له جماعت سره د لمونځ ادا كول
لمونځ له جماعت سره ډير اجر او ثواب لري . له بده مرغه ليدل كيږي چې ډير خلك دا كار نه كوي ، هغه خلك چې جومات ته د تللو زحمت نه باسي ، له جماعت سره لمونځ نه ادا كوي او په دى كار كښې له لټۍ او كسالت څخه كار اخلي ، هغوي په حقيقت كښې د لوى اجر او ثواب له فيض څخه بى برخى كيږي . يو لمونځ له جماعت سره د اوه ويشتو لمونځونو برابر دى. څو ك نه غواړي چې د يو لمونځ په مقابل كښې د اوه ويشتو لمونځونو ثواب ونه كټي ؟
داسې خلك شته چې يو لك روپۍ په بانك كښې كيږدي او د مياشتې په آخره كښې فرض كړۍ كه زر افغانۍ ورته فايده لاس ته ورشي نو بيا د خوشحالۍ په جامو كښې نه ځئيږي ، كه څه هم دا فائده حرامه ده خو بيا هم دى ورته خوشحالي كوي او وايي ” او بانك راته زر روپۍ فائده راكړه ” . خداى پاك چې مونږ ته په جومات كښې د يو لمونځ د ادا كولو په مقابل كښې اويشت برابره فائده راكوي ، مونږ ددغى حلالى فائدې نه ځانونه محرومه كوو . دا دډير افسوس خبره ده او كه نه ؟
خداى پاك وايي چي ، هغه څ وك چې له جماعت سره لمونځ نه كوي او په دى كار كښې له كسالت او لټۍ نه كار اخلي ، د هغه شخص صفت د منافق سړي صفت دى .
خداى پاك په سوره بقره كښې فرمايي :
( حافظوا على الصلوات و الصلوة الوسطى و قوموا لله قانتين ) (سوره بقره 238)
د خپلو لمونځونو محافظت وكړۍ يعنى ( د لمونځولو په ادا كولو كښې ټينك ووسۍ) او په خاص ډول ( الصلوة الوسطى ) د مازديګر لمونځ او د خداى په وړاندې له اطاعت خشوع سره ودريږۍ (د لمونځ په وخت له چا سره خبرې مه كوۍ ) .
هر مسلمان ته ښايي چې د لمونځ په اداكولو پابند وي او د لمونځ احترام ولري . كه څوك د لمونځ په ادا كولو كښې له بې پروائۍ څخه كار اخلي نو قيامت په ورځ به د هغه ډير بد حال وي :
خداى پاك فرمائي :
و إذا كنت فيهم فاقمت لهم الصلاة فلتقم طائفة منهم معك و لياخذوا اسلحتهم فإذا سجدوا فليكونوا من ورائكم و لتات طائفة اخرى لم يصلوا فليصلوا معك و لياخذوا حذر هم و اسلحتهم . ( النساء 102)
او كله چې ته ( حضرت محمد ص ) ددوي په مينځ كښې يى ، او دوي ته لمونځ وركوى ، پريږده يوه ډله لمونځ كوونكي له تاسره د لم ونځ لپاره و ديرږي او خپلى وسلى له ځان سره واخلي ، كله چې دا ډله له سجدى خلاص شي ، پريږده چې خپل ځايونه راته ونيسي او بله ډله چي لمونځ يې نه دى كړى هغه له تا سره لمونځ ادا كړي او خپل احتياط وكړي اوخپلې وسلى له ځان سره واخلي .
له جماعت سره د لمونځ ادا كول دومره اهميت لري چې خداى پاك هغه د جنګ په وخت كښې هم واجب ګرځولى دى ، پاتى شوه د سولى او امنيت په وخت كښې خو له جماعت سره لمونځ كول خامخا واجب دى . نو بيا هم دا خبره تكراروم چې له جماعت سره د لمونځ ادا كول واجب ګڼل كيږي او په دى كار كښې ښايي له غفلت او كسالت څخه كار وانه خيستل شي .
د محمد (ص) سنت دي چې لمونځ بايد له جماعت سره په جومات كښې ادا شي . كه يو مسلمان دا كار نه كوي نو ددې خبرې مانا داده چې دغه مسلمان د رسول اكرم ته چې د خداى پاك رسول دى د احترام سر نه ټيټوي ، او څوك چې د خداى د رسول احترام نه كوي نو هغه بې لارې ګنل كيږي يعنى د خداى په لار روان نه دى.
هغه مسلمان چې له خپل كور څخه د جومات په لور د لمونځ د ادا كولو په غرض روانيږي ، هر قدم چې په دى لار اخلي ، خداى پاك ورته يوه حسنه وركوي او درجه يى ورته لوړوي .
د ابي هريره (رض) څخه روايت دى چې يوه ورځ يو ړوند سړي حضرت محمد (ص) ته وويل : ” يا رسول الله ، زه ړوند يم او څوك نشته چې تر جومات پورې مې ورسوي ، آيا ماته اجازه شته چې په كور كښې لمونځ ادا كړم ؟” نبي صل الله عليه والسلم ورته وويل : ” آيا ته د لمونځ د پاره ندا ( آذان ) اورې ؟”
هغه سړي په ځواب كښې وويل چې ” هو ”
حضرت محمد (ص) ورته وويل چې ” بايد چې جومات ته لاړ شى .”
همدا شان نبي صلى الله عليه و سلم فرمايي :
” څوك چې د لمونځ ندا ( آذان ) واوري او جومات ته پرته له كوم عذر څ خه لاړ نه شي نو د هغه لمونځ نه كيږي.
له حضر ت محمد (ص) څخه پوښتنه وشوه چې دا كوم عذر دى؟
آنحضرت و فرمايل : ” ويره او بيماري ”
( يعنى كه په لاره كښې ده ته خطر وي ،او كه دى بيمار وي نو دادواړه عذرونه دي )
ټول نبوي احايث په دى خبره تاكيد كوي چى لمونځ بايد له جماعت سره د خداى په كور يعنى په جومات كښې چيرته چې مؤذن د لمونځ د پاره آذان كوي ادا شي .
هر مسلمان ته ښايي چه خپل اولادونه ، خپل دوستان ، كاونشيان او آشنايان له جماعت سره د لمونځ ادا كولو ته وهځوي او ددى بختور كار په كولو ثواب وكټي.
د لمونځ پرښودل او تر ك كول كفرګڼل كيږي او همدا شان د اسلام ددين له دايرې څخه د وتلو مانا وركوي. د جابر رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول اكرم فرمايلي :
( بين الرجل و بين الكفر و الشرك الصلاة )
د سړي او كفر او شرك تر مينځ لمونځ دى
هر مسلمان ته ښايي چې هر لمونځ په خپل ټاكلي وخت له جماعت سره د خداى په كور يعنى جومات كښې ادا كړي او په دى ډول د خداى اطاعت وكړي.
له جماعت سره د لمونځ ادا كول ډيرې ګټې لري چې يو څو يى دا دي :
* لمونځ كوونكى په جومات كښې له خپلو مسلمانو ورڼو سره كوري او ورسره شناخت پيدا كوي
* په جومات كښې لمونځ كوونكي د يو بل له حال احوال څخه خبريږي .
* كه يو مسلمان كومه اجتماعي ، اقتصادي يا بله كومه ستونزه ولري نو په جومات كښې ورسره نور لمونځ كوونكي ورونه مرسته او كمك كولاى شي او د هغه مشكل رفع كولاى شي.
* جاهلانو اوكمراهانو ته په جومات كښې د پو هى درس وركول كيداى شي او دى ته تشويق كيداى شي چې د اسلام له نور نه په استفاده سمى لار ته هدايت شي.
* يو مسلمان چې له جماعت سره په جومات كښې د امام تر شا د لمونځ د پاره ودريږي نو هغه لمونځ په خشوع سره ، په صبر سره او په سم ډول ادا كوي ، ځيني خلك چې په كور كښې يوازى لمونځ كوي نو زياتره وختونه له بى صبرۍ نه كار اخلي ، لمونځ په تلوار سره ادا كوي ، ژر ژر يى كوي او ځان ترينه خلاصوي . دا كار سم نه دى . په لمونځ كښې له تلوار څخه كار اخيستل او د لمونځ د ادا كولو په وخت له تركيز څخه كار نه اخيستل د لمونځ د باطليدو سبب ګرځي ، دا هغه څه دي چى له جماعت سره په لمونځ كښې نه پيښيږي .
* له جماعت سره په جومات كښې د لمونځ ادا كول په خپل ټاكلي وخت سره سرته رسي او دا هغه څه دي چې خداى پاك يى امر كړى دى چې لمونځ بايد په خپل وخت سره ادا شي او تاخير پكښې رانه شي .
* هر مسلمان چې په جومات كښې له جماعت سره لمونځ اداكوي ، هغه ته يوه روحي تسكين او خوشحالي حاصليږي ، چې دا خوشحالي او روحي تسكين د انسان د صحت لپاره هم مفيدګڼل كيږي.
* په جومات كښې چې لمونځ كوونكي له بل سره ويني نوپه زړونو كښې يى له يو بل سره د ورورۍ مينه زياتيږي او اجتماعي اړيكي يې نورى هم ټينكيږي . دا مينه او اجتماعي اړيكى په ټولنه كښې د خلكو د بيدارۍ لپاره ډيرى ضروري دي ، په يوه ټولنه كښې چې اجتماعي اړيكى كمزورى وي نو هغه ټولنه د مختك او ترقۍ په
پوړ و سم ختلاى نه شي .
* له جماعت سره په جومات كښې د يو لمونځ ادا كول ، په كور يا بل ځاى كښې له اوه ويشتو لمونځونو برابر ګڼل كيږي.
* له جماعت سره په جومات كښې د لمونځ ادا كول او دعا كول ، انسان ته خوشبختي او نيكمرغي په برخه كوي او خداى پاك يى له غمونو، مايوسيو او مصيبتونو څخه ژغوري .
هغه څوك چې له جماعت سره په جومات كښې لمونځ نه ادا كوي ، هغوي ته وايم چې دا تجربه دى وكړي ، دا ډيره ښه تجربه ده .
هغوي دى زما دا ساده اوپه خوږه ساده پښتو ژبه څو خبرې ولولي او سمدستي دى ورباندې عمل وكړي نو بيا دى ما ته هم دعا وكړي . زما دغه دعا په كار ده.
ما علينا إلا البلاغ