غیبت څه ته وايي؟ حرمت، لاملونه، سزا او کفاره یې

د غیبت تعریف:

پسې شا د چا عیبونه بیانول.

حرمت يې:

الله پاک وایي: “ولایغتب بعضکم بعضا”

ژباړه: ستاسو ځینې دې د ځینو غیبت نه کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي:

” د مسلمان مال، ځان او آبرو پر بل مسلمان حرامه ګرځول شوې ده.

*په کومو شیانو کې غیبت کېږي:*

د یوچا غیبت د هغه په دین، اخلاقو، بدن، مال، اولاد، نسب، ښځه، مېړه سره همدارنګه د سترګو، خولې په اشاره یا په قلم سره کېدای شي.

د غیبت لاملونه:

یو څوک ولې د بل چا غیبت کوي لاملونه يې په لاندې ډول دي:

۱ـ د ایمان کمزوي.

۲ـ د بدو او ګناهکاره خلکو ملګرتیا.

۳ـ حسد او کینه لرل.

۴ـ له دنیا سره مینه لرل او د نورو خلکو نه زغمل.

۵ـ بې کاري.

په کومو وختونو کې عیب بیانول غیبت نه شمېرل کېږي:

۱ـ په محکمو کې د یو چا له ظلم څخه شکایت کول.

۲ـ په ډاګه او ښکاره ګناه کوونکي او بدعت کوونکي عیبونه بیانول.

۳ـ د ځانګړې مسلې د پوښتلو پرمهال د چا عیب بیانول لکه د ابوسفیان ښځې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل:  چې ابوسفیان یو بخیل سړی دی ماته دومره څه نه راکوي چې زما لپاره بسنه وکړي په ځواب کې ورته وویل شول چې په ښه توګه دومره د هغه له مال څخه اخله چې ستا او بچي لپاره دې بسنه کوي.

۴- د علم الجرح والتعدیل د درس پرمهال.

۵ـ د نکاح لپاره د نکاح د وړاندیزکوونکي عیبونه بیانول لکه د فاطمه بنت قیس په کیسه کې چې معاویه او ابوجهم دواړو د نکاح وړاندیز ورته وکړ د یو په اړه وویل شول چې ډېر سوټي سروانه دی او د بل په اړه وویل شول چې ډېر مسکین دی.

د غیبت سزا:

۱ـ په دنیا کې د خلکو له غیبت کوونکي څخه کرکه کېږي.

۲ـ په قبر کې به په سخت عذاب اخته وي.

۳ـ د قیامت په ورځ به يې ټولې نېکۍ هغو خلکو ته ورکړل شي چې د هغوی غیبت يې کړی وي.

د غیبت علاج:

۱ـ له الله څخه وېره.

۲ـ خپلو عیبونو ته پاملرنه کول او د هغه سمونه.

۳ـ له ځان سره محاسبه کول.

۴ـ تل د الله ذکر کول.

۵ـ له اړتیا پرته له خپل کور يا ځای څخه نه وتل.

د غیبت کفاره:

۱ـ د هغه چا خبرول چې غیبت یې شوی دی او بخښنه ترې غوښتل.

۲ـ الله ته د زړه له کومي توبه اېستل کېدای شي چې وبخښل شي.

سپارښتنه:

علماء وایي: غیبت د کینه کوونکو خلکو خوی دی، د سپیو دسترخوان دی او د فاسقانو او فاجرانو کتخ او خوراک دی.

وایي: که څوک له غیبت څخه چاره نه لري، نو د خپل مور او پلار غیبت دې وکړي ترڅو يې نیک اعمال هغوی ته ورسېږي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب