له قرآن کريم څخه څوک ګټه اخستلاى شي؟
الم)(ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ) (الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ)(وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ)(أُوْلَئِكَ عَلَى هُدًى مِنْ رَبِّهِمْ وَأُوْلَئِكَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ)(البقرة1- 5)
ژباړه: د الم په مراد يواځې الله پوهيږي داد الله کتاب دى په ده کې هيڅ شک نشته دا د هغو پرهيزګارانولپاره لارښود دى چې پرغيبو ايمان لري اوپه سمه توګه لمونځ اداکوي اوکوم مالونه چې موږ دوى ته ورکړي هغه دالله په لارکې لګوي او دوى هغه کسان دي چې په هغه کتاب چې موږ پرتا نازل کړى يقين کوي اوپرهغو کتابونو چې موږ له تاڅخه د مخه نازل کړي ايمان لري اوپه ځانګړې توګه پر اخرت باورکوي دا ستايل شوي کسان د خپل رب له پلوه په سمه لار روان دي اوهم دغه ستايل شوي کسان په مراد رسيدلي دي(دکاميابۍ پړاوته رسېدلي دي)
لنډ تفسير:
1- د ذلک الکتاب .. ساده مطلب دادى چې بېشکه دا د الله کتاب دى،البته دايې هم مطلب دى چې دا داسې يوکتاب دى چې د شک کولو ځاى پکې نشته که څوک پکې شک اوشبهه کوي نو د همغه کس دخپلې ناپوهي پربنسټ شک اوترددکوي قرآن کريم دشک اوترددکتاب ندى.
له قرآن کريم څخه پرته د بشرپه لاس نور ليکل شوي کتابونه چې کله هم له طبيعت څخه پورته اموروباندې څېړنه کوي هغه صرف دګمان،اټکل اوقياس پربنسټ ولاړ وى د هغو ليکونکي په خپله په شک اوتردد کې پراته وي په پوره باورسره خبره نشي کولاى که څه هم کله ناکله د يقين څرګندونه کوي خوپه نفس الامرکې پرې باور نکوي خو قرآن کريم چې کله له غيبي اوغيرغيبي امورو څخه يادونه کوي هغه سل په سله يقيني وي داځکه چې د دې کتاب راليږونکى عليم اوخبير ذات دى يواځې الله تعالى د ټولوکارونو په حقيقت باندې پوهيږي اوبس.
2- هدى للمتقين: داکتاب سرترپايه هدايت اولارښود دى البته له دې کتاب څخه دګټې دپورته کونې لپاره يوڅوصفات ضروري دي چې په بنده کې بايدموجود وي په لنډه توګه يې دلته يادونه کوو:
لومړنى صفت داچې انسان بايدپرهيزګار وي ښه اوبد وپېژني پرښوعمل وکړي اوله بدوڅخه ځان وژغوري.
دوهم صفت: دا چې په هغوامورو باور ولري چې د انسان له حواسوڅخه پټ دي د نمونې په ډول دالله تعالى ذات ،صفات،جنت،دوزخ پريښتې اوداسې نور په دغوحقائقوباندى د قران له خبرونې سره سم باور ولري کوم شک اوتردد پکې ونکړي اوخبره يواځې الهي وحې ته حواله کړي
دريم صفت يې دآ وي چې يوازې په يقين کولو او باور ساتلو بسنه ونکړي بلکې په فوري توګه له يقين څخه وروسته عمل ته ملا وتړي او د عملي اطاعت لومړنۍ نښه په درسته توګه د لمانځه ادا کول او د الله په لارکې مال لګول دي.
څلورم صفت يې دا دى چې له قرآن کريم څخه دمخه په اسمانې کتابونوباندې باور ولري چې هريو يې په خپل وخت کې دهدايت يواځنۍ لاره وه البته دقرآن کريم په رانازليدوسره هغه ټول منسوخ شول د اوس لپاره يواځې قرآن کريم اومحمدي شريعت ترقيامته پورې دعمل وړدى اوبس.
پنځم صفت به ېې دا وي چې په ځانګړې توګه په اخرت يقين ولري ،اخرت يوجامع لفظ دى چې په اجمالي توګه لاندې خبرو ته ورشامل دي
1- انسان چې دنياته تشريف راوړى دا غيرمسؤل ندى راغلى بلکه دخپلوټولوکړو وړو ځواب به دقيامت په ورځ دالله تعالى په حضورکې وايي.
2- د دې دنيا دا نظام تل پاتى ندى يو داسې وخت راتلونکى دى چې پرته د الله تعالى له ذات څخه به ټول دنياوال فناء کيږي
3- دقيامت له ورځې وروسته به ټول مخلوقات بيا راژوندي کيږي ،نوې ځمکه به هواره کړل شي اوټول انسانان اوپېريان به راجمع کړل شي آن تردې چې نورټول ژوي به هم راوستل شي اوله ټولوسره به په پوره توګه محاسبه کيږي اوټولوته به دخپل عمل بدله ورکول کيږي د دې په پايله کې به مؤمنان جنت ته ولاړشي چې دا حقيقي کاميابي ده اوکافران به د تل لپاره دوزخ ته ولاړشي چې داحقيقي ناکامي ده الله تعالى دي موږ اوتاسي ترې په کرم سره وژغوري.
که څوک په پورته يادوشويو عقائدوباورونه لري هغه له قرآن کريم څخه ګټه نشي پورته کولاى .
مولوي امين الله ازره وال