لس ستر نړیوال شرکتونه

آیا پوهېږئ چې د نړۍ تر ټولو لومړی درجه ستر شتمن شرکت کوم دی؟

د کلنیو عایداتو پر بنسټ به تر ټولو د ډیرو پیسو لرونکو شرکتونو سره بلد شو.د نړۍ له پنځو سوو غټو شرکتونو څخه می د تر ټولو غټو لسو شرکتونو د پیژندلو څخه هدف دادی، چې د سترو اقتصادی ځواکونو د عایداتي سرچینو او شتمنیو یو ګوټ د بیلګی په توګه روښانه کړو.
ځکه همدا ستر نړیوال شرکتونه دي، چې د دولتونو پر سیاسي تګلارو هم اغیزه لري. کوښښ کوي چې د خپلو فابریکو د اومه توکو د ترلاسه کولو لپاره د نړۍ زیرمو ته لاس ور اوږد کړي، د خپلو صنعتي شویو او پخو توکو لپاره غټو بازارونو ته لاری ومومي او همدا ډول ارزانه کاري او بشري روزل شوی ارزانه ځواک په منګولو کې ونیسي.

هر کال Fortune مجله د نړۍ پنځه سوه غټ شرکتونه له لوی تر کوچني د رتبی پر بنسټ راپیژني. ددی غټو شرکتونو
دا درجه بندی The Fortune Global 500 نومیږي. رتبه یا درجه ورکول یې د نوموړیو شرکتونو د کلنی عاید له مخي ټاکل کیږي.
دا زیاتره غټ نفتي شرکتونه دي چې ډیری پیسی ګټي. همدارنګه د موټرو تولیدوونکي فابریکي او شرکتونه هم ښی لاس ته راوړنی لري.
نو دا دي هغه لس ستر نړیوال شرکتونه چې The Fortune Global 500 په ۲۰۱۹ کال کې معرفی کړي دي او موږ یې هم له وروستۍ یا لسمی درجی پېلوو او د پیسو له اندازی سره یې در پیژنو:

۱۰- تیوتا موتور Toyota Motor:

(272 ملیارده ډالره )

داد موټر جوړلو جاپاني شرکت دی چې د کال تر لسو ملیونو موټر تولیدوي. زیاتره یې په جاپان کې جوړیږي او لومړنی ماډل یې په ۱۹۳۶ کې جوړ شوی وه.
زیاتره تیوتا موتر د امریکي په متحده ایالاتو کې پلورل کیږي.
تیوتا کرولا Toyota Corolla ماډل تر ټولو زیات پلورل کیږي. په حقیقت کې دا ډول یې په نړۍ کې هر وخت او له مودو راهیسې زیات پیرودونکې لري. نوموړی شرکت د ګاډو پر تولید سربیره روباتونه هم جوړوي او له بیو تکنولوجي سره هم بوخت دی.
تیوتا موتور شرکت هر کال یوه زیاته اندازه پیسې پر څېړنیزو او پراختیایې پروګرامونو هم لګوي.
نوموړی شرکت له دری سوه څلویښت زرو زیات کارکوونکي لري.
دا شرکت په دوه زره نهم کال کې د اعتبار له بحران سره مخ شو، خو د کلونو په اوږدو کې یې خپل اعتبار بیرته ترلاسه کړ.

۹- فولکس واگن Volkswagen:

(278 ملیارده دالره)

د فولکس واگن مرکزي دفتر د جرمني په ولفسبورگ کې دی. نوموړی شرکت په ۱۹۳۷ کې رامنځ ته شوی دی.
فولکس واگن کوچنی موټر، لارۍ او بسونه تولیدوي.
ډیر پلورونکي ماډلونه یې فولکس واگن گلف، فولکس واگن بیتل او فولکس واگن پاسات دي.
هر دری واړه مادلونه یې له مودو راهیسي د نړۍ په لسو غوره پلورونکو موټرو کې شمیرل کیږي.

۸- اکسون موبیل Exxon Mobil:

(290 ملیارده دالره)

په ۱۹۹۹ کې اکسون او موبیل دواړه شرکتونه ( دواړه په ۱۹۱۱ کې رامنځ ته شوي) سره ګډ شول. او د تیلو یا نفتو او ګازو ګډ شرکت اکسون موبیل رامنځ ته شو. دا د نړۍ له شپږو لویو نفتي (Supermajor) شرکتونو څخه یو دی، چې خپلواک او په دولت پوری تړلی نه دی.
اکسون موبیل د تیلو د ټولو هغو ستیشنونو مور یا اصلی شرکت ګڼل کیږي چې اکسون, موبیل یا ایسو Esso نومونه لري او د نړۍ په څلویښتو هېوادونو کې موندل کیږي.
نوموړی شرکت د تیلو د ورکولو او اکمالاتو ترڅنګ په وچه او سمندر کې نفت او ګاز هم راباسي. له همدی امله د نړۍ په اولسو هېوادونو کې ۳۲ چاڼځایونه هم لري.
ددی تر څنګ نوموړی شرکت له کیمیاوي توکو سره هم سروکار لري او هر کال نیږدی ۲۵ ملیونه کیمیاوي توکي پلوري.

 ۷- BP

( 303 ملیارده ډالره)
د ب پ ( British Petroleum (BP] یا د برتانیې د نفتو یا تیلو شرکت مرکزي دفتر په لندن کې دی. دا شرکت هم یو له شپږو غیر دولتي خپلواکو ( Supermajor) شرکتونو څخه ګڼل کیږي.
ب پ د نړۍ په نیږدی اتیا هیوادونو کې فعالیت لري. نوموړی
شرکت په دی هېوادونو کې څه ناڅه ۲۲۰۰۰ د سون توکو د پلورلو ځایونه لري او له اتیا زرو زیات کارکوونکې په کې په کارونو بوخت دي.
 له ټولو تیلو په سلو کی ۲۵ د امریکي په متحده ایالاتو کې تولیدیږي. په دی هیواد کې د تیلو زیاتی زیرمی پرتی دي. روسیه هم د تیلو د زیاتو زیرمو لرونکی هیواد دی.

 ۶- سعودی أرامکو Saudi Aramko

 (355 ملیارده ډالره)
 سعودي أرامکو د سعودی عربستان د تیلو دولتي شرکت دی. دا په نړۍ کې د تیلو د تولید او زیرمو ستر شرکت هم دی.
 نوموړی شرکت په ورځ کې د لس ملیونه بیرلو یا بوشکو ظرفیت لري او د نړۍ د تیلو څلورمه برخه ثابته زیرمه یا ۲۶۰ ملیارده بیرله ثابت تیل لري. أرامکو د عربي امریکايې تیلو شرکت ( Arabian American Oil Company) لنډ نوم دی.

۵- State Grid

(387 ملیارده ډالره)

د ستات ګریډ شرکت په ۲۰۰۲ کې رامنځ ته شویدی. دا په نړۍ کې د بریښنا ستر شرکت دی. نوموړی شرکت ډیرو هېوادونو ته بریښنایې انرژي لیږدوي او ویشي، خو په عمده توګه په چین کې دا کار سرته رسوي. ستات گریډ شرکت دوه ملیونه کار کوونکې او له یوه ملیارده زیات مشتریان یا پیرودونکي لري.
 نوموړی سازمان په چین کې د ډیر لری واټن ولتاژ مزي اداره کوي.
دا شرکت په ځنو پهرنیو شرکتونو کې هم پانګونه کوي لکه د ساري په توګه د بلجیم په ګټندوی شرکت ایندیس
 Eandis  او د ایتالیي د  CDP Reti انرژی په شرکت کې.
 داسی پلان دی چې نوموړی شرکت لکه د ریل د پټلیو او د موټرو د سرکونو په څیر د بریښنا یو نړیوال جال رامنځ ته کړي

 ۴- د چین د تیلو ملي شرکت China National Petroleum

 392 ملیارده
د چین د تیلو ملي شرکت یا ( CNPC) د نفتو او ګازو یو چینایې شرکت دی چې مرکزي دفتر یې په پیکنګ یا بیجنګ کې دی.
 نوموړی شرکت له ۱۹۸۸ کال راهیسی فعالیت لري.
پیتروچینه PetroChina شرکت چې د ۱۹۹۸ کال راهیسی د تیلو لوی تولیدوونکې دی، هم د جين د تیلو ملی شرکت اړوند یا یوه برخه ده. دچین د تیلو ملي شرکت یا (CNPC)  د نړۍ په دیرشو هیوادونو کې د ګازو پلټنه او تولید ترسره کوي. اوس همدومره،

 

۳- رویل دچ( هالنډي) شیل Royal Dutch Shell

(396 ملیارده ډالره)


رویل هالنډي شیل شرکت زیاتره په شیل Shell مشهور دی.
نوموړی شرکت له 1970 کال راهيسې د هالنډ- انګلیس څو ملیتی ملي شرکت دی، چې له سترو شپږو لویو شرکتونو یا Supermajors څخه ګڼل کیږي.
شیل د هالنډ هېواد تر ټولو ګټور شرکت ګڼل کیږي. دغه شرکت ګاز او تیل تولیدوي.
له 2012 کال راهیسی يې د ګازو تولید د تیلو په پرتله زیات شوی دی.
رویال دچ شیل شرکت د انرژي سرچینې لټوي، په چڼځایونو کې يې چڼوې یا تصفیه کوي، بیا پاخه او سوچه شوی سون توکي د نفتو او ډیزلو په بڼه ، په ټوله نړۍ کې د تیلو د ټانکونو له لیاری پلوري

۲- Sinopec Group

(414 ملیارده ډالره)


د چين د تیلو او ګازو شرکت یا سینوپیک ګروپ، مرکزي دفتر په بیجنګ یا پکن کې دی.
نوموړی شرکت د چین پترو کیمیایی صنایعو د شرکت په نوم هم یادیږي.
دا شرکت په اسیا کې تر ټولو لوی شرکت دی چې له 1998 کال راهیسی تیل تصفیه کوي یا چاڼوي او د پترو کیمیایې محصولاتو سره سروکار لري. محصولات یې په عمده توګه چین ته ورکول کېږي. همدارنګه نومړی شرکت په هانګ کانګ، شانګهای او نیو یارک کې هم څانګي لري.

۱- والمارت Walmart

( 514 ملیارده ډالره)


امریکایې والمارت سوپر مارکیټونه په 1962 کال کې د سام والتون له خو رامنځ ته شول.
په پېل کې يې د یوه کوچني ارزان پلورونکي پلورنځي Wal- Mart په بڼه کار شروع کړ، خو له پنځو کلونو وروسته يې د پلورنځیو شمیر ۲۴ ته ورسید.
والمارت په ۱۵ هیوادونو کي فعالیت کوي او په نوموړو هیوادونو کې تر ۸۵۰۰ پوری پلورنځي لري. چې په بیلابیلو نومونو یادیږي.
د بیلګي په توګه په مکسیکو کې د والمکس په نوم , په انګلستان کې د اسدا، په جاپان کې د سیو او په هند کې د غوره قیمت یا Best Price په نومونو یادیږي.
والمارت همدارنګه په نورو غټو هېوادونو لکه برازیل، ارجنتاین، کاناډا او چین کې هم فعالیت لري.
دا شرکت په افریقا کې هم مغازی یا پلورنځي لري، ځکه هلته یې هم ماسمارت Massmart شرکت پیرودلی دی.
همدارنګه والمارت د سام کلوب Sam’s Club څښتن هم دی. چې په حقیقت کې د پرچون پلورونکو یوه ډله ده.
والمارت د پلورلو نهه ډوله چینلونه یا کانالونه لري، لکه سوپرمارکتونه، ستر پلورنځي، لوی پلورنځي چې باید غړیتوب يې ولرۍ، د جامو پلورنځي، ارزان بیه پلورنځي، نغدی او د لیږد وړ پلورنځي، کوچنۍ مغازی او رستورانتونه.
په دی ټولو پلورنځیو کې تر دوو ملیونو تنو پوری کارکوونکي کار کوي.
باید یادونه وکړو چې د والتون کورنۍ هم د نړۍ له ډیرو شتمنو کورنیو څخه شمیرل کیږي.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ اکتوبر 2020

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب