له يوې پايې پرته څه ډول يو ښه تصوير اخيستی شو؟
دا تصوير پرته له پايې اخيستل شوی. خو دا چې د شټر د چټکوالي له مخې په يوه ثانيه کې اخيستل شوی، له منځه تللی نه ښکاري.
راځئ رښتيني شو: هېڅوک نشي کولای يوه درنه پايه له ځان سره يو او بل ځای ته په ځانګړې توګه د سفر په وخت کې ولېږدوي. خو غواړو چې په شپه کې هم ښکلي تصويرونه واخلو.
- له فکر پرته عکس اخيستل
تاسې کولای شئ له يوه دېوال، لويې ډبرې، کثافت دانۍ او يا بل څه څخه د يوې پايې په توګه ګټه واخلئ. کامره پاس پرې کېږدﺉ او ترکيب يې برابر کړﺉ. کولای شئ د تعادل د برابرولو لپاره تر کامرې لاندې يو څه کېږدﺉ. که کامره ژوندۍ منظره ولري، يو ښه او سم کمپوز په آسانۍ سره برابروی شو. که چېرې برابره نه وي، کولای شئ يو څو تصويرونه واخلئ، ويې ګورﺉ او له اړتيا سره سمه يې برابره کړﺉ.
- کار مو رڼا ته په کتلو سره د روښنايي په عنوان، سوژه او يا موضوع بدل کړﺉ. د روښنايي لپاره رڼا سوژه نه ده.
- ښه موقعيت وټاکئ.
- کامره په پايې کېږدﺉ.
- ډاډه شئ چې د کامرې برابرښت (تنظيمات) مو سم دي.
- د عکس تر اخيستو مخکې، عکس په چوکاټ کې را ولئ.
- شټر پرانيستی پرېږدﺉ چې ټول چاپېريال ونيسي.
- له ځانه هنر وښيئ.