له دې وروسته قدم وهل مه هیروئ

قدم وهل که څه هم ۴۰ قدمه وي د انسان روغتیا لپاره ډیرې مثبتې ګټې لري. قدم وهل په ځانګړی ډول ډیر عمر لرونکي کسان له ډیرو خطرناکو نارغیو ژغوري.

دلته مو د قدم وهلو له ځینې ګټو سره اشنا کوو:

– په انسان کې اضافي وزن کموي.

– په بدن کې د میتابولیزم فعالیت بهتره کوي.

– انسان د زړه له ناروغیو ژغوري.

– انسان کې په ځان باور زیاتوي.

– د بدن عضلې غښتلی کوي.

– انسان څیره ښایسته او تازه کوي.

– د بدن هډوکې او مفصلونه غښتلی کوي.

– انسان له ذهني فشار څخه ژغوري.

– د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

– وینې فشار د لوړیدو مخه نیسي.

– کولیسټرول د زیاتیدو څخه مخینوی کوي.

– د شکر ناروغۍ په کنټرولولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب