لواطت -لوی ګناهونه ۱۱
الله جل جلاله مونږ ته د لوط عليه السلام د قوم كيسه په قرانكريم كې څو ځايه كړېده چې يو د هغو ځايونو څخه يې په دې اياتونو كې يې هم يادونه كړې ده: فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُودٍ}82{ مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ }83{( ۱ )كله چې زمونږته حكم راغى لاندي باندي ( نسكور ) مو كړل او پر له پسې مو داسې كاڼي پرې راو اورول چې له خټو جوړ او په اور پاخه شوي وو ستا د رب په وړاندې ( نښه ) شوي كاڼي او دا ( عذاب ) له ظالمانو څخه لرې نه دى .
دغه كاڼي داسي نښه شوي وو چې دا ګمان پرې نه كېده چې دا به د دنيا كاڼې وي ، داكاڼي د الله جل جلاله په هغه خزانو كې دي چې بل څوك يې د دهد اجازې پرته واك نه لري ، كه چيري د دې امت ظالمان همدا ډول كارونه وكړي دوى ته به همدا ډول عذاب وركړي .
په همدې وجه پېغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي دي : ( ان اخوف ما اخاف على امتى عمل قوم لوط ) ولعن من فعل فعلهم ثلاثا فقال : ( لعن الله ومن عمل عمل قوم لوط ، لعن الله من عمل عمل قوم لوط ، لعن الله من عمل عمل قوم لوط ) (2) په تاسي ډېر په دې وېرېږم چې د لوط عليه السلام دقوم په كارونو به اخته شى ، څوك چې د لوط د قوم كارونه كوي په هغوى يې درې ځلې لعنت ويلى بيا يې وويل : ( الله جل جلاله په هغه چا لعنت وايي چې دلوط عليه السلام دقوم كار كوي ، الله جل جلاله په هغه چا لعنت وايي چې دلوط عليه السلام دقوم كار كوي ، الله جل جلاله په هغه چا لعنت وايي چې دلوط عليه السلام دقوم كار كوي .)
پېغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي دي : ( من وجد تموه يعمل عمل قوم لوط فقتلو الفاعل والمفعول ) (1) څوك مو چې مو دلوط عليه السلام دقوم د كار په كولو وليدلو فاعل او مفعول دواړه ووژنئ .
ابن عباس رضی الله عنه وايي: د دې ډول كسانو لپاره په كلي كې تر ټولو لويه وداني وګورئ ، د هغه ځاى څخه يې راوغورځوى او بيا يې په كاڼو وولى لكه څرنګه چې الله جل جلاله د لوط عليه السلام د قوم سره دا ډول كار كړى و.
ټول مسلمانان په دې اړه په يوه خوله دي چې( لواطت ) د لويو ګناهونو له جملې څخه دى: أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ}165{وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُم بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ }166{(2)
ژباړه: ايا تاسي د مخلوقاتو نه ايله نارينه ته ورځى او مېرمنې مو پريږدى چې خپل رب مو درته پيدا كړي دي ؟ بلكې تاسي دحد نه تيرودونكي ياست .
الله جل جلاله په بل ايت كې د خپل نبى لوط عليه السلام په اړه وايي : وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَت تَّعْمَلُ الْخَبَائِثَ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمَ سَوْءٍ فَاسِقِينَ}74{(3)
له هغه كلي څخه مو وژغورلې چې بد كاري يې كوله ، رښتتيا چې هغوى يو ناوړه فاسق قوم و .
د ( فاسقانو ) دكلي نوم سدوم و ،اوسيدونكو يې بد كارونه كول چې الله جل جلاله يې په قرانكريم كې يادونه هم كړې ده، نارينه وو به د نارينه وو سره د شا لخوا بد كاري كوله، په مجلسونو كې به يې هم ډېر بې لارې ـ بې لارې كارونه كول سره دې چې دوى په دې هم پوه وو چې دا كارونه الله جل جلاله منع كړي دي .
حضرت ابن عباس رضی الله عنه وايي:د لوط عليه السلام قوم لس كارونه كول هغه دا دي : (۱)نارينه وسنګار (2) لنګ خلاصول (1) (۳)په ټوپك او يا په وړو كاڼو باندې ښكار (2) (۴) په كوترو لوبې كول (5) په ګوتوشپېلۍوهل، (6) لنګ ځوړندول (٧) لنګ دخپل ځاى څخه لاندې تړل ،(3 )(٨) شراب څښل (٩) د نارينه وو سره بد كاري (١٠)او سحاق :يعني يوه ښځه دبلې ښځې په فرج کې فرج ورکوال ،اوداحرام دي ځکه چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم په دې اړه فرمايلي دي : ( سحاق النساء زنى بينهن ) (4).
حضرت ابوهريره رضی الله عنه وايي پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : ( اربعة يصبحون فى غضب الله ويمسون فى سخط الله تعالى ) (5) قيل : من هم يا رسول الله ؟ قال : ( المتشبهون من الرجال باالنساء ، والمتشبهات من النساء بالرجال ، ولذي ياتى البهيمة ، ولذي ياتى الرجل ) څلور كسان د الله جل جلاله په غضب او قهر كې شپې او ورځې تېروي : چا ورته وويل اى د الله جل جلاله رسوله ! دا كوم كسان دي ؟ پېغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وويل : هغه نارينه چې د ښځينه وو په ډول ځانونه جوړوي ، هغه ښځيچې د نارينه وو په ډول ځانونه جوړوي ، هغه كس چې د حيواناتو سره بد كاري كوي او بل هغه كس چې دنارينه وو سره بد كاري كوې ( بچه باز )وي.
همدا ډول په بل روايت كې راغلى دي : ( كله چې يونارينه دبل نارينه سره بد كاري وكړي ، د الله جل جلاله د قهر او وېرې څخه عرش په لړزان راځي تر دې چې نزدې وي اسمان پر ځمكه راولويږي ، خو ملائيكي اسمان د اړخونو څخه نيسې او د دې لپاره چې د الله جل جلاله قهر ختم شي ( قل هو الله ) تر اخره پورې بيا ـ بيا وايي .
( ۱ ) پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : ( سبعة يلعنهم الله تعالى ولا ينظر اليهم يوم القيامة ويقول : ادخلو النار مع الداخلين الفاعل والمفعول به يعنى الواط وناكح البهيمه وناكح الام، وناكح يده ولا ان يتوبوا )
ژباړه : پر اوو كسانو د الله جل جلاله لعنت دى او دقيامت په ورځ ( د مهربانى په سترګه ) هم نه ورته ګوري او ورته به ووايي: دوزخ ته د ننوتونكو ( دوزخيانو ) سره ورننوځئ بدكاري كوونكي او مهيا كوونكي ( فاعل او مفعول)، د حيواناتو سره بد كاريكوونكى ، د لاس سره بدكاري كونكى ( موټ وهونكى) او د مور و لور سره بد كاري كوونكى دهغه چا څخه پرته چې توبه وباسي .
د قيامت په ورځ باندې به يوه ډله راشي چې په دنيا كې يې دخپل شرم ځاى سره لوبې كړي وي ( موټ وهلى وي ) لاسونه به يې د ( موټ وهلو ) له كبله ( حمل ) شوي وي.
په يو بل روايت كې راغلي دي چې د لوط عليه السلام د قوم كسب نرد ( شطرنج يا لډو ) كول ، د كوترو سيالۍ( كوتر بازي )، سپي جنګول ( سګ بازې ) تول او وزن كمول او څوك چې اوس دا ډول كارونه كوي دهغوى لپاره د قيامت په ورځ دردونكى عذاب دى .
په اثر كې راغلي ديچې څوك كوترې جنګوي هغه به تر هغه پورې نه مري تر څو چې فقير شوى نه وي . ابن عباس رضی الله عنه بيا وايي : ( بچه باز كه دتوبې پرته مړ شي په قبر كې به يې شكل د خنزير د شكل په ډول وي .)
پېغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي دي : ( لا ينظر الله الى رجل اتى رجلا او امراة فى دبرها )( ۱ ) الله جل جلاله هغه چا ته د ( رحمت په سترګه ) نه ګوري چې دنر اويا ښځې سره دشا لخوا ( په مقعد كې ) بد كاري كوي
ابو سعيد الصلعوكي وايي : ( په دې امت كې به يوه ډله راپيدا شي ، چې بچه بازان به ورته ويل كيږي هغوى به درې ټولګيهويلومړىټولګۍبه يې كتل كوي، دوهم ټولګۍبه يې خبري كوي او درېم ټولګۍ به يې بد كاري كوي .)
په شهوت باندې ښځو او يا سړيو ته كتل زناء ده، په دې اړه پېغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي دي:
( زنا العينين النظر ، وزنا السان النطق ، وزنى اليد البطش ، وزنا الرجل الخطاء ، وزنى الاذن الاستماع والنفس تمنى والتشتهي ، والفرج يصدق ذلك او ويكذبه ) (1)دسترګو زنا كتل ، دژبې زنا خبرې كول ، دلاس زنا نيول ، دپښو زناء تګ او د غوږونو زنا اورېدل دي ، زړه يې ارزو او شوق كوي او شرم ځاى يې رښتيا او يا دروغوي .
د دې وجې ښه او نېكان خلك ځانونه دهلكانو د ليدلو او مجلسونو څخه ژغوري ، الحسن بن ذكوان وايي : ( دشتمنانو د زامنو سره مه كښينئ ځكه چې د دوى شكلونه د پېغلو په ډول ښايسته دي او د ښځوڅخه زيات فتنه ګر دي . ) يو تابعي ويلي دي: ( زه پر يو پرهېزګار ځوان باندې دي د يو وحشي حيوان ( دحملې ) څخه نه ويريږم لكه څومره چې ديو هلك سره د ده د ناستې څخه ويريږم ) او همدارنګه يې بل ځاى ويلي دي: ( يو سړى دي په يو ځاى كې په يوازي ډول د يو هلك سره شپه نه تيروي )
ځينې عالمان وايي : ( د هلكانو سره په كور،كوټه او داسې نورو ځايونو كې يواځي كښېناستل حرام دي د دوى مثال د ښځو په ډول دى.) پېغمبر صلی الله عليه وسلم په دې اړه ويلي دي : ( ما خلا رجل بامراة الا كان الشيطان ثالثهما ) (2)سړى دي د ښځې سره يو ځاى نه كښېني ځكه چې شيطان د دوى په مېنځ كې درېيم دى .
ځيني هلكان دومره ښايسته وي چې د هغه ښايست په ښځو كې هم نه وي او د هلكانو سره بد كاري دومره اسانه ده چې دښځې پهاړه يې هيڅ فكر هم نه كيږي نو ځكه يې حراموالى هم زيات دى . په دې اړه د بزرګانو ويناوې دومره ډېري راغلي دي چې شمېر يې هم دتصور څخه وتلى دى لنډه دا چې ټولو په اتفاق سره دا كار ډېربد او ناروا ګڼلى دى ځكه چې شريعت ناروابللى دى ،د بزرګانو كومې خبرې چې مودلته يادي كړې دا د ټولنې د سمونې او غيرت په خاطر وې.( 1 )
يوه ورځ سفيان الثوري حمام ته ننوتلو چې يو ښائسته هلك يې په مخه ورغى سفيان الثوري چغې كړې او بيا يې وويل : ( زما څخه يې لرې كړى ـ رې كړى ، زه د هرې ښځې سره يو شيطان او د هر ښايسته هلك سره لس ( 10) شيطانان وينم .)( 2)
يوه ورځ يو سړى امام احمد رحمة الله عليه ته راغى يو هلك ورسره و، امام صاحب رحمة الله عليه ورته وويل : ( دا ستا څه كيږې ؟ هغه وويل : خوريۍ ( دخور زوى ) مې دى . امام صاحب رحمة الله عليه ورته وويل : بل ځل دى د ځان سره مه راروله او مه ورسره ګرځه ځكه چې هغه څوك تا او دى نه پيژني كېداى شي بد ګمان درباندي كوي .)كله چې دعبد القيس رضی الله عنه نمايندګان پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته راغلل يو ښايسته هلك هم ورسره وو، پېغمبر صلی الله عليه وسلم هلك خپل شاته كښېنولو بيا يې وويل : ( انما كانت فتنة داود عليه السلام من النظر ) (3)يقيناً ( ښايسته هلك ته ) كتل د داود عليه السلام په فكر فتنه وه او بيا يې دا شعر ولوستى :
كل الحوادث مبداها من الـنـظر ومعظم النار من مستصغر الشرر
والمرء ما دام ذا عين يقلبـــها فى اعين الغير موقوف على الخطر
كم نظر فعلت فى قلبصاحــبها فعل السهام بلا قوس ولا وتر
يسر ناظره ماضر خــــاطره لا مرحبا بسرور عاد بالضرر
په يوحديث شريف كې پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : ( النظرة سهم مسموم من سهام ابليس فمن تركه او ورث الله قلبه حلاوة عبادة يجدها الى يوم القيامة ) ناروا كتل د ابليس د غشو څخه يو زهرجن غشى دى چا چې ( ناروا شيانو ته ) ونه كتل پرېښودل الله جل جلاله به يې د عبادت خوږوالى په زړه كې ور واچوې چې د قيامت تر ورځې پورې به يې په زړه كې وي .
فصل
دهغه كس د انجام په اړه دى چې پر ځان خلك اچوي
خالد بن وليد رضی الله عنه ( ۱ )وايي چې په يوځاى كې مې يو څه كسان وليدل چې نور خلك ورسره د ( مقعد ) له لارې بد كاري كوي، حضرت ابو بكر صديق رضی الله عنه مې د دې كيسې څخه خبر كړهغه بيا په دې اړه د صحابه وو سره مشوره وكړه ، حضرت على بن ابى طالب رضی الله عنه ورته په دې اړه وويل : دا هغه ګناه ده چې دټولو قومونو پرته به يو قوم كوله ( دلوط عليه السلام قوم ) الله جل جلاله مونږ د هغوى د عذاب څخه خبركړي يو چې څه يې ورسره وكړل نو څوك چې اوس د هغوى په ډول كارونه كوي په اور دي وسوزول شي ، د دې مشورې څخه وروسته حضرت ابوبكر صديق رضی الله عنه حضرت خالد بن وليد رضی الله عنه ته وليكل : ( كوم كسان چې د لوط عليه السلام د قوم په كارونو اخته دي هغوى په اور وسوزوئ.)
حضرت على رضی الله عنه وايي : څوك چې د ځان څخه دومره ( طائع ) جوړ كړي تر دې چې خلك ورسره بد كاري هم وكړي الله جل جلاله به د ښځو شهوت په كې ورواچوي او په قبر كې به د قيامت تر ورځې پورې رټل شوى شيطان ورڅخه جوړكړي.
په دې باندې دامت اجتماع ده كه څوك د خپل غلام سره د ( د لوط عليه السلام د قوم ) كار وكړي هغه ( لوطي ) مجرم دى .
حضرت عيسى عليه السلام ويلي دي: ( چې يو وخت په سفر باندې روان وم، په لاره كې يو سړى په مخه راغى چې اور پرې بل و ، اوبه مې را واخستلې چې د اور څخه يې وژغورم ، په دې وخت كې ناڅاپه اور هلك او سړى اور شو ، زه ورته هك پك حيران شوم الله ته مې سوال وكړ چې دواړه بېرته و هغه شكل ته واړه وه چې په كوم ډول په دنيا كې وو چې زه ورڅخه پوښتنه وكړم دوى څه ګناه كړې ده ، الله جل جلاله دواړه بيرته ژوندي كړل يو سړى او بل هلك و ، ما ورڅخه پوښتنه وكړه : چې ستاسي ګناه څه ده ؟ سړي وويل : اى د الله رسوله ! ( روح الله ) : زه په دنيا كې په دې هلك مين وم ، شهوت مې وپارېدى بلاخره بد كار مې هم ورسره وكړ،كله چې زه او هلك دواړه مړه شو كله هلك يوځل اور شي ما سوزوي او كله بيا زه يو ځل اور شم دى سوزوم د قيامت تر ورځې پورې به زمونږ دا عذاب وي .
د الله جل جلاله د قهر څخه پناه غواړو ، دبخښنې ، مهربانۍ ، نرمۍ او دهغو كارونو دكولو سوال ورڅخه كوو چې دى پرې خوشحاليږي .
فصل
د مېرمنې سره دشا (مقعد) لخوا كوروالى كول
د مېرمنې سره د شا لخوا په ( مقعد)كې كوروالى كول د لواطت په ډول دى ، الله جل جلاله اوپېغمبر صلی الله عليه وسلم دا ډول كوروالۍ حرام كړى دى، الله جل جلاله په دې اړه ويلي دي: نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ ) ( ۱ ) مېرمنې مو ستاسي كروندې دي كروندې ته مو له هغه اړخه راشى چې ستاسو خوښه وې .
يعنې په كوم ډول چې تاسي د خپلې مېرمنې سره كوروالى كوى هغه درته روا ده ، كه د مخ او يا كه دشا له خوا كوروالى ورسره كوى هيڅ پروا نه لري خو يو ځاى ( سوري ) ته به ورځى .
ديوځاى ( سوري ) په اړه راغلي دي چې هغه ( فرج ) دى ځكه چې دا دكروندې ځاى دى يعنې كه د هر اړخه وي خو ماشوم دكرلو په ځاى كې كوروالۍ وكړى ،مقعد پليت او دګندګۍ ځاى دى .
د پورتني ايت د رالېږلو لوى لامل دا و چې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم په وخت كې به يهوديانو ويل : كه د شاه لخوا د مخ په ځاى كې كوروالۍ وشي بيا دكوچني سترګي كږې راځي بيا صحابه وو په دې اړه د پېغمبر صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وكړه نو الله جل جلاله د يهودانو د خبرې د دروغلو په خاطر دا ايت راولېږى : نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ ) (2)مېرمنې مو ستاسي كروندې دي كروندې ته مو له هغه اړخه راشى چې ستاسو خوښه وي .
په يو حديث شريف كې راغلي دي ( اتقو الدبر والحيضة ) د مقعد او دحيض په وخت كې دكوروالي كولو څخه ځانونه وژغورئ.( 1)
له ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي :په هغه کس لعنت ويل شوى چې له مېرمن سره دحيض په حال کې جماع کوي.يادشاله خواه
ترمذي دحضرت ابوهريرة رضی الله عنه څخه روايت كړى دى وايي پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : ( من اتى حائضا او اماة فى الدبرها او كاهناً فقد كفر بما انزل على محمد ) (2)
ژباړه: چاچې د خپلې ميرمنې سره دحيض په وخت كې يا په مقعد كې كوروالى او يا كوډي وكړي يقياً هغه ( كس ) په هغه څه ( كتاب ) چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته راغلى دى كافر شو .
يعني څوك چې دميرمنې سره دحيض په وخت كې يا په مقعد كې كوروالى وكړي هغه كس لعنتي او په سخت عذاب كې اخته دى، هغه كسان هم په دې سخت عذاب كې شامل دي چې نجومي ته ورځي ، د پټ رازونو دويلو دعوه كوي ،د پټو كارونو خبرې كوي او يا د دې كسانو پخلى كوي .
ډېر ناخبره كسان په دې ګناه كې له دې كبله اخته كيږې چې هغوى په دې پوه نه وي او يا يې په دې اړه څه اورېدلي نه وي، نو له همدې وجې ابو الدرداء ويلي دي: ( عالم شه يا طالب شه يا اورېدونكى شه او يا ورسره مينه ولره ( ملګرى ) يې شه او پنځم يې مه كيږه ځكه چې پنځم يې تبايي ده.) يعنې پنځم كس نه عالم وي، نه زد ه كوونكى ، نه ښو خلكو خبرو ته غوږ نيسي او نه يې هم ملګري كوي .
په هرسړي واجب دي چې د الله جل جلاله څخه د ټولو تېرو ګناهونو بخښنه وغواړي او پاتې عمر د الله جل جلاله په خوښۍ كې تېر كړي .
اى زمونږه ربه ! په دنيا او اخرت كې دبخښنې او نرمۍ سوال درڅخه كوو يقيناً چې ته ښه مهربان ذات يې .
ژباړن :مولوي نورالله ( وفا )
( ۱ ) سورة هودالآيتان ( ۸۲ ـ ۸۳ ) .
(2) رواه ماجه والترمذي وقال حسن غريب والحاكم وقال صحيح الاسناد اهـ منذري .
(1) وراه، د، ت، هـ ، كلهم من رواية عمروبن ابي عمروعن عكرمة عن ابن عباس، وعمروهذا احتج به الشيخان ـ يعني خ، م ـ وغيرهما، وقال ابن معين ثقة، ينكرعليه حديث عكرمة عن ابن عباس يعني هذا اهـ منذري في .
(2) سورة الشعراء الآيتان ( ۱۶۵ ـ ۱۶۶ ) .
(3) سورة الانبياء، الآية (۲) .
(1) البندق : كل مايرمى به من رصاص كروي وسواه .
(2) الحا لحصى : الضرب اوالرمي بها .
(3) بضم الهمزة وسكون الزاي كذاضبطه في المنجد، وقال هومعقدالازارهـ والمراد هناوالله اعلم محل معقدالازار من الاقبية .
(4) رواه الطبراني في الكبيرعن وائلة، قاله في الجامع الصغير، واسناده لين قاله المصنف في صغراه .
(5) رواه الطبراني والبيهقي من طريق محمدبن سلام الخزاعي، ولايعرف عن ابيه ابي هريرة قال البخاري لايتابع على حديثه اهـ منذري .
( ۱ ) ذكرالسيوطي حديثًا نحوهذاالحديث، رآه على طهرنسخة ابن ابي شيبة بخط مغربي، لم يعرف كاتبه، فذكرسنداً الى انس، قال: وكتب غيره عليه . هذااسناد رواه لين موضوع اهـ ذيل اللآلىء .
( ۱ ) رواه ت، س ، حب في صحيحه .
(1) رواه خ ، م ، د، ي بنحومما هنا .
(2) الحسن بن ذكوان البصري ابوسلمة يروي عن الحسن وابن سيرين .
(1) ذكره الترمذي وروى نحوه الطبراني من حديث ابي امامة واشارالمنذري ضعفه وقال غريب .
(2) سفيان بن سعيدالثوري ابوعبدالله الكوفي احدالاعلام . قال الخطيب كان الثوري امامًا من ائمة المسلمين ، وعلماً من اعلام الدين مجمعًا على امامته مع الاتقان والضبط واحفظ والمعرفة والزهدوالورع توفي بالبصرة سنة (۱۶۱) اهـ خلاصة ملخصًا .
(3) رواه الديلمي بسنده الى الحسن عن سمرة، به قال ابن الصلاح في شكل الوسط: لااصل لهذاالحديث . وقال الزركشي ففي تخريج احاديث الشرح الكبير: هذا حديث منكرفيه ضعفاء ومجاهيل . وانقطاع، وقداستدل على بطلانة بقوله صلی الله عليه وسلم ) اني اراكم من وراء ظهرى( اهـ ذيل الموضوعات السيوطي .
( ۱ ) رواه ابن ابي الديناء ومن طريقه البيهقي بسندجيد، قاله المنذري في ترهيب .
( ۱ ) سورة البقرة الآية (۲۲۳) .
(1) رواه احمدو ابوداود قاله المنذري .
(2) رواه احمد، ت، ي، د، هـ كلهم من طريق حكيم الاثرم عن ابي تميمة طريف بن خالدعن ابي هريرة وسئل ابن المديني عن حكيم من هوفقال اعيانا هذاوقال ح في تاريخه الكبيرلايعرف لابي تميمة سماع من ابي هريرة اهـ منذري في ترهيبه قال المصنف في الصغرى وليس اسناده بالقائم اهـ .