قرآن کې د منافقانو کړنو ته اشاره

مِنْكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا (10) هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا (11) وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا (12)

ژباړه : کله چې دوئ [یرغلګر]په تاسو له لوړو هم راغلو اوله ټيټو هم ، هغه مهال سترګي [ ددښمن لوري ته ]مائلي شوي وي ،[اوله ډيري فریشانۍ څخه ] زړونه ستوني ته راغلي وو ،اوتاسو په الله تعالی ډول ډول ګمانونه کول ،بس همدغه وقت کې مؤمنان ازمايل شوي وو .اودوئ سخت تکانونه وخواړو ، اوداهغه مهال و چې منافقانو اوهغه خلګو چې په زړونو کې يې مرض وو؛ویل : چې له موږ سره الله تعالی اودهغه رسول (صلی الله علیه وسلم )وعده نه ده کړي مګر هسي دتېرایستلو .

لنډ تفسير: له دي آيتونو څخه په وړاندي آيتونوکې لوی خدای جل جلاله دخندق دغزا یادونه کوي ، اوداچې الله تعالی څرنګه دمومنانو يوې کمزورې ډلي ته په بل لوی دښمن بری ورکړ .

بيا په دغه درو آيتونو کې درښتونومؤمنانو اودمنافقانو هغه حالت بيانوي چې کله له هرلوري یرغلګر په دوئ راتاؤ وو ، بالاخره منافقان دیرغلګرو ملګري شول اورښتوني مؤمنان دجګړي په ډګرکې په سختو ازمايښتونو کې تنها پاتې شوو ،ترڅورب العزة دهغوئ مرسته وکړه اوديرغلګرو بي شمېره لښکر يې ددوئ په لاس وشړل .

واقعه داسې وه : چې په مدينه منوره کې دبني نضیر یهودو درسول الله صلی الله علیه وسلم دشهيدولو يوبد سازش جوړکړی و،سازش ناکام شو،رسول الله صلی الله علیه وسلم دوئ ته لس ورځې مهلت ورکړ : چې نورمدینه پريږدئ ! منافقانو بني نضیرو ته پټې وعدې ورکړي چې موږ مو هرډول ملاتړ کوو ، یهود ددوئ په وعدو وغولیدو اورسول الله صلی الله علیه وسلم امر يې ونه منل ، رسول الله صلی الله علیه وسلم دورکړي مهلت په تېريدو مجاهدین تیارکړو؛ بيایې ددوئ دیار محاصره کړ ،بني نضيرو درسول الله صلی الله علیه وسلم سره په دې صلحه وکړه ، چې له موږ څخه هردرې تنه په يوه اوښ څومره سامان وړلای شې دهغه اجازه دې راکړه شي نور به مدینه پريږدو .

بنونضیر له مديني منوري څخه لېري پرتوسيموته ولاړو ؛ مګر دخپل طبعي شقاوت له امله يې له فساده لاس وانه خست ، لاړو مکي ته اوهلته يې درسول الله صلی الله علیه وسلم په خلاف له مشرکینو څخه دمسلح څواک وعده واخسته ، اوبیا دمشرکینو په نورو ټولو قومونو وګرزیدو اوهغوئ يې سره متحد کړل ؛په مدينه منوره دمشرکینو په مشرۍ ديوه لوی یرغل تیاری ونيول شو، دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم له مشوري وروسه دخندق جوړولو فیصله وکړه ،اودمديني منوري چاپېره نږدي اوه کلومټره اوږد ؛۸پوټه ژور اودنه ۹ پوټه په ساره خندق وکندل شو،دري زره مجاهدين په دغه خندق بوخت وو ،په شپږ  ورځو کې دخندق کار پای ته ورسېدو ،په دغه مهال دمشرکینو لښکري هم راورسيدي ، اومدينه منوره يې محاصره کړه ،څرنګه چې دمديني ختيځ لوري ته بني قریظه مېشت وو اوهغوئ درسول الله صلی الله علیه وسلم سره ديوي معاهدي په ترڅ کې تعهدکړی وو چې دمسلمانانو په خلاف به دهیچامرسته نه کوي ،اونه به هم مسلمانانوته هيڅ ډول ضرر رسوي ،بلکه دمسلمانانو هرډول مرسته اوله هغوئ څخه به ترخپله وسه دفاع کوي نودپيغمبرصلی الله علیه وسلم په امر دمؤمنانو ماشومان اوښځې دمديني منوري په ختيځ لوري قلاګانو کې يوځای کړل شوو،اوله دغه لوري څخه مسلمانان مطمئن وو؛ مګر دبني نضیرو په مرسته مشرکینو دبني قریظه یهودان تېرایستل اوپه همدغه مهال یې دځان متحد اوله مسلمانانو څخه رابيل کړل ، دبني قریظه وو دغه غدر مومنان سخت پریشانه کړل ،منافقانو عذرونه شروع کړل اودجګړي له لمړۍ کرښې څخه يې په تېښته پيل وکړ ،خورښتونو مومنانو په دغه سخت ازمويښت کې له هیڅ ډول قربانيو څخه دریغ ونه کړ ،اوترڅلورویشتو ورځو پوري يې دځواکمن دښمن په وړاندي سخته مقابله وکړه ،اوبالاخره لوی خدای ج ددوئ نصرت وکړ ،اوراغلي ټولو یرغلګرو اوملګرو يې ماته وخوړه اوټيټي سترګي خپلو سيموته ستانه شول ،رسو ل الله صلی الله علیه وسلم ديوي وینا په ترڅ کې صحابه ووته وویل : له دې وروسته به کله هم بيا دغه یرغلګر په موږ دحملي توان ونه لري بلکه موږ به په هغوئ پسي ورځو ، ان شاء الله ، له هغه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دبني قریظه لپاره تشکیل وکړ اوبیایې هغوئ ته دخپل دغه عمل سخته سزا ورکړه .

خلاصه داچې تل یرغلګر په غرور اوتکبر سره په مؤمنانو یرغل وروړی؛ مګر لوی خدای جل جلاله يې دهماغه مؤمنانو په لاس وځپي ، چې خوار اوزار تري ستنېږي ، بل پلوته الله تعالی هغه خلق چې په ښکاره ځان مسلمان بولي مګر په حقیقت کې زندیقان ،ملحدین ،دهریه ،منافقين اونور دروفو اوګيډي بندګان وي دمؤمنانو له ډلي يې باسې اودهمدغه یرغلګرو ملګري يې کړي چې دخسرالدنيا والآخرة بيلګې شي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب