فاطمه بنت الخطاب: هغه چې د اسلام له لامله يې څپېړه وخوړه
د اسلام مبارک دین د بني عدي طایفه هم څه ناڅه تر اغیز لاندې راوستې وه او د دې قبیلې ځینې کسان مسلمان شوي هم وو.
سعید بن زید د عمر رضی الله عنه د کاکا زوی او اوښی د دې قبیلې لومړنی هغه وو چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ایمان راووړ.
تر دې دمه د اسلام پټه بلنه روانه وه او قریشو په ډیر شدت سره اوضاع تر کنترول لاندې نیولې وه. دوی ډیره هڅه کوله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په آسانۍ سره خپلو موخو ته ونه رسیدلای شي. په دوی کې د اسلام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د ډېرې دښمنۍ خاوند عمر بن خطاب وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې کړکیچنو حالاتو کې هم د خپل رسالت د انجام څخه لاس په سر نه شو او د یوه منظم او پیاوړي پلان له مخې یې ټولو هغو مسلمانانو ته چې په قرآن پوهیدل او یوه اندازه یې یاد کړی وو امر وکړ چې هر یو یې څو تنو نوو مسلمانانو ته ورزده کړي.
په همدې لړ کې خباب ابن ارت مأمور شوی وو چې سعید بن زید او د هغه میرمن فاطمې ته چې د عمر رضی الله خور وه قرآن ورزده کړي.
عمر رضی الله عنه چې په کلکه د اسلام مخالف وو او لا تر اوسه د خپلې خور د کورنۍ په ایمان راوړلو باندې نه وو خبر شوی. هغه مخکې له دې چې اسلام قبول کړي د بتانو عبادت به یې کاوه او په هغوی باندې سر ورکولو ته هم تیار وو.
هغه چې له تندې رویې برخمن وو، کله چې خبر شو چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د بتانو په وړاندې مخالفت او مبارزه پیل کړې نو ډیر په قهر شو او تصمیم یې ونیو چې هر څومره ژر چې شونې وي محمد صلی الله علیه وسلم له منځه یوسي او قریش او بتان یې له لاسه آرام کړي.
هغه په ډیره بې صبرۍ سره په کوڅو کې روان وو چې د نعیم بن عبد الله په نامه له یوه شخص سره مخ شو، هغه ترې وپوښتل: چیرته داسې په بیړه روان یې؟
هغه ورته وویل: په محمد پسې ورځم. هغه له دین څخه لاس په سر شوی او د خپلو پلرونو باورونو ته یې شا کړې ده. هغه په دې کار سره د قریشو دیني احساسات راپارولي دي او زه غواړم چې په مرګ سره یې قریشیان په امان کړم.
نعیم بن عبد الله ورته وویل: د تا دا کار ډير خطرناک دی. مغرور کیږه مه او له دې کار څخه لاس په سر شه، ډاډه اوسه چې که دې دا کار وکړ نو د عبد مناف طایفه به دې ژوندی پرې نه ږدي.
وروسته یې وویل: که ریښتیا وایې نو لومړی لاړ شه او کورنۍ دې اصلاح کړه.
عمر رضی الله عنه د دې خبرې په اوریدلو سره په حیرانتیا وپوښتل: کومه کورنۍ مې یادوې؟
هغه ورته په ځواب کې وویل: خور دې فاطمه له خپل خاوند سره مسلمان شوي او د محمد صلی الله علیه وسلم پیروي یې پیل کړې ده.
د دې خبرې په اوریدلو سره د عمر ټول وجود قهر قهر شو او پرته له دې چې یوه کلمه نوره هم ووایي د خپلې خور کورته ستون شو.
کله چې هلته ورسید، د کور دروازه یې په زوره وټکوله، د کور خاوندان د دروازې له ټکولو پوه شول چې هر څوک چې دی پوره په قهر دی. د دروازې له چولو یې چې وکتل ویې لیدل چې عمر دی؛ دوی چې د قرآن په زده کړه بوخت وو د عمر په لیدلو سره وویریدل او خباب یې چې دوی ته به یې قرآن ورزده کاوه په یوه ګوښه کې پټ کړ.
فاطمې رضی الله عنها چې د قرآن ځینې نسخې ورسره وې هغه یې راټولې کړې او په خپلو جامو کې یې پټې کړې او له هغه وروسته سعید بن زید دروازه خلاصه کړه. عمر په قهر سره وپوښتل: اوریدلي مې دي چې د محمد دین ته اوښتي یاست او له خدایانو مو مخ اوړلی دی، او یوه ښه کلکه څپیړه یې په مخ ورکړه.
فاطمه چې د خپله میړه د مرستې لپاره راغلې وه تر څو عمر رضی الله عنه کوم ضرر ورته ونه رسوي، د عمر رضی الله عنه څخه یې داسې یوه کلکه څپیړه وخوړه چې له صورت څخه یې وینې روانې شوې، هغې په وینو ککړ صورت سره خپل ورور ته وویل: هو! مونږ په الله او د هغه په رسول باندې ایمان راوړی دی او په دې کې د هیچا پروا نه لرو.
عمر رضی الله عنه چې له داسې یوې میړانې سره مخ شو لږ ځنډ یې وکړ او ویې ویل: کتاب مو راوړئ چې ویې ګورم چې څه وایي؟
هغې په پوره میړانه سره وویل: ته مشرک او ناپاک یې او د دې مقدس کتاب لمس کول تاته جایز نه دي، تنها د غسل او د ځان له پاکولو وروسته ته کولای شې چې دې کتاب ته لاس وروړې.
عمر رضی الله عنه له ناچارۍ څخه د خپلې خور غوښتنه عملي کړه، غسل یې وکړ او فاطمې رضی الله عنها ټولې د قرآن هغه صفحې ورته راوړې کومې چې له دې سره موجودې وې.
عمر رضی الله عنه چې د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو په لوستلو سره تر اغیز لاندې راغلی وو خپلې خور ته وویل: دا قرآن څومره ښکلی کلام دی…!
فاطمه رضی الله عنها د دې خبرې په اوریدلو سره ډیره خوشاله شوه او په زوره یې وویل: لا اله الا الله محمد رسول الله. وروسته یې خباب چې د دې د ورور له ډاره پټ شوی وو راوغوښت او ترې ویې غوښتل چې د ورور یې اسلام او ایمان ته لارښوونه وکړي، خباب هغه ته لارښوونه وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورشي.
عمر فاروق رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی، خپل اسلام یې اعلان کړ او د مسلمانانو په ټولګي کې ورګډ شو؛ فاطمه رضی الله عنها د خپل ورور په اسلام منلو سره ډيره خوشاله شوه او په هغه به یې ویاړ کاوه.
عمر رضی الله عنه چې میړانه یې د ټولو د خولې خبره وه د خپلې خور په واسطه سره مسلمان شو او څه وخت نه وو تیر شوی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه او د مؤمنانو امیر شو.
لیکنه: احمد الجدع
ژباړه: روح الله ساحل