له خپل امت سره د رسول الله مینه
له ابو هريرة رضي الله عنه نه روایت ده هغه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: هر نبي یوه قبوله شوې دعا لري چې هغه به یې کوي، خو زه غواړم دا دعا آخرت ته پرېږدم چې هلته یې د خپل امت د شفاعت له پاره وکړم.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لِكُلِّ نَبِيٍّ دَعْوَةٌ مُسْتَجَابَةٌ يَدْعُو بِهَا وَأُرِيدُ أَنْ أَخْتَبِئَ دَعْوَتِي شَفَاعَةً لِأُمَّتِي فِي الْآخِرَةِ. [رواه البخاري].
د دې حدیث یو مطلب داسي هم بیان شوی چې هر نبي د خپل ځان له پاره یوه مستجابه او قبوله شوې دعا لرله خو زه هغه دعا اخرت ته د امت د شفاعت له پاره پرېږدم، له حدیث نه معلوميږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل امت سره ډېره مینه لرله او د هغوی د دنیا او آخرت د بریالیتوب هیله یې لرله.