لنډې ټوکې

استاذ او شاګرد

استاذ: ته پوهېږې، ولې دې وهم؟!

شاګرد: کوچنی دې تر پام درغلم، ځکه مې وهې.

سړک

مسافر له یو تن نه وپوښتل: جنابه! دا سړک چيرته ځي؟ هغه ورته وويل: هيڅ چېرته نه ځي. ټوله ورځ دلته غزېدلی وي.

خواري کښ

قاضي مجرم ته ویل: د حرانتیا خبره ده چې په یوه شپه کې ۵ کورونو ته د غلا لپاره ورغلې او مالونه دې ورڅخه يووړل!

مجرم ځواب ورکړ: بلې قاضي صیب! زه له وړوکوالي څخه ډېر خواري کښ وم.

بې عقل

دوه بې عقلان د ګيلاس د اخستلو لپاره دوکان ته ورغلل، په دوکان کې ګيلاس چپه پروت دی. يوه بې عقل ویل: دا ګيلاس خو له پورته خوا بند دی. دويم بې عقل چې ګيلاس راپورته کړ، ويې ويل: دا خو له کښتې خوا هم مات دی.

جنازه

د یوه هيواد پاچا مړ شو، خلکو يې جنازه په خور شور او زوږ سره اوچته کړه. یوه وویل: کاش چې نن پاچا ژوندی وای چې د خپلې جنازې مراسم يې ليدلي وای، څومره به خوښ شوی وو.

مالټې

يو کنجوس سړی خپل ماشوم په بوجۍ کې واچاوه او بیا په بس کې سپور شو، کلينر چې د کرايي د ټولولو پر وخت ورنه پوښتنه وکړه چې په بوجۍ کې څه شی دي؟ ده ورته وویل مالټې دي. ماشوم چې په بوجۍ کې بند وو، ناره يې کړه، بابا! ماته هم مالټه راکړه.

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ