
ماشوم ته تر هر څه لومړی دلااله الاالله ورزده کولو حکم
حاکم له حضرت عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روايت کوي چي نبی اکرم صلی الله تعالی عليه وسلم ارشادوفرمايه “افتحواعلی صبيانکم اول کلمة بلآإله إلاالله “.
ژباړه: خپل اولادته ترهرڅه لومړی د لآإله إلاالله کلمه ورزده کړئ.
اولادته ايمانې روزنه ورکول ،هغه داسی چي کله په ماشوم کي شعوراوپوهه پيداشي هغه ته دلآإله إلاالله محمدرسول الله کلمه ورزده کړئ، ورسره هغه دايمان په بنسټيزو(اساسی)خبروپوه کړئ اوداسلام په له ارکانوسره یې عادت کړئ،اوورسره یې دسپېڅلی شریعت په بنیادی اصولوسره وپوهوئ،په دې اړه به انشاءالله ټولې لارښوونې دحديثوپه رڼاکي په راتلونکوليکنوکي په تفصيل سره بيان شی