فرانسوی نندارتون- هغه نندارتون چې فرانسویان پرې افتخار کوي!!!
د فرانسې تاریخي (ایفل ټاور) ته نیزدی د (پاریس) هغه نندارتون چې د (18000) الجزایری مسلمانانو ککرۍ پکی د نمایش لپاره مؤجودی دی ، په دغه ککریو کی 6500 ککرۍ د هغو الجزایری مجاهدینو دی چې د فرانسوی اشغال په ضد یې جهادی مبارزه وکړه ، له هری یوی ککرۍ سرہ په لوحه باندی د شهید شوی مسلمان مجاهد نوم او ادرس هم لېکل شوﺉ ده ، د پارس دغه مشهوره نندارتون د (میوزیم آف مین) Musium Of man په نوم بلل کیږی ۔
د فرانس عیسایې اشغالګرو د 132 کلن اشغال په جریان کی په زرهاؤو الجزایری مسلمانان په عام محضر یا اختطاف خانو کی له تعذیب وروسته قتل او ذبح کړل ، بیایې سرونه په صندقونو کی فرانس ته انتقال کړل ، د فرانس په دغه نندارتون کی د مسلمانانو غؤڅ شوی سرونو باندی د بشری حقوقو علمبرداره فرانسویان علی الاعلان افتخار کوی ، درۍ میاشتی مخکی فرانسوی حکومت د یوی توافقنامی په اساس 170 کاله وروسته د نامتو مجاهد #شریف #بوبغلة او #سلیمان #حلابی د ککریو په شمول د (24) الجزایری کمانډرانو ککرۍ له دغه میوزیم څخه بیرته د الجزایر حکومت ته حواله کړی ۔
ليکوال: نجيب الله عادل