غير عضوي مرکبونه

اوبه:

په نړۍ کې له ټولو څخه زياته ماده اوبه دي چې په طبيعي ډول په ډېره اندازه شتون لري. د انسان بدن تقريباً 65 څخه 95 سلنه له اوبو څخه جوړ شوی. اوبه په حجره کې په دوو بڼو ( ازادې اوبه او تړلې اوبه) شتون لري. ازادې اوبه په حجره کې په کېمياوي فعل او انفعال (مېتابولېزم) کې برخه اخلي چې يوه اندازه يې د حجرې د داخلي توکو په جوړښتونو کې  مصرفېږي او په کېمياوي تعاملونو کې د اوبو اړتيا پوره کوي. سربېره پردې د حجرې هغه اضافي توکي چې د حجرې د تخريبي تعاملونو حاصل دی، د اطراح لپاره يې تياروي.

د حجرې تړلې اوبه هغه اندازه اوبه دي چې د حجرې د اجزاوو په کېمياوي ترکيب کې شاملې دي. دا اوبه هغه وخت ضايع کېږي چې ازادې اوبه د حجرې لپاره وجود ونه لري او يا حجره تخريب شي. د حجرې د ويش په وخت کې د نوو حجرو د اوبو د پوره کولو لپاره حجرې زياتو اوبو ته اړتيا لري.

په هر صورت د حجرې تړلې اوبه بيا هم د ازادو اوبو په واسطه بايد پوره شي. د هغو ژوندويو موجوداتو د حجرو د تړلو اوبو کميت چې په وچه کې ژوند کوي، د هغو ژونديو موجوداتو د حجرو سره توپير لري، چې په اوبو کې ژوند کوي. هغه حجرې چې په اوبو کې ژوند کوي. د هغه حجرو په پرتله يې د تړلو اوبو اندازه زياته اټکل شوې ده چې په وچه کې ژوند کوي، ځکه چې د اوبو حجرې تل د اوبو سره په تماس کې وي. د بدن د ټولو حجرو شاوخوا مايع نيولې، چې زياته برخه يې اوبو جوړه کړې ده. سره له دې چې موږ په وچه کې ژوند کوو خو زموږ د بدن حجرې په مايع چاپېريال کې ځای لري. ويلی شو ټولې حجرې په مايع چاپېريال کې، چې اوبه لري، ژوند کوي.

حجره هغه وخت کولی شي چې له چاپېريال څخه توکي واخلي يا چاپېريال ته دفع کړي چې نوموړي توکي په اوبو کې حل شوي وي. ټول کيمياوي تعاملونه چې په بدن کې منځ ته راځي په مايع چاپېريال کې سرته رسېږي. د اوبو يوه ځانګړتيا د ژونديو موجوداتو په بدن کې د تودوخې زياتوالي د ناڅاپي بدلونونو مخنيوی دی؛ ځکه د تودوخې درجه د کيمياوي تعاملونو د سرته رسولو لپاره يو مؤثر عامل دی چې بايد تعامل د سرته رسولو په جريان کې دا عامل ثابت پاتې شي. د تودوخې د درجې هر ډول ناڅاپه او چټک بدلون د کيمياوي تعامل جريان خرابوي چې په نتيجه کې د ژوندي موجود د مړينې لامل کېږي.

د چاپېريال د تودوخې د درجې ناڅاپي زياتوالی يا کموالی نشي کولی د ژونديو موجوداتو بدن چې ۶۵ ٪ څخه تر ۹۵٪ پورې يې اوبو جوړ کړی دی، بدل کړي او هغوی ته زيان ورسوي.

د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب