
له خپلو کوچنيانو اتلان جوړ کړئ
د سولې نړيوال کنفرانس ته د يوسف اسټېس د وينا لنډيز
ژباړه او راپور: جلال الدين كسات- قدرت الله جاهد
زموږ بنسټيز مسوليت د خپلو کوچنيانو سالمه روزنه ده. دا د مسلمان مور او پلار دنده چې خپلو کوچنيانو ته خواړه او پوښاک برابر کړي او تر خپلې څارنې لاندې يې وروزي. د هغوی لپاره د ښوونځي په غوره کولو کې له ډېر احتياط څخه کار واخلي. خپل کوچنيان بايد داسې ښوونځيو ته ولېږو چې د ساينسي زده کړو ترڅنګ پکې اسلامي زده کړې هم ورکول کېږي. سربېره پر دې د ښوونځي د استادانو او چاپېريال په اړه هم بايد پوره معلومات ولرو. که ستاسې د کوچنيانو استادان له اسلامي اخلاقو برخمن وي او ټولګيوال يې په مسلمانو او اصيلو کورنيو پورې اړه ولري، ستاسې کوچنيان به د اتلانو په څېر رالوی شي چې بيا به پر اسلام له خپل سره د تېرېدو همت هم ولري.
موږ ته په امريکا کې دا ډېره درنه پرېوځي چې د خپلو کوچنيانو لپاره وړ ښوونځی پيدا کړو. هلته اسلامي ښوونځي په هر ايالت کې د ګوتو په شمېر دي. خو مسلمانان اوس ورو ورو دې ته متوجه کېږي که خپل کوچنيان پر اسلامي روحيه سنبالو ښوونځيو ته ونه لېږي، نو له لاس يې ورکوي. کلونه وړاندې د امريکا مسلمانان دې ته هوسېدل چې که کوچنيان يې له نورو امريکايانو سره په شريکو ښوونځيو کې زده کړه وکړي، نو ډېر څه به زده کړي، خو دا هڅه د کوچنيانو د بايللو پر قيمت تمامېږي.
زوى يې له لاسه وركړ
زه غواړم په همدې تړاو درسره د خپل يوه ملګري کيسه شريکه کړم. له نن څخه نږدې لس کاله وړاندې يوه ورځ د ټکساس په يوه جومات کې له لمانځه وروسته له يوه ملګري سره چې مياشتې مياشتې مې نه و ليدلی مخ شوم. هغه تر روغبر وروسته را باندې زيری وکړ چې پدې بريالی شو چې خپل زوی په يوه امريکايي ولسي ښوونځي کې داخل کړي. هغه پخپل دې کار ډېر خوښ ښکارېده. خو ما ورغبرګه کړه او ورته ومې ويل:
– د دې پر ځای دې ولې په کناراب کې نه اچوه.
هغه زما پر دې خبره ډېر خواشينی شو. ما ته يې وويل:
– ما دومره غټه لاسته راوړنه کړې چې تر ډېرو هلو ځلو وروسته مې خپل زوی په امريکايي ښوونځي کې داخل کړای شو، او ته راته ستغې سپوری وايې.
ما چې څومره ورته ويل چې له دې کاره لاس واخله، زوی دې د مسلمانانو په کوم ښوونځي کې داخل کړه، که نه زوی به دې له لاسه ورکړې. هغه راسره نه منله او اخر را څخه خپه روان شو.
بله ورځ مې بيا وليده راته يې ويل چې په ښوونځي کې مې زوی ته وايي چې بايد خپل نوم په جورج واړوې که نه نو له ښوونځي خارجېږي.
ما ورته وويل:
– دا يې د بې لارۍ لومړۍ نښې دي، اوس هم د خپل زوی لپاره کوم مناسب اسلامي ښوونځی کتلی شې.
خو هغه د امريکايي ولسي ښوونځي له مشهورتيا اغېزمن شوی و او زما په خبره يې غوږ هم ونه ګروه.
له دې اشنا سره مې د بوختياوو له امله بيا تر ډېرو کلو ليده کاته ونه شول. اووه کاله وروسته همدغه اشنا يو بل ځای پر مخه راغی. تر پخوا يې ډېر کلک روغبړ راسره وکړ. او تر هغې وروسته يې راته په ژړا وويل:
– تا ما ته دروغ ويلي و، غلطه مشوره دې راکړې وه.