قيد څه ته وايي؟ د قید ډولونه | پښتو ګرامر

د قید تعریف:

دا هغه كليمه ده چې فعل يا صفت يا بل قيد په مكان ، زمان ، حالت ، او يا اندازه قيدوي او له فعل سره يو ځاى كيږي ، په يوه حالت يې اړ باسي د بيلګې په توګه په دې جمله كې (زلمى راغى) هيڅ قيد نشته اوكه ووايو چې ( زلمي ته خندا راغله ) نو دلته يو بل شى هم پيداشول چې د راتلو فعل يېورپورې وتاړه ( مقيد كړ ) او هغه د خندا حالت دي .

د قید ډولونه:

قيود په پښتو كې ډير ډولو نه لري او دبېلا بيلو مصدرونو لپا ره راځي مشهور ډولونه يې دادي:

۱- زمان قيود : چې يو فعل ته د زماني او وخت قيد وركوي لكه :
پرون ولاړم اوس راغلم، هر كله راشې، نېكمرغه اوسې، زه تل كارته له وخت سره سم ځم .
۲- د ځاى او مكان قيود : لكه دلته كېنه ، پاس وخيژئ، ښكته راشه، نژدې راشه .
۳- دشك قيود : لكه گوندې ( ښايي ، كېداى شي ) راشى ، ښايي سبا ته ولاړ شم .
۴- د علت قيود : لكه: څه له ځي ؟ ولې نه كېنې؟
۵- د وضعيت او حالت قيود: لكه : ژر ژر راځه ، په منډه منډه( چټك ) ځه، ولې ورو ورو ځې ؟

ځنې نور قيود هم شته چې د بيلا بيلو مصدرونو لپا ره كار يږي او د فعل مانا ته يو مانيز ( معنوي) قيد وركوي لكه : نا څا په ولاړ ، سبا ارومرو راشه ، دا مضمون په پرله پسې توګه خپريږي ، افغانان ډير زړور دي او د ټاټوبي ساتنه يې په تش لاس كوي .

ياد ونه : په پښتو كې صفات هم دقيد په ډول كاريږي لكه : يواځې مه ځه له عمران سره ملگرى ولاړشه ، پرون له ما پټ ولاړې، زلمى هلته غلى ناست دى ، لكه يو صفت هم دبل صفت لپاره د قيد دنده تر سره كوي لكه : زلمى ډير تږى دى .
جانان لږ ناروغ دى ، مېرويس ښې خوږې خبرې كوي .

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب