
ماشوم ولې غلا کوي؟
د ماشوم په اړه غلا داسې تعريف کيداى شي: دهر هغه شئ لاسته راوړل چې ددوى په واک کې نه وي او نه هم ددوى حق وي. دايوه سلوکي او عادتي ناروغي ده او ماشوم پرې دنفسې اړتياله امله اړ کېږي ترڅو د خپل نفس غوښتنه او اړتيا پرې پوره کړي. کيداى شى چې پر غلا روږدتيا دماشوم له ٤ څخه تر ٨ کلنۍ پورې په څرګند ډول پيل شي. پداسې حال کې چې کمکيان په اختياري او غير اختياري توګه غلا کوي،ځکه چې دوى دعمر پدې پړاو کې ټولنيز اوعقلې پوخوالى ته نه وي رسيدلى نو خپل او پردې حق نه شي سره بيلولاى . خوکله چې داعادت دماشوم سره دهغه دعمر ١١- ١٥ کلنۍ پورې وغزيږي نو دايوه سلوکې ناروغي او نفسي ستونزه شي کومه چې بيا د لاملونو پيژندلو او علاج ته اړتيا لري. دعادت له مخې لومړي ځل لپاره ماشوم دکور په ډيرو عادي شيانو په غلا پيل وکړي چې ډيرى يې دخوراک توکي وي ، بيا داکار پروړاندې ځي او آن تردې چې دمور او پلار څخه پيسې غلا کړي. او ځينې نور يي دکورګاڼه اوسره پټ کړي. او بيا ځينې دلګښت وړ توکي لکه دکور ساعتونه ، عينکي ، او دلوبو سامانونه پټوي . دډيرو اړينو خبرو څخه يوه داهم ده چې ماشوم غواړي چې خپله غلا پټه کړي او لدې امله چې که چيري کورني پرې وپوهيږي نو د تهمت لاندې به راشي او شونې به وي چې سزا هم ورته ورکړشي نو ځکه دماشوم لپاره دخپل غلا پټول خورا ارزښت لري.
ماشوم ولې غلا کوي؟
ماشومان دډيرو ډول ډول لاملونو له امله غلا کولو ته اړ کېږي چې ځينې ديادونې وړيې په لاندې ډول دي:
١- دخپل حق او ملکيت نه پيژندل : کله چې ماشوم دبل ماشوم او يا ملګري يو څه اخلي نو داپدې عقيده وي چې داکوم بد او رټلې کار ندې . ځکه چې دهغه عقلي او ټولنيزه وړتيا دومره نه وي چې دخپل اوبل دملکيت توپير وکړي .
٢- غچ او انتقام : ځينې وخت ماشوم دغچ اخستنې په موخه غلا ته اړشي، که چيري ماشوم دبخيل او سخت دريځه پلار څخه غلا کوي او يا هم دخپلو ټولګيوالو څخه نو دغچ اخستنې او سيالي په توګه داکارترسره کوي. دټولګيوالو څخه پدې نيت غلا کوي چې ټګي او سيالي ورسره وکړي. اوداکار ډيرى پداسې حال کې راځي څه وخت چې يو ښوونکى لايق او تمبل زده کړى يودبل سره پرتله کړي نو دا طبيعي ده چې دا پرتليز کار د نالايق شاګرد په ګټه نه وي نو دخپل مخالف لورې څخه دانتقام په توګه دغلا او ټګۍ څخه کار واخلي.
٣- دجزا له ويري: ځينې وخت کيدى شي چې ماشوم خپل يو څه سامان دخپلو ملګرو سره دلوبو په حال کې ورک کړي ، لکه توپ، ساعت او يا نور څه چې البته خپل پلار ورته اخيستي و، نو ماشوم لدې ډار څخه چې که چيري پلار يي پرې خبرشي نو وبه يي رټي او ياهم جزا به ورته ورکړي ، ددغې رټنې او جزا څخه دخلاصون په اند ماشوم غلا ته اړکېږي او ډير يي پداسې حالاتو کې دخپلو ميندو او پلارونو څخه دپيسو غلا ته اړ شي ترڅو هغه څه پرې وپيري چې دده څخه ورک شوى وى .
٤- فقر او محروميت: کيداى شى چې دفقر او محروميت له امله يو ماشوم غلا کولو ته اړشي، تر څو څه پرې ترلاسه کړي چې دى ورڅخه بې برخې پاتې دي. اودالدې امله چې ،يا خو غريب وي او ياهم ورور يا پلار يي بخيلان وي ، نو پدې وخت کې ماشوم غلا ته اړکېږي. تر څو هغه دخوراک وړتوکي تر لاسه کړي کوم چې دى ورته اړتيا لري ، ديادولو وړ ده چې ځينې وخت ماشوم خپلو نفسي غوښتنو دپوره کولو لپاره هم غلاته اړکېږي لکه ،سينما ، کلپ، دساعت تيري ځايونو ته تلل او ياهم نور دفساد کارونو دترسره لپاره اړکېږي چې غلا کولو ته لاس وراوږد کړي.
٥- پر نورو فخر او ځان ښودنه: ځېنې ماشومان لدې رنج وړى چې دځينو لوبو او دلوبو دسامانونو څخه بې برخې پاتې وي کوم چې دنورو ماشومانو سره وي ، کله چې دوى خپل همزولى اوملګرې وګورې نو پردې وخت خپل ځان که احساس کړي او يوډول غيرت ورته ودريږي او په ځانګړې توګه چې نور همزولى يي ددوى پر وړاندې فخر هم وکړي نو ماشومان اړشي چې دهغوى په څير او ياهم دهغو څخه مهم ښه شيان تر لاسه کړي او هم ورته وښايي چې دا يي پلار ورته اخستى دى ، نو پدې وخت کې ماشوم غلا کولو ته اړشي.
٦- دخبريدا او څرګندونې مېنه : کله چې مور او پلار دکورنې شيانو په ساتنه کې ډير حريص وي ، اوغواړي چې خپل ټول بې ارزښته او ازرښتناک توکي دماشومانو څخه پټ وساتي ، نو ماشوم سره پدې وخت کې دلاسته راوړنې ، څرګندونې اود پټو څخه دخبريدنې مينه پيداکېږي ، نو دهغو شيانو دلاسته راوړنې اوغلا لپاره کوښښ کوي او ماشوم پدې توګه په غلا کولو روږدې کېږي .
درملنه او علا ج يې
شونى دى که چيري ماشوم دغلا ستونزه ولري نو درملنه يي شونې ده او د تداوۍ په لار کې لاندې لارې چارې دپاملرنې وړ دي.
١- دوړوکوالي څخه دماشوم په ذهن کې دملکيت معنى، کښينول او پياوړى کول او هم دملکيت فکر پکې روزل اوداپدې توګه چې ماشوم ته يو ځانګړى صندوقچه او ځاى ځانګړى کول تر څو خپل دلوبو سامان ، جامې او نور شيان په کې خوندي کړي.
٢- مور او پلار باندې لازم دي چې خپل ماشومان خپلو دندو، حقوقو او ملکيت باندې وپوهوي او پدې دې وپوهوي چې کوم شيان چې ددوى حق دى دوى يي تر لاسه کولاى شي او دنورو دحقوقو څخه دې ځان وساتي اونورو ملکيتونو ته دې درناوي وکړي.
٣- داړتيا وړشيان اوډول ډول اړتياوي ورته پوره کول لکه دخوراک لباس او لوبو سامان ترڅو چې دکمښت احساس ونکړي او ديوڅه دکموالي له امله غلا کولو ته اړنشي. ٤- دماشوم خجالت کولو او رسوا کولو څخه ډده کول کله چې ماشوم څه پټ کړي دخپلو ورونو او ملګرو په وړاندې دشرموونکو لقبونو دکارونې څخه بايد ډډه وشي. دبېلګې په ډول دورونو او انډيوالانو په وړاندې سپکوونکى نومونه لکه غل ، او ځائي اويانور هغه لقبونه چې ماشوم دنورو په منځ کې خپل کرامت او ارزښت له لاسه ورکړي اوياهم دهغه شخصيت تر پوښتنې لاندې راولي ورڅخه په کلکه ځان وساتي سربيره پردې ماشوم ته بايد جزاء هم ورکړشي. ٥- دماشوم په فکر کې دامانتدارۍ اخلاق غښتلي کول : مور اوپلار اوښوونکى ته ضرورى ده چې دماشومانو په زړونو او فکرونو کې دامانتدارۍ او دنورو ملکيتونو ته ددرناوى مفکوره ورکړي او پياوړى يي کړي ترڅو کمکيان امانتدارى ديوه منلې حقيقت په توګه وپيژنې او ويي مني. ٦- اړين دي چې ميندي، پلررونه اوښوونکي ماشومانوته دغلا جرم په اسانو او ساده ټکو کې بيان کړي اوددين او قانون له مخې يي حراموالى اوبدې وروښائي.
ژباړه: نعمت رسول نعمتيار