لويه وچه څه ته وايي؟ څو لویې وچې شتون لري؟

په نړۍ کې اوه لويې وچې ( اسيا، اروپا، افريقا،شمالي امريکا، جنوبي امريکا،انتراکتيکا او استرليا) دي خو يو ځل بيا فکر او سوچ وکړئ چې ددغو لويو وچو په ليست کې يو بله لويه وچه د زيلينډيا (Zealandia) په نوم د شامليدو په حال کې ده خو ددې هر څه د مخه لومړی بايد د ځمکې د قشر د عمومي معلوماتو په اړه يو څه پوه شو.
د ځمکې قشر په دوه برخو ويشل شوی ده چې يو يې د وچې قشر او بل يې د اوبو قشر دی . د ځمکې قشر د 14 لويو پليټونو ( تختو ) څخه جوړ شوی ده، ددغو پليټونو په مرسته مونږ کولای شو چې د ځمکې تاريخ او ټولې هغه پروسې چې په ځمکه کې سرته رسيږي په اسانئ سره مطالعه کړو. په تيرو 50 کلونو کې د ځمکې د پليټونو (Plate Tectonic ) د جوړښت، خصوصياتو او ځانګرتيا د څيړلو په اړه ډير پرمختګ شوی او په عينې وخت کې د وچو حرکت، د وچو او سمندرونو سرحدونوپيژندنه او نورو برخو کې دکشف او څيړنو په اړه زمونږ په علميت اوپوهه کې د پام وړ زياتوالئ راغلی. ددې لپاره چې زايلينډيا لويه وچه وپيژنو ددي څخه وړاندې بايد لويې وچې وپيژنو.
لومړی بايد لويې وچې په تعريف پوه شو . Glossary of Geology لويه وچه داسې تعريفوي* لويه وچه د ځمکې د کرې هغه لويه کتله ده چې وچې او شيوه لرونکې ځمکې پکې شاملې وي*. بايد ووايو چې يوه وچه لوړې ( غرونه )، په پراخې اندازې سره سليکاتي برخه، متحوله او رسوبي ډبرې ، پنډ قشر ولري او سايزميک چټکتيا يې د سمندر په نسبت کمه وي ، که چيرې د ځمکې يو قشردغه پورتني خصوصيات ولري د وچې په نوم ياديږي.
کله چې څيړونکو د 19 پيړۍ څخه وروسته د جيولوجي او جيو فزيک د مطالعو او څيړنو لپاره يې د پرمختللو تګلارو او وسايلو څخه استفاده وکړه او د ځمکې په اړه يې هر ډول ډول معلومات راغونډ کړل نو دوی دې نتيجې ته ورسيدل چې نيوزيلينډ(New Zealand) هم د ځمکې په مخ اضافه يا بله لويه وچه ده. په 1984 کال کې د Cogley په نوم جيو فريک پوه، نيوزيلينډ د لويو وچو په ليست کې شامله کړه خو ده په خپله مقاله کې دا هم څيړلي وو چې ددغې لوې وچې حدود په نامناسب ډول سره جوړ او نقشه شوي دي، او د لومړئ ځل لپاره د زيلينډيا اصطلاح د Bruce Luyendyk جيوفزيک پوه پواسطه استعمال شوه او دغه اصطلاح د څو اشتراکي نومونو (Chatham Rise, Lord Howe Rise, Campbell plateau, New Zealand ) څخه جوړه شوی، نوموړي په خپله څيړنيزه مقاله کې يواځې دا ليکلي وو چې زيلينډيا د ځمکې د قشر يوه لويه ټوټه ده نور يې د زيلينډيا د لويې وچې د خصوصياتو او د هغې د پروسو په اړه يې کومه څيړنه او مطالعه نه وه کړې، هغه يواځي ددې لويې وچې نوم ذکر کړې وو او بس.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب