يې بيلابيلې دندې لري. دماغ اکبر يا سریبروم cerebrum په منځ کې په دوه برخو ويشل شوی دی چې هر يوه یې د مغز نیمه کرې په نامه ياديږي. د دماغ نيمه کرې بيا پخپل نوبت پر څلورو لوبونو ویشل شوي دي. عصب پوهانو دا دواړه نيمه کرې د دماغ چاپیره هډوکو جوړښت ته په پام سره په لوبونو ویشلي دي. د دماغ څلور لوبونه په لاندې ډول دي:
- فرانټل يا مخکينی لوب
- پريټل يا جداري لوب
- ټيمپورل يا د شقیقې لوب
- اوکسپيټل يا شاتنی لوب
فرانټل يا مخکينی لوب د دماغ په وړاندينۍ برخه کې موقيعيت لري. دا برخه هغه وخت پوخوالي ته رسیږي چې يو سړی پنځه ويشت کلنۍ ته ورسيږي. دا برخه د پلان جوړونې، احساساتو او خبرو کولو دندې پر مخ وړي. همداراز دا هغه ځای دی چې د يوه شخص ځانګړتياوې په کې ځای لري. په دې معنی چې دا برخه د يوه شخص زياتره چلند او کړه وړه کنترولوي. څرنګه چې دا لوب ډیر لوی او د ککرۍ په وړاندينۍ برخه کې موقيعيت لري، د دماغ زياتره صدمات په همدې برخې کې پيښيږي.
پريټل يا جداري لوب د اوکسيپيټل هډ برسیره او فرانټل يا وړانديني لوب شاته موقعيت لري. د دماغ دا برخه د تماس، حرارت درجې، درد او فشار په اړه معلومات کنټرولوي. دا لوب حسي معلومات همغږي کوي او دا زمینه برابروي چې يو شخص خپل ټول چاپيريال په دقيق ډول درک کړي. که دا برخه تخريب شي، یو شخص ښايي د همغږۍ، حرکاتو او د بدن د درد په تشخيص کې پاتې راشي.
د ټيمپورل يا شقيقې لوب د دماغ په څنګ کې موقيعيت لري. د دې لوب اصلی دنده د غږیږو معلوماتو تعبير دی. په دې معنی چې دا لوب هغه معلومات پروسس کوي چې يو شخص يې د سامعې حس له لارې ترلاسه کوي. دا لوب د خبرو او حافظې په برخه کې هم ونډه لري. فکر کیږي چې د شقیقې لوب له دماغ سره د موقتې حافظ نه دايمي حافظې ته د انتقال په برخه کې مرسته کوي.
اوکسپيټل يا شاتنی لوب د هغو معلوماتو د تنظیم وظيفه پر غاړه لري چې د باصرې حس له لارې يې ترلاسه کوي. دا لوب د پرييټل يا جداري لوب او د ټيمپورل يا شقيقې د لوب تر شا او لاندې موقيعيت لري. د دماغ دا برخه له موږ سره د اشکالو او رنګونو تر منځ توپير تر څنګ د سترګو له خوا لیدل شويو معلوماتو په پروسس کې مرسته کوي.
د دماغ بيلابیلې برخې له ځانګړو حجرو څخه جوړې شوي دي. دا حجرې د نیورون يا عصبي حجرو په نامه يادیږي. اټکل شوې ده چې په هر دماغ کې په منځنۍ توګه سل بيليونه حجرې موجودې دي. نیورون له نورو ژونديو حجراتو سره شباهت لري خو توپير يې په دې کې دی چې له يو بل سره اړيکي جوړوي. دا ارتباطي نقطې د ساينپس synapse په نامه يادیږي، دا هغه اړيکي دي چې د اليکتروکيمياوي پروسې په پایله کې رامنځته کیږي او له نیورونونو سره د معلوماتو په تبادله کې مرسته کوي، سره له دې چې ټول نيورونونه يو ډول نه دي. څرنګه چې نیورونونه خورا فعال دي او خورا چټک ارتباط ټينګوي، له دې کبله مختلف شکلونه او جسامتونه لري.
د بدن د نورو برخو په څير دماغ ته هم وينه د رګونو له لارې ليږدول کیږي. دماغ د بدن د وينې ٪ ۱۵ تر ٪۲۰ حجم ته اړتیا لري. دماغ د وينې د رګونو يو پيچلی سيستم لري چې دماغ ته د اړتیا وړ مواد لکه اکسيجن او کاربوهايدريټ په ډاډمن ډول رسوي. د امونیا او کاربن ډای اوکسايډ په څیر فاضله مواد له دماغ څخه د هغې وينې په مرسته لرې کیږي چې د همدې رګونو په شبکه کې بهيږي. خو وينه د دماغ یوازینۍ مایع نه ده. نخاعي مغزي مايع cerebrospinal fluid له مغزو چاپیره ده. د دې مایع دنده د دماغ ساتنه او د مغزو د کتلې ملاتړ دی. که يو سړی پر سر ضربه وخوري دا مایعات د مغز ساتنه کوي. همدا راز دا مایع د مغز د وزن له کبله د مغز پر بیخ د فشار له وارديدلو څخه مخنیوی کوي. په بله وينا داسې ښکاري چې دماغ په دې مایع کې لامبو وهي.
دماغ چې يو پيچلی غړی دی داسې برخې لري چې له يو بل سره متقابل عمل کوي. دا متقابل عمل ښايي د کوچنیو حجرو په کچه، او يا د وينې د رګونو او ټولې جمجمې په کچه رامنځته شي. د عصب پوهانو د دماغ په اړه خپل تحقیقات روان ساتلي دي چې د دندو په اړه يې لا زيات معلومات ترلاسه کړي او د انسانانو د دماغ د روغتيا لپاره لار زیاتې لارې چارې وموندي.
فعاليتونه
لومړی فعالیت: خالي ځايونه ډک کړئ.
- په انسانانو او زیاتره ژوو کې دماغ د ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ مرکز دی.
- ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ هغه ځای دی چې معلومات پروسس او ذخيره کوي.
- دماغ اکبر يا سریبروم cerebrum په منځ کې په دوه اساسي برخو ويشل شوی دی چې د ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ په نامه ياديږي.
- دا لوب د پلان جوړونې، احساساتو او خبرو دندې پر مخ وړي: ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
- نه یوازې وينه د دماغ یوازینۍ مایع ده، CSF يا ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ هم له مغزو چاپیره دي.
- ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د دماغ هغه برخه ده چې د باصرې حس له لارې ترلاسه شوي معلومات سنبالوي.
- ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ هغه علم دی چې د دماغ په ګډون مرکزي عصبي سيسټم مطالعه کوي.
- د ټيمپورل يا شقيقې لوب د ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ په اړخ کې موقيعيت لري.
- ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ هغه اړيکي دي چې د اليکتروکيمياوي پروسې له کبله رامنځته کیږي او له نیورونونو سره د خپلمنځي معلوماتو په تبادله کې مرسته کوي.
دويم فعالیت: صحیح او غلط سوالونه:
ـــــــــــــ 1. جداري لوب د اوکسيپيټل هډ برسیره او فرانټل يا وړانديني لوب شاته موقعيت لري.
ـــــــــــــ 2. دماغ د بدن د وينې ٪ ۱۵ تر ٪۲۰ حجم ته اړتیا لري.
ـــــــــــــ 3. د دماغ شاتنی لوب د خبرو او حافظې په برخه کې ونډه لري.
ـــــــــــــ 4. جداري لوب هغه وخت پوخوالي ته رسیږي چې يو سړی پنځه ويشت کلنۍ ته ورسيږي.
ځوابونه
لومړی فعالیت: خالي ځايونه ډک کړئ.
- په انسانانو او زیاتره ژوو کې دماغ د عصبي سيسټم مرکز دی.
- دماغ هغه ځای دی چې معلومات پروسس او ذخيره کوي.
- دماغ اکبر يا سریبروم cerebrum په منځ کې په دوه اساسي برخو ويشل شوی دی چې هر يوه يې د نيمه کرې په نامه ياديږي.
- دا لوب د پلان جوړونې، احساساتو او خبرو دندې پر مخ وړي: فرانټل لوب
- خو وينه د دماغ یوازینۍ مایع نه ده، CSF يا نخاعی مغزي مایع هم له مغزو چاپیره دي.
- اوکسپيتل لوب د دماغ هغه برخه ده چې د باصرې حس له لارې ترلاسه شوي معلومات سنبالوي.
- عصب پوهنه هغه علم دی چې د دماغ په ګډون مرکزي عصبي سيسټم مطالعه کوي.
- د ټيمپورل يا شقيقې لوب د دماغ اکبر په اړخ کې موقيعيت لري.
- ساينپس Synapse هغه اړيکي دي چې د اليکتروکيمياوي پروسې له کبله رامنځته کیږي او له نیورونونو سره د خپلمنځي معلوماتو په تبادله کې مرسته کوي.
دويم فعالیت
صحيح 1. جداري لوب د اوکسيپيټل هډ برسیره او فرانټل يا وړانديني لوب شاته موقعيت لري.
صحيح 2. دماغ د بدن د وينې ٪ ۱۵ تر ٪۲۰ حجم ته اړتیا لري.
غلط 3. د دماغ شاتنی لوب د خبرو او حافظې په برخه کې ونډه لري.
غلط 4. جداري لوب هغه وخت پوخوالي ته رسیږي چې يو سړی پنځه ويشت کلنۍ ته ورسيږي.