لیک نښې
د لیک دود ، دښه والې په لړ کې ځینې اشارې ، علامې او نښې نښانې هم شته ،
چې په هره لیکنه کې دهغو خیال ساتل لازمې او ضروری دی ، بې نښو نښانو لیکنه د لوستونکو د پاره ډیرې ګرانی پیښوی او په ځینو ځایو کی ترې سمه معنې هم نه اخیستل کیږی . له دې کبله غواړو چې دغه نښانې په لنډ ډول بیان کړو ، ترڅو چې د لیک دود لړۍ نیمګړې پاتې نشی .
1- ټکی (.): دا نښه د پوره جملو په پای کی ایښودل کیږی او
د جملی تمام والی ښیی . لکه : له پروت زمری نه ګرځیده ګیدړښه دی .
(متل) نیک عمل د لاری مل دی . دی نښی ته ( تمکۍ) وایو.
2- چپه پیښ (،): دانښه د یوې لنډې وقفې د پاره پکاریږی ، په یوه کلمه یا جمله کې چی سړی غواړی لږ غوندی ځنډ وکړی ، نو دغه نښه راوړل کیږی .
مګر زیاته د کلمواو نیمګړو خبرو ترمنځ دعطف د پاره راځی. لکه : زلمی ، توریالی،تورپیکۍ او ګل مکۍ په امتحان کې بریالی شول . خوشحال خان خټک د پښتو یو لوی شاعر ،ستر ادیب او پوخ مفکر دی ، دی نښې ته ( تړونۍ) وایو.
3- ټکی او چپه پیښ (؛): دانښه د زیاتې وقفې دپاره په کاریږی ، مګر د کلمو تر منځ نه راځی ، بلکې د هغو مرکبو جملو په منځ کې راوړل کیږی ، چی په معنی کې یو له بله تړلې وی .
لکه : له هغه علم څخه چې اخلاق وسره نه وی ؛ ناپوهی غوره ده . ( رسو) دې نښې ته په پښتو کې ( ځنډ نښه ) وایو.
4- دوه ټکې (:): دانښه د یوې کلمې یا یوې جملې دسپړنې او څارنې علامه ده . یعنې د هغې کلمې او جملې په پای کې لیکل کیږی ، چې وروسته ور پسې شرح او تفصیل راځی . دی نښې ته ( څرګندنۍ ) وایو ، لکه : د ژوندانه د کامیابۍ ستنې دا دی : پوهه ،روغتیا،روزنه او اخلاق.
په پښتو کې ډیر لوی شساعران تیر شویدی . لکه : ښکارندوی ، ریدی خان ، خوشحال خان او داسی نور.
5- سوالیه (؟): دی نښې ته (تپوسنۍ) ویلای شو. دانښه د سوال او پوښتنی په وخت کې راوړل کیږی ، یعنې د هر ډول پوښتنیځه (سوالیه ) جملو په پای کې راځې .
لکه : بې عمله علم څه په کار دی ؟
ددی معنی داسې ده چی ددی په باره کی باید یو بل نفر ځواب ورکړی .
لکه هغه وایې : هیڅ په کار ندې.
6 – ندایه (!): دې نښې ته خوځکۍ. یلای شو . لکه :څنګه چی نورو ژبو کې ورته ( ندایه) وایې .
دانښه د غږ او ندا په وخت کې په کاریږی ، لکه : ای ځلمیه ! دلته راشه ! مګر په اصل کې د خبر دارۍ او تنبیه نښه ده او په دې وجه د مخاطب امر په اخر کې هم راځې . لکه : وروڼو ملاتړ وتړئ! د هیواد ناموس وساتئ !
دغه نښه د تعجب ، شاباش او افسوس په ځای کې هم راوړل کیږی ، یعنې په هر ځای کې چې خبرداری او تنبیه موخه (غرض) وی ، هلته ورځنې کار اخیستل کیږی ، مګر د زیات تعجب او زیاتې خبردارۍ په وخت کې دوه ځله بلکې دری ځله لیکل کیږی . لکه : آفرین ! په دې توره اومیړانه !!
افسوس ! چې ډیر ښه وخت مې له لاسه و ووت .
اوه څومره ښکلې مرغۍ ده !!
کله چې پوښتنه او تنبیه دواړه مطلب وی ، نو د تپوس او تنبیه نښې دواړه راځې .لکه: دخدای دپاره داڅه حال دی ؟!
7- ډش یا کرښه(-): دی نښې ته (بیلنۍ) وایلای شو .
لکه څنګه چې په نورو ژبو کی ورته (کش) وایی. دا نښه د یو جملې د بیلونې د پاره لیکل کیږی .
په تیره په سوال او ځواب کې د هرې جملې په سر کې راځی او سوال او ځواب سره بیلوی . لکه : زلمی وویل : توریالیه څه کوې ؟
- خط لیکم
- چاته؟
- خپل ورور ته.
دا نښه د دوو کلمو د بیلونې د پاره هم په داسې وخت کې راځی ، چې هرې کلمې خپلواکې او ځانله والې مقصد وی . لکه: صرف ، نحو ، بدیع ، بیان معانی او عروض دا ټول ژبنی علمونه دی.
8- (=) دوه غبرګ کشونه: دی نښې ته (سم سمۍ) وایو.
دا نښه د دوو نومو خبرو د برابرۍ او مساوات ښودلو د پاره راځی .
لکه : 2+2=4
9- دوه کونټی ختونه ( ) :دې نښې ته لندۍ وایو .
دا نښه د خاصو نومو، د توجه وړ شیانو او په منځ کې رالویدلو جملو
د ښودلو د پاره لیکل کیږی . لکه : زه غواړم سبا ته له زمری سره ( چې زما یو ښه ملګری دی ) د کابل موزیم کې وګورم .
زما ورور ( ببرک) په خپل ټولګی کې لمړی لمبر زده کونکی دی.
10- دوه غبرګې لیندکۍ (( )): ددې نښې په منځ کې د بل چا خبره ، نظریه ، دیوکتاب عبارت او یا د زیاتې توجه وړ نا آشنا کلمه راوړل کیږی . لکه سید جمال الدین وایی: ((هر پرهیزګار عالم چی د شریعت په باره کې فکر وکړی ،
نو دا به ورته معلومه شی ، چی د ژوندانه پوهنې او علمونه له دین سره هیڅ مخالفت نه لری)).
په دې ورځو کې د (( مود)) او (( متود )) کلمې ډیرې ګرادنیږی .
11- څوټکی (…) نښه: کله چې یو لیکونکی د یو نوم او یا د یوې خبرې څرګندول نه غواړی ، نو په ځای یې یو څو ټکی ږدی او ورځنې تیریږی.
لکه : ماته د پښتو …. ښه معلوم دی .
12- درې ستورې (***): دا نښې د یوې رسالې ، یا د یو مقالې ،د یو برخې د تمامیدو او دبلې د پیل کیدو (شروع کیدو) په منځ کې لیکل کیږی ، یعنې یو بحث له بل څخه بیلوی .
که چیرې یو نوم یا یو جمله په خاص ډول د پاملرنې وړ وی ، نو لاندې ترې یوه اوږده کرښه راښکل کیږی . لکه :زلمی لو توریالی زما کلک ملګری دی . ښاغلو ! دلته دریدل منع دی .
یادونه : د چاپ او کتاب د ښایست د پاره ځینې نورې نښانې هم شته ، و هغه زیاتې په چاپ خانو پورې اړه لری
او په لاسی لیک دود کې ورځنې کار نه اخیستل کیږی .
کله چې مضمون پای ته ورسیږی ( ختم شی )
او د پاڼې لاندې برخه څه قدر سپینه پاتې شی ، نو د رنګینۍ د پاره لاندې باندې درې کرښې یا درې ستورې یا کومه بله نښه لیکل کیږی او دا د هر چا په ځانله ذوق پورې اړه لری.
سرچینې: پښتو ګرامرمؤلف پوهاند صدیق الله رښتین.۱۹۹۴پیښور.