لیکوالي څومره مهمه ده؟

انسان ته الله تعالی د تعبیر دوې وسيلې ورکړي دي: لومړۍ ژبه او دوهم قلم. انسان د دغه دوو وسيلو په مټ کولای شي، د هغه څه ښکارندويي وکړي چې دی يې په زړه کې لري.

په ژبه او قلم سره تعبیر کول هر يو ځانګړی فن دی او په دې فن کې ځانګړي مهارت ته اړتيا شته. په ژبه سره تعبیر کولو ته عربي ژبه کې تقریر او پښتو کې ورته بیان ويل کيږي، په قلم سره تعبیر کولو ته عربي کې تحرير او پښتو کې ورته لیکوالي ويل کيږي.

لیکوالي
لیکوالي

دلته غواړو چې د لیکوالي په اهميت رڼا واچوو.

علامه عبد الفتاح أبو غده رح په خپل کتاب «قيمة الزمن عند العلماء» کې دابن جوزي رح دا خبره راوړې «زما په آند تصنیف تر تدريس غوره دی؛ ځکه په تدريس کې زما څخه يو شمېر زده کوونکي استفاده کوي، اما په تصنیف سره زما له علم څخه ټول هغه کسان چې له ما څخه غائب دي او له ما وروسته نړۍ ته نوي نوي راځي؛ استفاده کولای شي»

د ابن جوزي رح له خبري څخه په استفادې ويلای شو، چې د مسلمان داعي (هغه که عالم، محصل او د رسنيو فعال وي) موخه دمسلمانانو اصلاح، له حق څخه دفاع او باطل په وړاندې مبارزه ده او دا کار دليکوالي په مټ په ښه توګه انجامولای شي؛ ځکه په بيان سره خو به ناست خلک ګټه پورته کړي، اما دليکوال يوه په زړه پورې ليکنه کولای شي دنړۍ په هر ګوټ کې دمسلمانانو احساسات را وپاروي. په اوسني وخت کې د دعوت وسائل ډير پراخ شوي دي، يوازې يو ويب سايټ په لکونو لوستونکي لري؛ ځکه نو ددغه وسائلو په مټ دليکوالي ګټه ډيره پراخه ده.

دا هم بايد وویل شي چې اوسمهال دکتاب له مطالعې سره دخلکو علاقه پرې شوې ده، نن ورځ انټرنيټي او بريښنايي ليکنو ډیر وګړي دکتاب له مطالعې څخه را ګرځولي دي، ديو عرب عالم په خبره په عربو کې دکتاب نه لوستنې سلنه ٪۷۹ فيصده ده. اوسمهال دخلکو ويښتيا او اصلاح بايد دهغه وسائلو په مټ وشي، چې دوي شپه ورځ ورته لاس رسی لري.

نن ورځ تر ډيره حده دليکوالي په برخه کې تشه تر سترګو کيږي، له يوې مدرسې او ښوونځي څخه په کال کې زرګونه فارغینو ته که ديوې مقالې دليکلو کار ور له غاړې شي؛ نو دې کار ته که ته دګوتو په شمېر کسان آماده و، پاتې نور په ليکوالي کې مهارت نه لري.

د ليکوالي په برخه کې د پياوړتيا لپاره باید لاندې کارونه په پام کې ونيول شي:

۱- د مدارسو او مکتبونو ښوونکي بايد خپلو شاګردانو ته په اونۍ کې ديو مضمون ليکلو کار سپاري، تر څو دوی له وړوکتوبه له ليکوالي سره بلد شي او په راتلونکي کې هر يو پياوړی ليکوال جوړ شي.

۲- په مياشت کې يو ځل دليکوالي په اړه سيمنار جوړيږي، دليکوالي په اهميت عامه پوهاوی ورکړل شي، د ليکنو پر سر امتيازات تعين شي او په مياشت کې دهر ليکوال ليکني دمدرسې يا مکتب په ديوال را ځوړندي شي. دا ډول کار دکراچۍ په يو مشهوره مدرسه کې هم کيږي چې ماته په نظر ډير ګټور معلوم شو.

۳- په معاصر نصاب کې باید دليک لوست، املاء او دپښتو او فارسي ژبې ګرامر کتابونه درج شي، تر څو دا کار دليکوالي په برخه کې د مثبتو بدلونونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

دا هر څه ددې لپاره چې ټولنه مو په غیږ کې داسې ليکوالان ولري چې د اسلامي امت پوره رهنمايي وکړي او د معاصرو راپورته شویو فتنو او ګمراهيو مخه ونيسي، له داسې ناخوالو سره بيا مخ نشو چې دليکوالي دنه موجوديت په خاطر ښه با استعداده او پوه کسان خپل علم له ځانه سره قبر ته یوسي او څوک ترې استفاده ونه کړي.

 حسان مجاهد

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب